که کمال خان موږ خپل بللی!

که کمال خان موږ خپل بللی!

عبدالمنان توحیدیار

که په دې وطن کې ډير لږ هم د وطنپالنې احساس وی، او موږ دا وطن خپل بللی د سلما او کمال خان بند پرانيسته او د اوبو د زيرمه کولو په پيل داسې سکوت به هيڅ نه وی. پوهيږئ زموږ دا سکوت دښمن او متخاصمو هیوادونو ته ددې جرأت ورکوي چې وژنه يي ځکه دوی نه په ځان ترحم کوي او نه هم پروطن. په نوره نړۍ کې چې د ملي بساينې ډير وړوکی اقدام هم وشي ملت را پورته شي غټه کيسه ترې جوړه کړې خو زموږ په وطن کې د شپیته کلن ټپ( کمال خان بند) د اوبو زیرمه کولو ته آماده شو، اوبو مديریت شوې، د ګاونډيانو ورته شونډې ووتې، حسن روحاني تر صفري سیمو راغی او ددې پروژې د سبوتاژ لپاره زموږ پر ضد ځينو افرادو او ګروپونو ته وسلې او پيسې ورکړې خو موږ سيل کوو، په ډاډ يي درته وایم چې له څو تنو فيسبوکيانو پرته به ډير هیوادوال لا هم نه وي خبر چې کمال خان بند چیرته دی؟ څه ارزښت لري؟ ولې وطن ته او ولې افغانانو ته مهم دی. که موږ اوبو مديريت کړې، کرنه او مالداري مو مسلکي کړه او ددې وطن پر غر، ځنګل، اوبو او دښتو مو زړه وسوځاوو په دې باور ولرئ چې د نړۍ سیالان به شو،ایرانيان به مو په موټروکې ژوندي نه سوځوي او نه به مو سیند ته خطا کوي. له دې وطن سره په ملي کچه کيدونکی چلند د مهاجرو په شان دی، له بهره راغلي چارواکو ته هوټل ښکاري خپل وخت پکې تيروي ښايي يوه ورځ ترې کډه بار کړي، پکې ميشت وګړي بیا په دې فکر کې دي چې څوک يي ونه وژني روان ژوند چې هر ډول دی ددوی قبول دی. زموږ په دې نيږدې ګاونډيو هیوادونو کې تاسو وګورئ په يوه سیمه کې يو ډير عادي ښونځی جوړ شوی وي، وړوکې وياله يا سربند پرانيستل شي خلک وي، خوشالیانې وي، رسنۍ وي او تقريبا يوه اونۍ يي خبر په رسنیو کې کښته پورته کيږي خو زموږ رسنیو ته د افغان انسان وژل، نیول کيدل، په بم الوزول او…. خبر دی دوی ته زموږ په ژوند باندې مثبت تاثیر لرونکي فکټورونه که په هره برخه کې وي نه خبر دی او نه هم خبري ارزښت لري. هغه شپه مې د يوې شريرې او مکارې رسنۍ( طلوع نيوز) خبريال کوت چې ځان يي ان د بهسودو ولسوالۍ ته رسولی د ایراني او فاطیمیون پروژې د مسول عليپور د یو پوځي مرکز مخې ته ولاړ دی خبر جوړوي خو د همدې رسنۍ دې ته ورته سلو خبريالانو يوه هم دا جرأت ونکړ چې کمال خان بند ته ولاړ شي، د داهلې او کجي بند مستند جوړ کړي، د سلما بند وضعيت وګوری او د اوبو د مديريت په خاطر پر سيستم يا حکومت نيوکې وکړي. دوی ته عليپور او ایران ځکه مهم وو او دی چې په جنګ کې دوی ته پروژې، اعلانات او مزې ملاويږي خو چې سوله راشي دوی به ښايي دد نن په شان شتمن وي، يانې ددې جنګ له امله په بل شوي اور کې د طلوع مزې دي خو ورته ناست په ميلیونونو مخاطبين يي روحا باید ووژل شي. د کمال خان بند سروې د شهيد سردارمحمد داودخان په وخت کې شوې وه، د افغان وطن وړيا روانې اوبو په اول ځل خدای بښلي موسی شفیق څه ناڅه قانونمندې کړې خو څلويښت کاله زموږ وينه زبيښونکو لويديځ او ختيځ ګاونډيو( ايران او پاکستان) ددې لپاره دلته اور بل وساته او لا يي هم تازه ساتي چې زموږ په دربه درۍ او مظلوميت کې ددوی مزې وې/دي. په دې وطن کې د کمال خان، سلما بند، شاه او عروس او ډيرو نورو بندونو د چارو له بشپړيدو سره سم موږ لږ تر لږه په سیمه ایزه کچه د اوبو د مدیریت د سيالۍ ډګر ته ور دانګو او ښايي په راتلونکې پيړۍ کې چې تقريبا يوه مياشت وخت ورته پاتې دی په سلو راتلونکو کلونو کې د جګړې ډير لاملونه اوبو او ځمکه وي خو موږ يي لا هم په ارزښت نه پوهيږو. د افغانستان په څلورو خواوو چې له آمو هاخوا تير شې ژوند دی، انسانيت دی، سړيتوب دی، امن دی، کراري ده او هر سړی راتلونکې ته هيله لري،ختيځ لوري ته چې په تورخم واوړې هم ورته کيسه ده، په لويديځ کې په نيمروزاو فراه کې سپيرې دوړې باديږي خو پنځوس متره ورهاخوا په خاين او شرير ایران کې هوساينه، بساينه