د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

ليکنه: ریاض مقامزی
شلمه او يوويشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ او اوج پېړۍ ده. په دې موده کې د ټکنالوژۍ دنیا د سترو او حيراونوونکو بدلونونو شاهده وه. یو له دې لاسته راوړنو د ګرځنده موبایلونو او انټرنيټ پيدا کېدل دي.
موږ د ورځنيو چارو د ښه سمبالښت او چټکۍ لپاره اړ یو، چې له موبایل او انټرنيټ څخه ګټه واخلو. مګر دغه ګټه بې زیانه هم نه ده. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو.

۱ ـ په موبایل کې غږېدل کم کړئ!

څېړنو ښودلې ده، چې که تاسو په موبایل کې له دوو دقیقو ډېر غږېږئ ستاسو ماغزه د موبایل د شعاوو تر تأثير لاندې راځي، که څه هم دغه شعاع ډېره لږه ده، مګر تکرار یې ستاسو حافظې ته یو جدي خطر پيدا کولای شي.

۲ـ ماشومان له موبایل څخه لرې وساتئ!

په هېڅ وجه خپل ماشوم ته ځانګړی ګرځنده موبایل مه اخلئ. ځکه چې د ماشومانو ماغزه د ودې په حال کې وي او ډېر ژر د موبایل د خطرناکو څپو تر تأثير لاندې راتللای شي، چې ډېر هېښوونکی دي. نو له اړتيا پرته هېڅکله ماشومانو ته موبایل هم مه ورکوئ!

۳ ـ موبایل مو د پتلون جېب کې مه ګرځوئ!

که تاسو په کور او یا دفتر کې یئ، نو غوره خبره ده، چې موبایل بېخي له جېبه لرې کړئ. پر مېز او یا کوم بل ځای کې کېږدئ. خو که په سفر کې یئ او مجبور یئ چې موبایل له ځان سره وګرځوئ نو بیا د پتلون جېب پر ځای کوم بل ځای وټاکئ. ځکه چې د بدن ښکتنۍ برخه نسبت برنۍ ته د موبایل ضرري شعاوې ژر جذبوي. څېړنو ښودلې ده، هغو خلکو چې د پتلون په جېب کې یې موبایل ګرځاوه، ۳۰% سپرمونه یې کم شوي وو. په همدې اساس ويلای شو، دا کړنه کولای شي تاسو د بې اولادۍ له ستونزې سره مخ کړي.

۴ ـ پرېږدئ، چئ لومړی اړيکه ټينګه شي

کله چې تاسو کومې شمېرې ته زنګ وهئ غوږ ته یې مه وړئ. پرېږدئ، چې لومړی زنګ تېر شي او مقابل کس یې اوکی کړي، له هغه وروسته موبایل خپل غوږ ته نږدې کړئ.
که همداسې وکړئ تاسو له کموو شعاګانو سره مخ کېږئ، چې په دې توګه د خطرناکو شعاوو خطر کمېږی.

۵ ـ موبایل له ځانه لرې وساتئ

که ويده کېږي نو غوره ده، چې موبایل له خپل ځانه لرې کړئ. ددې ګټه دا ده، چې د الکترومقناطیس له څپو لرې پاتې کېږئ. که تاسو په مسلسله توګه د الکترومقناطیس د قوي څپو تر تأثير لاندې راشئ نو ډېر ژر به د اظطراب، بې خوبۍ، د سترګو سوځېدل، اسټریس او ګڼو نورو روغتيايی ستونزو سره لاس و ګرېوان اوسئ.

۶ ـ موټر او ګرځنده موبایل

دا چې ګاډی چار چاپېره له فلز څخه احاطه شوی دی نو الکترو مقناطیسي څپې په کې تر هر بل ځای ډېر چټک وي او بدن زیانمنوي. کله چې په موټر کې یئ کوښښ وکړئ موبایل بند وساتئ.
همدارنګه په موټر کې د اوږدې مودې لپاره د موبایل کارول مو زړۀ بدوالي، ګنګسيت او سردرد ته لاره هوارولای شي.

په ټوله کې زموږ وړانديز دا دی، چې د موبایل کارول بېخي کم کړئ. همدارنګه په موبایل کې غږېدل له هر څه ډېر خطرناک وي. کوښښ وکړئ د زنګ پر ځای له پيغامونو څخه ګټه واخلئ. خپلې ستونزې د میسج له لارې هم حل کولای شئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button