طا لـــبـان له آسمانه را نازل شوي دي ؟؟

نه ،نه ! طالبان د جهادي بنسټپالو تنظیمونوغړي او زیاتره هغه قوماندانان دي چې پخپلو تنظیمي مشرانو بې باوره شوي اوغوسه شوي اوبیا له دغو تنظیمونوجلاشوي دي . د پاکستان د ای، اس، ای په څارګرسازمان کې دافغانستان په د نــنه کې د پټوترهګریزواو ورانوونکود s په نامه شبکې پخواني افسراومجرب ترهګرکرنیل سلطان امیرتراړدا دنده په غاړه واخیسته چې دا ډلې ټپلې د طالب تر پوښښ لاندې سره منسجمې اویوځای کړي .داکس وروسته د کرنیل امام په نوم مشهوراوځان يې د طالبانو معنوي پلار باله.
له بلې خوا د افغانستان په دنـنه کې هم په پاکستان اوایران کې روزل شویو په اصطلاح جهادي تنظیمونوپه افغانستان کې واک ته د رسیدلوپه مهال د خپل منځي جنګونو، د افغان ولس د ناموس اوعزت په بې پته کولو، چورچپاول، ډله ییزووژنو، د ښځو د سینواوسرونوپه پرې کولواومیخ وهلوداسې نامرودي اوچنګیزي نه بښونکي عملونه وکړل چې دافغانستان په تاریخ کې څه چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري.
ښکلی کابل د مړوهدیره اوکنډواله شو. اتله افغان اردو دړې،وړې اوچورلټ کباړشوه. د شهیدانود قبرونوهډوکي کې هم د لیلامي توکوپه څیروپلورل شول. د الفت صیب په وینا چې نه دي د ویلوهغه څه چې ما لیدلي دي .
په دې مهال د اروزګان ولایت د هوتکو قبیلې ته منسوب ملا محمد عمرپه ټولو ولایتونوپه تیره بیا د کندهارپه ولایت کې د واکمنو قوماندانانو نا کردې اوزړه بوږنوونکې عملونه چې آن پی مخي هلکان به یې ځانوته واده کول اوپر هغو به یې ښځینه کالي اغوستل پخپلوسترګو لیدل او د میوند په ولسوالۍ کې طالباني حرکت پیل کړهسې ویل کیږي چې ښاغلي حامد کرزي هم کابو اویا زره ډالره او وسلې د هغو په واک کې ورکړې.
د افغانستان ناراضه ولس یې هم پلوي و. طالبانو هم په افغانستان ۹۵سلنه واکمنی ترلاسه او داسې چارې او وجدان لړزوونکي کړنې ترسره کړې چې عام ولس د زاړه کفن کش په ارمان شول او د خپل عاقبت نا اندیشه سخت دریځی له کبله یې خپل تورپټکي اوپلنې ږيري د خاورو سره خاورې بلکې افغانستان یې د امریکا په مشری کابو ۴۸ هیوادونود جنګي ماشین اوخونړیوووژنو په پولیګون بدل کړ. افغاني غرورترپښولاندې او ملي ارزښتونه ویجاړاوبربادشول . اویازره پونډیزپه زرګونوبمونه اود اور بمونه د طالب د جهالت اومتحجرې سرزوری پایله ده چې دریغه،دریغه! په سلګونوزره افغانان شهیدان،ټپیان اوخپلو کورونو پریښودو ته اړشول.
څه ناڅه دوه څلويښت کاله د افغانانوویني بهیږي او افغان ملت د افغانانوخپل منځي خبرواترو ته خوشاله وو چې د سولې لمر به وځلیږي د طالبانو په برکت رښتیا هم د سولې لمرد ناتو اوامریکا په وسله والو سرتیرو راوخوت خوموږ افغانان په پوهنتونونو، کوثر دانش په مدرسو، د هندوانواو سیکانووروڼو په دارمسالو، جوماتونو، د مړو په جنازو، وادونو د هیواد په ګوټ،ګوټ کې بمي بریدونود هلمند یانوپه کلواوبانډو کې په بې رحمی وژل کیږو.بې کوره اوبې اوره محتاجیږو اوتاسو د قطر په دوحه کې په پلنوخیټوپه رنجو تورو سترګو او رنګ شویو تورو ږيرو د ابلیس پاکستان په دستورد افغانانود ویراوماتم نـندارې کوي د افغانانو قهراود ټپي زړونو ښیراوې اوکړیکي د اکتوبر د اوومې نیټې تریرغل خورا سختې اوبوږنوونکي دي . که افغانان او مسلمانان یاست د خنځیراو ستاسو د ګواتیناموټیکه دار پاکستان د غلامۍ رسۍ مو له غاړو وباسی او دلوی کندهار د احمد شاه بابا د زیارت او د حضرت محمد ص د خرقي مبارکې ترجنډې لاندې د الصلح خیراو روغي جوړي دوعا وکړی د قطري شرابي شیخانواوزناکه بازانوله شیطاني استکباري چل وله ځانونه خلاص کړی.
د افغان ولس د رنګارنګ محیلودوښمنانو د ورکاوی، رسوایې او نابودی په هیله .
۶/۱۱/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button