او سکون دی خو موږ ددې پر ځای چې له خپلو څلورو خواوو عبرت واخلو او پر خپل وطن مو زړه درد وکړي په دې سوچ کوو چې څنګه خپل کور وران کړو، وتښتو، ويزې واخلو او يا په ترکيه او اروپا کې د ځان لپاره د ژوند غم وکړو. موږ ته زموږ څلورې خواوې په سياسي، اقتصادي او کلتوري لحاظ لوی درس وو، موږ باید زده کړي وی چې يو ایرانی څومره له خپل وطن سره مينه لري، موږ باید درک کړې وی چې تر دې دمه ان د ليکدود نه لرونکي درې شمالي ګاونډي له همدومره مظلوميت سره سره څنګه انساني ژوند ته کار کوي او موږ باید زده کړې وی چې تر څو پر دې وطن افغان انسان زړه ونه سوځوي له پنجابه د انسانيت او هوسا افغانستان تمه ددې وطن د بربادۍ دوام دی، خو کاش موږ سوچ لرلی. کمال خان بند له پرانيستې تر دې دمه په سياسي لحاظ مهم وو خو په ملي لحاظ ډيرو ته هيڅ ډول ارزښت نلري، ښايي ددې وطن په اتيا سلنه خاوره کې ان ډير لوستي هم ددې بند په ارزښت لا هم نه وي خبر. له افغان وطن سره د ملت کيدونکی چلند بې انصافي ده، دلته هره ورځ کيدونکو مرګونو او د استخباراتي شبکو نسخو ته کمپاین کول ددې وطن تباهي ده خو موږ لا هم سر نه خلاصوو. که فکر مو دا وي چې سکوت به زموږ د ژوند لامل شي سهوه کوئ زه يي څو مثاله درکوم: ۱ـ پرون مو ددې وطن يو غټ عالم بچی شهید عاطف په خاورو ومانډه کنه؟هو! خو ولې؟ عاطف سرتیری وو؟ د سرتیرو په ننګه نوموړي او يا يي د جمعيت اصلاح په نوم خوځښت يوه خبره کړې وه؟ په دې وطن کې يي روان وحشت په بې پرې ډول غندلی وو؟ ددې ټولو ځواب مطلق نه دی نو ولې ووژل شو؟ ځکه چې يو افغان وو، ښايي پټ يي په دې وطن زړه درد کاوو خو په ښکاره يي مشخص څه نه ويل او ان په جنازه کې ورکول کيدونکې شعارونه يي هم دومره يو طرفه او عقده مندانه وو چې ډيرو ته د مکث وړ وو. ۲ـ شهيد مولوي ایاز او مولوي مفلح مو ياد دي؟ هو د ټولو ياد دي، هر سړی يي پيژني خو تاسو ددوی له ژوند تر شهادته يوه داسې ځغرده خبره را وښیی چې ددې وطن په ګټه يي کړي وي او موږ يي دلیل کړو چې ددې خبرې له امله مکار دښمن په شهادت ورسول خو له دې دومره احتياط سره سره شهیدان شول کنه؟ داسې ښايي تاسو په خپله سيمه يا مېنه کې زرګونو نورې پيښې ولرئ چې يو مشر، قلموال او يا ځوان مو له لاسه ورکړی وي خو تر اوسه هم له ځانه پوښتئ چې ولې ووژل شو. نو که فکر کوو چې د وطنپالنې د روحيي په نه پاللو به موږ څوک ژوندي پريږدي سهوه کوو، ځکه دلته ددې وطن د بربادۍ تر سوچه مخکې پاکستان، ایران او ډير نور په دې کار کوي چې څنګه ولسونه ووژني او د انساني قلت په صورت کې دا جغرافیه يا خپله او يا يي داسې مديریت کړي چې ددوی ګټه پکې ډيره وي. موږ دلته د شته اسلامي خوځښتونو له لوري د فلسطين، سوريي او عراق په ننګه د لاریونونه شاهدان وو، موږ د ترکيي په اوبو کې د ډوب شوي سوري ماشوم وژل کيدو ته اوښکې تويي کړې خو دا دلته وژل کيدونکي انسانان آيا د هيڅ ډول ترحم وړ نه دي؟ راځئ د افغاني نيشنلیزم په پاللو سره نه يوازې د وطن د ژغورنې لامل شو بلکه ځان هم وژغورو، په ملي مسايلو کې ملي دريځ او ددې وطن د هرې هوساينې اوبساينې لپاره د روحيي پياوړې کول که موږ ونه ژغورولو ښايي زموږ بچي وژغوري. بله مهمه خبره داده چې موږ د تاريخ يوه برخه ګرځيدونکي يو که موږ راتلونکې تاریخ ته بې کفايتي، غلاوې، کمزوري وطني روحيه او يا له مور افغانستان سره د مهاجر په شان چلند په ميراث پريږدو دا خو به ان زموږ پاتې شونو ته هم د شرم وړ خبره وي. دا وطن زموږ ټولو دی، په دې وطن کې د هر ښه او بد کار ګټې او تاوانونه ټولو ته يو شان رسيږي راشئ چې ملي روحیه پیاوړې کړو، راشئ ددې وطن د دښتو، اوبو،بندونو، سیندونو، غرونو، لارو او کانونو په ارزښت نور وپوهوو او په ټولنیزو پاڼو، چاپي،غږيزو او انځوريزو رسنیو کې د وحشت او بربریت پر ځای د انسانيت، اسلاميت، قانونیت او هوساينې مبلغين شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button