افــــغــانستان که طالبستان!؟

د روان زیږدیز ۲۰۲۱ کال د اګوست په ۱۵ نیټه د طالبانو اسلامي خوځښت د هیواد د پلازمېنې د ارګ ماڼۍ ایل او د واکمنۍ په ګدۍ کیناستل . بې له ځنډه یې په ډیره بیړه او وسوسه د افغانستان ملت او ولس ته ویاړلۍ او ټولمنلی سرلوړی تور، سور او شین بیرغ چې په کلمه ای طیبه ، مسجد او محراب ، احمد شاهي درویشي وږي د غرونو په څوکو د راختونکي لمر په ځلا مزین دی په ډیرتکبر او تکدر راښکته او پرځای یې د قبرونو جنډو ته ورته طالباني سپینه جنډه را وځړوله . چې په هیوادنی ،سیمه ییزه او نړیوال کچه د طالبانو دغه کچه توب وغندل شو او د هیواد په ګوټ، ګوټ کې افغان تاریخ پالونکي ولس غوسه ناک عکس العمل ښکاره کړ. ورپسې یې د افغانستان ملي سرود هم بابیزه او پر هغه یې هم د بطلان کرښه را ښکوده . او د کلیوالي متل په پله چې دا د کدو ګل دی ، یو ترې شکوه ترې لاندې بل دی . په دې کړنه هم افغانان وربړیدل .
د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د ۱۹۳ غړو هیوادونو په نوم لړ کې لومړی نوم د ا فغانستان کښل شوی . او په څنګ کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ انځور منقوش دی . له بده مرغه په دغه سازمان کې د افغانستان د ۷۵ کلن فعال غړیتوب سره سره د ادی په روان ۲۰۲۱ زیږدیز کال د هغه سازمان په ۷۶ عمومي غونډه کې د افغانستان هیواد له ګډون څخه بې برخې او پرون یې وروستنی غونډه هم پایته ورسیده .
د یوه افغان په توګه ویاړم چې د معاصر تاریخ په ۲۱ پیړۍ کې د ا فغانانو د خرپ او ترپ په هیبتناکو ګوزارونو د نړۍ ستر استکباري او استعماري ځواک په ګونډو او د شپو په تورتم کې د امپراتور یو د هدیرو له خاورې په شرمناکو ځغاستو او بیړنیو تیښتوپه وتلو اړ شو. په دې د افغان تاریخ د عطف د ټکي په بري کې یوازې طالبان نه بلکې ګرده افغان ولس برخه لري . همدا ولس پخپلو کورونوکې طالبانو ته ځای ځایګۍ ورکړ. اوبه ډوډۍ یې ورته ورسوله . خپل کورونه یې ورته سنګرونه کړل او د طالبانو په تور په زرګونو کلي اوبانډې د درنه جنګ اوړندو بمباریو د اور په لمبو کې وران ویجاړ او د افغانانو په وینو سره شول .
طالبان د افغانستان د کابو۳۸ میلیوني ملت په وړاندې مطلق اقلیت او د خلکو زور د خدای زور دی . خو دادی طالباني زور واکي داسې په خرمستی روان شول چې له ټولو خواشینوونکي د افغان ولس له نیمایي نفوس زیاته برخه ښځو، میرمنو، کونډو، رنډو او پیغلوته په خورا سپکه سترګه کتل او پر هغو د کار، روزګار او زده کړو دروازې بندول دي . چې چيغو ، سوو کوکارو او نارو سورو یې ټوله نړۍ ولړزوله . دریغه ، دریغه ! افغان میرمنې بله وسله نه لري د هغو وسله د هغو تودې او تړمې ،تړمې اوښکي دي چې د خپل غمجن او ویرجن برخلیک له کبله یې تویوي . له ازاره چا بازار وړی نه دی او همدا لامل دی چې د طالبانو ملا شموله واکمنې د انزوا لورته ټیل او تردې مهاله د نړۍ پر مخ هیڅ کوم هیواد په رسمیت ونه پیژنده . د پچو غله ، د زمردو او لاجوردو فرعوني قارونان او بې وجدانه شرمیدلي غاصبان او د قدرت د بیلابیلو جزیرو بې ضمیره تښتیدلي ټولواکان له ډیرې خوشالۍ خپل نوکان جنګوي . څو د طالبانو په وړاندې د یوې بلې د وږو،تږو جګړې را وپنځوي او لیرې نه ده چې د نهی عن المنکرپه فتوا په عام محضر کې د لاس او پښو غوڅول ، اعدام او په دار ځړول ، موبال ټیلیفونونه کنترول اوڅارل ، د ږیرو نه خریل او د سلمانیانو ګواښل ، د سندرو او موزیک د مستې قلندرې لالۍ رابوله په سروکو د ملي آتڼونو بندیز، د ۱۳۰ د غږیزو او انځوريزو رسنیو تړل ، له هیواده د ښځینه او نارینه وو خبریالانو او هیواد پالو ژورنالیستانو په زموللو ارمانونو وتل ، ملي توغ ، ملي سرود بابیزه ګڼل او د ناهیلیو توري څپې به خدای مه کړه ستر ناورینونه رامنځته کړي . که طالبان خپلو کړو، وړو ته اګاهانه کتنه ونه کړي . مسلکي پوهانشموله او روڼ آند شموله ملي واکمني رامنځته نه کړي. نه به میلیاردونوکنګل شوي ډالر ترلاسه کړی اونه به موکوم هیواد په رسمیت وپیژني . د نهی عن المنکرله منبره راښکته د افغان نرخ ،څلي ، جرګو، مرکوپر بنسټ د افغانستان د ټولو سره وروڼو قومونویوه باوري او واکمنه شورا رامنځته او خپلې ګټلي بریاوی د افغان مخوروپه امرهم شورا بینهم په مسنونه دستور وساتی .
هو! رښتیا،رښتیا به وایم . که وم،وم که نه وم ، وم
۲۸/۹/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button