ذهني مانا

محمد مصطفی سمون

محمد مصطفی سمون
د ذهن مطالعې, په نولسمه پېړۍ کې د ازميښتي ارواپوهنې تر منځته راتګ پورې, په فلسفه پورې اړه درلوده. ویلهلم وونټ او شاگردانو یې پر نویو ازمایښتي لارو لاس پورې کړ؛ چې ذهني عملیات ښه مطالعه کړي. مگر څو پېړۍ چلنوال د ذهن له لیدلوري منکر وو.
ذهن څه دی؟
ذهن یو فزیکي جسم نه دی، په سترگو یې نه‌شو لیدلی، عکاسي یې نه‌شو کولای او په جراحۍ یې نه‌شو ترمیمولی. په وجود کې مو داسې څه نه‌شته چې ذهن مو تشخیص کړي، ځکه چې بدن او ذهن مختلف څیزونه دي. کله مو بدن ارامه او بې تحرکه وي، مگر کېدای شي ذهن مو ډېر مصروف وي. دا را ته څرګندوي، چې بدن او ذهن یو ډول هستي نه ده.
موږ انسانان ډله‌ييز ژوند کوو او تعامل لرو، د انسان اصلي ځانگړنه او توپیر له حیواناتو سره د ټولنیز چلن او دوه اړخیز تعامل له مخې دی. ظاهراً دغه ځانگړنه دې ته اړه ده، چې فرد پوه شي نور څنگه فکر کوي او څه احساس کوي دغسې ظرفیت د ذهن نظریه نومېږي.
ذهني حالتونه قصدونه، میل، هیلې، وېرې، انتظارونه، تصورونه او…… دي; چې د دې حالتونو درې مورده د تعبیر او تفسیر او د افرادو د چلن او وړاندوینې اصلي اړخونه دي. دغه درې مورده دا دي: میل (د فرد مشخصوونکې موخه ده), باور (د هغه څه له مخې چې فرد یې له بهر نړۍ پر اساس وړاندوینې کوي) ظاهرېدل (خلک چې څنگه وي، هغسې عمل نه کوي) (کازدین)
ذهني حالتونه: د انسان د چلن ډېری اړخونه درونې ذهني حالتونه وي لکه: غوښتنې او باورونه. سربېره پر دې ماشومان کولای شي، چې د نورو د ذهني چلن بنسټیزه وړاندوینه، تعبیر، تفسیر او توضیح وکړي. (سکول او لزلي)
فکر څه دی؟
تفکر یو ډول ادراکي فعالیت دی، چې په شعوري توگه له مغز څخه د بهر نړۍ د درک لپاره گټه ترې اخيستل کېږي او بیا موږ له فکر سره تصمیم نیسو، چې ځواب ورکړو. د مغزونو لاشعور مو تر اوسه فکر کوي، چې دغه برخه ادراکي چلن دی. مگر دغه هغه څه نه دي، چې موږ یې معمولاً تفکر نوموو. په طبیعي توگه تفکر د زنځیري وصلوونکو سینپټیک (د دوو عصبو د اړیکې ځای) دی.
فکر کول په ذهن کې یو کار ترسره کول دي. تفکر هغه پروسه ده، چې له موږ سره په تصمیم نیونه، برنامه جوړونه او د پایلې ترلاسي او د ښېگڼو او بد گڼو ترمنځ په تشخیص کې راسره مرسته کوي. تفکر د تخییل انتها ده، دا طریقه اوس هم ترسره کېدونکې ده، ذهن د یو څیز کنجکاوي له حده زیاته ښیي هغه څه چې ممکن نه دي. موږ د هرې پردې لپاره په خپل ذهن کې پلټنه کوو، چې یوې پایلې ته ورسېږو.
مغز څه دی؟
مغز یو پېچلی اندام دی، چې په کوپړۍ (د سر کاسه) کې پروت دی او دنده یې دا ده چې زموږ عصبي سیسټم مدیریت کړي. د مغز یوه برخه د مرکزي عصب (CNS) سیسټم دی، چې د کوپړۍ د مخکیني او پورتني سوري خواته پروت دی. مغز په شفافې مایع کې چې د مغزي مایع په نامه د نخاع په ډول د پاکو اوبو پر سر دی، له جسمي او ایمني اړخه د مغز ساتنه کوي.
د ذهن، فکر او مغز د تفاوت درک:
لږ به یې و ازمویو، د ښۍ گوتې په نښې سره خپل مغز ته اشاره وکړﺉ، اوس په هماغې گوتې سره خپل ذهن ته ټکان ورکړﺉ، ډېر ارامه نه دی موږ حتمي فکر نه کوو، چې مغز او ذهن یو ډول وي. موږ د احساسولو او خوب په اړه خبرې کوو.
