غزل/ استاد سنګروال

ورک لاره وی یمه څاروان ته مې لاس نه رسېږي
وروسته ترې پاتې یم کاروان ته مې لاس نه رسېږي

کلونه کېږي لټووم رانه ورک شوی خذر
ځمکه مې چاڼ کړه او اسمان ته مې لاس نه رسېږي

په لپو لپو الماسونه د سرو زرو چینې
ډاکې دي، غله دي خپل ارمان ته مې لاس نه رسېږي

غرمو راوړې وچکالي او اورېدې سکروټې
اوبه په لپو کې باران ته مې لاس نه رسېږ ي

په خداې مې وسپاره د زړه صبر له زړه نه غواړم
په زړه مې عرض کاوه خو ځان ته مې لاس نه رسېږي

ځکه یې نه بښم چې ولې یې وژلی نه یم ؟
کسات به اخلم خو ګریوان ته مې لاس نه رسېږي

په سپېرو پولو کې یې ورک یم چې خاني وګتم
د خان سړی یمه خو خان ته مې لاس نه رسېږي

پخپل وطن کې چې لمونځ کوم مساپرو غوندې
لندن کې ورک یمه لغمان ته مې لاس نه رسېږی

د سنګروال اوښکو ته لپه شه چې توې نشي
کلی پردی شو او جانان ته مې لاس نه رسېږي

۴ \۲ \ ۲۰۲۱ لند ن

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button