دغه کړنې د ذهن د خبرو بېلگې دي، له ذهنې خبرو څخه په استفادې به موږ ویل چې (د اول ټولگي استاد مې ښه و پېژانده. عادي خبره نه وه، چې وروسته له دې مې هر څه را په ياد کړل) دغه مغزي خبره ده. دغه تعامل د ذهن او مغز ترمنځ موجود دی، ممکن د توجېه وړ نه وي. له دې ورهاخوا ذهن په ټولیز ډول د فکر مترادف، د احساساتو، خاطرو او زموږ د باورونو او چلن منشا بلل کېږي. دغه برخه له مادې نه ده جوړه شوې، مگر موږ د هغه په اړه فکر کوو او پوهېږو، چې دومره ځواکمن دی، چې نړۍ بدلولای شي.
کله چې موږ د ذهن بحث کوو، نو د استعارې او مجاز په اړه باید یادونه وشي. د استعارې موخه هم د تشبېه په څېر د نالیدلو کیفیتونو او یا د شاعر د ذهني جهان تصویرول او مجسم کول دي؛ په دې توپیر چې موږ په تشبېه کې یو شی د بل په څېر گڼو؛ خو په استعاره کې یو شی عین بل شی گڼو، په تشبېه کې سترگې د نرگس په څېر گڼل کېږي؛ خو په استعاره کې داسې فکر کېږي، چې نرگس د سترگو بل نوم دی. په دې لحاظ په استعاره کې د خیال پارولو او تصویرولو قوت تر تشبېه زیات دی او همدا وجه ده، چې استعارې ته اروپایان د تشبېهاتو ملکه وایي.
مفهومي استعاره: مفهومي استعاره ذهني دستگاه ده، ټول یې د ژبې ښودونکي نه دي بلکې په فرهنګ، هنر ادابو او نښو کې څرگندېږي. (کووچش) استعارې د اوزارو په توگه د دوو مختلفو فکرونو ترمنځ عمل ترسره کوي. ژبپوهان بیا وایي، چې په ذهن کې د استعارو موندل د ژبې د ښودونکو په طریقه وي. هغوی موجودې بېلگې په مفهومي جوړښت کې د ویونو او استعاري عبارتونو د شاهدۍ لوری د ذهني مفهومي استعارې په شتون تحلیلوي.
په ټولنیز، تاریخي او فرهنگي لحاظ کولای شي، چې ماهیت یې په نقشه کې توضیح کړي. مثلاً: ولې د یو ملت تاریخ د کيښتۍ او عمل له مخې پېژندل کېږي او د بل ملت تاریخ د کاروان او عمل له مخې؟ شاید دلیل یې دا وي، یو ملت د کیښتۍ له لارې او بل ملت د ځمکې له لارې سفرونه کول؛ نو له دې مخې د هغو ملتونو تاریخ مطالعه کېده.
د مجاز نقش: د استعارې نقش دا دی، چې یو مفهوم د بل مفهوم په بنا درک کوي. لیکاف او جانسون باورمند وو، چی دا کېدای شي، ژبنی یا غیرژبنی موجودیت وي او د بل موجودیت د دلالت لپاره, چې په هغه اړه ولري او کار ترې واخيستل شي, مجاز رامنځته کوي. مفهومي مجاز د مفهومي ارتباط پر اساس له بل مفهوم سره رامنځته کېږي.
د ذهني مانا په بحث کې له ذهن سره د تفکر تړاو ډېر اړین دی، ځکه چې تفکر د په کار اچونې یوه لاره ده، چې د یوې موضوع په اړه په ذهني چاپېریال کې ترسره کېږي.
وینا د تفکر په بنسټ :
له کلونو راهيسې بېلابېل لیدلوري رامنځته شوي، چې ځینې یې د پوهانو له خوا منل شوي دي. په دې کې یو د تفکر لیدلوری دی، چې له وينا څخه سرچینه اخلي؛ نو له دې مخې تفکر له وينا څخه جدا څه نه دي بلکې د وينا ډول دی، چې په لوړ غږ نه ویل کېږي. دغه وينا ده، چې زموږ تفکر کنټرولوي؛ خو تفکر زموږ پر وینا کنټرول نه لري.
ژبه د تفکر په بنسټ:
ساپیر ژبې ته د مستبد حاکم په نظر کتل، چې یوازې تجربه نه منعکسوي بلکې د هغه تعيینوونکی هم دی، چې ذهني تصورات او د نړۍ جزیيات پر موږ تحمیلوي. وورف چې د ساپیر شاگرد دی له ده سره همنظره و او ویل یې (ژبه يوازې پر صوتي علایمو د ذهني فکر د اړولو د بیاپنځونې اوزار نه دی، بلکې د ذهني فکر جوړونکې ده)
د ژبې او تفکر ترمنځ واقعي اړیکه:
که د ژبې او تفکر ترمنځ اړیکه وڅېړو؛ نو د ذهن د فکري نظام ریښه په هغو منابعو کې ده، چې له ژبې یې جدا کوي. یوازې هغه وخت د ژبې د پراخوالي امکان شته چې تفکر د ماشوم پر تجربو، څیزونو او په نړۍ کې پر رامنځته شويو پېښو او موقعیتونو ولاړ وي. د وخت په تېرېدو سره ژبنی کامل نظام د تفکر په واسطه رامنځته کېږي. څو پېړۍ پخوا جان لاک دغه فکر وړاندې کړ. د ژبې او تفکر ترمنځ اړیکه داسې ده، چې تفکر له ژبې خپلواک دی. مگر ژبه د تفکر محصول دی، فرضاً همدا اړیکه. نو ژبه اساسي نقش لري; په اصل کې د ویلو او فکر د تبادل وسیله ده.
د انتزاعي ویونو( لغتونه) زده کول:
ماشومان د ویونو په مانا د پوهېدو لپاره ژر د تولید او درک شویو انتزاعي ویونو لوري ته ورځي. هغه ویونه چې احساسات (لوږه، رنځ، لذت) او پېچلي مفاهیم (درواغ، ریښتينولي، حدس) بیانوي. د دې ډلې ویونه زده کوي. مگر دغه ویونه څنگه زده کوي؟ په قطعي توگه دغه زده کول د ساده تداعي یوه وينايي بڼه ده لکه : (سپی) چې په خپله ( سپی) نه دی رامنځته شوی. ځکه احساسات او مفاهیم د ماشوم په چاپېریال کې شته، چې ماشوم هغه د سپي په شان ننداره کړي. متفاوتې ذهني تجربې لري. ماشوم که غواړي، چې انتزاعي ویونه زده کړي, نو دا د وينا د نندارې, د موقعیت او چاپېریالي پېښو او نورو سره د تړاو ورکولو تجربې او ذهني پروسه ده.
د الفاظو او فکر اړیکې:
هغه کلمې چې په نښو مشهورې وي ممکن خپله اړیکه له څیزونه سره وساتي. کله چې موږ (څوکۍ) وایو؛ نو د اورېدونکي ذهن ته لرګینه، اوسپنیزه، پلاستکي یا هم د منصب، مقام انځورونه ذهن ته راځي. مګر د غیر مادي چارو لپاره د کلمو مانا ډېر توپیر لري، مثلاً: مذهب، دیموکراسي او ازادي; هر کلمه د ویونکي او اوريدونکي په مغز یا په مختلفو اورېدونکو کې دوه یا څو متضاد ذهني تصور رامنځته کوي. لکه د مذهب په کلمه کې. مذهب ‎_ نښه _ مفهوم { اخلاق- ټولنه }
{ ژبه – کورنۍ}
ذهني مانا د ژبپوهنې مهم بحث دی، چې د کلمې پر ذهني پروسه باندې راڅرخي; کله چې موږ څه اورو له درېيو مرحلو یې تېروو: په لومړۍ مرحله کې یې درک کوو, په دویمه مرحله کې مفهوم ترې اخلو او په درېیمه مرحله کې ترې مانا څرګندېږي.
په ذهني مانا کې د ټولنې عمومي افکار او ټولنیز ژوند مطالعه کول مهم دي، ځکه ټولنه د انسانانو مجموعه ده، د همدې مجموعې له مخې يې ذهني چاپېریال څېړل کېږي.
شافر وایي د ټولنې پېژندنه په دې مانا ده، چې خلک د خپلو او نورو د افکارو، احساساتو، انگېزو او چلن په اړه څنگه فکر کوي. د فلاول او میلر (۱۹۹۸) له نظره د ټولنې پېژندنه په دې مانا ده چې د افرادو پېژندگلوي د پوهې او کړنو له مخې وشي.
د ټولنې سمه پېژندنه له ټولنې بهر نړۍ او رواني اړخ دی, نه منطقي، ریاضيکي او فيزیکي نړۍ, او که څه هم چې دغه نړۍ په ښکاره توگه پر افرادو اغېزه کوي.
ماخذونه
۱: افراشی، آزیتا. (۱۳۹۵), مباني معناشناسی شناختی، تهران: انتشارات پژوهشگاه علوم انساني مطالعات فرهنگی.
۲: تاگارد، پاول. (۱۳۹۱), درآمدی بر علوم شناختی ذهن، (رامین گشایی) تهران: انتشارات سمت.
۳: درمل، احسان الله. ( ۱۳۹۵), شعرستان، کندهار: بېنوافرهنگي ټولنه.
۴: ستاینبرگ، دنی. (۱۳۹۵), درآمدی بر روانشناسی زبان، (دکتر ارسلان گلفام) چاپ دهم، تهران: انتشارات سمت.
۵: د علي مشهدي مقاله “نظریه ذهن”.
۶:کیوان کاری مقاله “تفاوت ذهن، فکر و مغز”.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button