ننګرهار وژغورئ

ننګرهار وژغورئ

له څه مودې راهیسې د ډیورند لیکې ته څېرمه د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې وسله وال په جګړه بوخت دي. دغې افراطي ډلي په دې وروستیو کې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې سخت ظلم پيل کړي. هغوی د یو شمېر عامو خلکو کورونو ته اور اچولی او د افغاني او اسلامي کلتور خلاف کړني کوي. په دې وروستیو کې داسې وېډیوګاني خپرې شوي دي چې داعش د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونو ته اور اچوي او خلک په پټه له غرنیو لارو ځان باسي. په ننګرهار کې د داعش تر نفوذ لاندې سيمو خلک خپلي خوشالۍ هم نه شي لمانځلای او که کوم چا د زوی د پیدایښت او واده په خوشالیو کې ډزي وکړې د داعش کسان ورځي او خلکو ته د ظلم نهايي مجازات ورکوي.

دلته د داعش کړنې د ظلم او بربریت تر ورستي حده رسيدلې او داسي ظلمونه کوي چې تر اوسه یې په نړۍ کې ساری نه لیدل کيږي. شا او خوا میاشت وړاندې دلته داعشيانو د سيمې یو شمير اوسيدونکي په ماینونو والوزول. يوه ورځ يي تازه زيږيدلی ماشوم په منځ دوه پړکه کړ او د مور او پلار د سترګو په مخامخ يي څيرې کړ. بيا یي پلار ورته د نورې کورنۍ په مخ کې د پیکا په ډزو شهيد کړ. تاسې خپله قضاوت وکړۍ چې دلته امنیت په نوم څه شته او که نه؟ ددې سيمې خلک خوندي دي او خیر خیریت دی او که د داعش وحشت د اوج تر کچې رسيدلی؟

د افغانستان ملي امنیت، کورنیو او دفاع وزارتونو؛ که څه هم د داعش پر وړاندي یو ځانګړی ځواک جوړ کړی چې په ځینو برخو کې یې لاسته راوړنې هم درلودلې خو په ټوله کې تر اوسه نه دي توانېدلي چې په ننګرهار کې د داعش رېښې وباسي.

میاشتې کيږي چې ددغې سيمې خلک د داعش کفري ډلې وحشت او بربریت په ځان تيروي خو څوک نشته چې څوک يي د فریاد چيغې واوري. خو اوس چې په وروستيو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د یادې جرګې لومړي مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير د یادې افراطي ډلې اړوند غږ اوچت کړی او د ځپلو لپاره يي مټې رانغاړلې دي؛ د نوموړي په وينا د حکومت لخوا ورته خنډونه جوړيږي. ولې؟ دا سيمه د افغانستان پورې اړونده ده او که نه؟ ددې سيمو خلکو د ګډ حکومت مشرانو ته رایه ورکړې ده او که نه؟ دا خلک په حکومت حق لري او که نه؟

تيره ورځ ظاهر قدیر حکومت په ننګرهار کې د داعش د امنیت په ساتلو تورن کړ او زیاته یې کړه چې د ننګرهار  د ولسونو ناموس خوندي نه دی، خو امنیت شورا نه پخپله اقدام کوي او نه هم دوی عملیاتو پریږدي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر چې له اوږدې مودې وروسته د دوشنبې پر  ورځ په جرګې کې راڅرکند شو، ادعا وکړه چې د ولس ناموس یې نه دی خوندي. نوموړي په ښکاره حکومت د داعش پر ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه، داعش ځينې کورنۍ کډه کولو ته اړې شوې وې خو حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی او د هغوی د تګ مخه یې نېولې.

په ورته مهال بیا دولتي چارواکو په یوه خوله د قدیر څرګندونې غیر مسؤلانه و بللې او پر نوموړي يي د مليشه جوړونې تور پورې کړ. دوی ټينګار کړی چې هیچا ته به په هیواد کې د شخصي مليشه جوړونې اجازه ورنکړي. دا سمه ده چې ملېشې د امنيت د ټینګښت پر ځای امنيت ګواښي خو د مليښه جوړونې سره باید مخالفت په ټول هيواد کې یو شان وي؛ داسې نه چې د هيواد په شمال کې د سيمه ایزو پوليسو او یا هم پاڅون کوونکو په نوم شخصي مليشې جوړوي خو دلته دې په دې موخه د داعش افراطې ډلې سره د مبارزه کوونکي مخنيوی کيږي چې ګويا شخصي مليشې جوړوي. که حکومت په رښتیا هم د مليشه جوړونې سره مخالف وي نو باید په ټول افغانستان کې يي پاليسي او ستراتيړي يو ډول وي. اصلاً د حکومت مسوليت دا چې د خلکو د سر، مال او ناموس ساتنه وکړي، که چيرې د خلکو سر، مال او ناموس له خطر سره مخ وي نو بیا ليرې نه ده چې نه یوازې د ننګرهار ولسونه بلکه ټول هيوادوال به د خپلې دفاع او ناموس د ساتنې په خاطر په خپله اقدام وکړي او يو ځل بيا به ټوپک په لاس واخلي.

لیکنه : خوشحال آصفی

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د هوږې په اړه ګټور مالومات

نظام اتل لومړۍ کړنلاره: ۱۱: څلور پلیه اوږه سپینه کړئ، مېده مېده یې کړئ او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوئ، دوه کاشوغې...

د سولې فضیلت

ګل آغا احمدي وردګ صلح په عمومي توګه د انسانانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو نیکو کارونو څخه ګڼل...

د حضرت محمد(ص) مبارک شخصیت د ارواپوهنې په رڼا کې

پوهنیار مصطفی صفا د شخصیت کلمه مخکې له دې چې په ارواپوهنيز ډول وپيژندل شي، په ورځني ژوند کې هم زیاته استعمالېږي او ټول ورسره...

پردی فکر

نور سعید څپېړه د ښځې پر غوږ ولګېده. د سړي د درانه لاس ورغوی یې پر غوږ او څپک یې د سر پر کیڼه برخه...

د بیان د آزادی او زغم تړنه او غربی منافقت

هم آزادی او هم زغم اسلامی ارزښتتونه دی چه اوس غربیانو غلاکړی او بیا یی مسخ کړی دی. په اسلام کی آزادی د فردی...

ښکلې ماڼۍ

م. ظریف عنایت زی لنډه کیسه زموږ په سیمه کې دغې لوړې درې پوړیزه ودانۍ چې په سپینو مرمر ډبرو سینګار شوې پر لاره يې د...

مور مې مريضه ده

لیکوال : محمد اسمعیل څپه د پنځو زامنو مور د کور په دروازه چې ننوتلم ټولو ماشومانو پاکې جامې اغوستې وې . ماشومان مې رانه...

له بدو کارو د مخنيوي اهميت

مولوي عصمت الله عزام بسم الله الرحمان الرحيم نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد : له بدو کارونو منع کول يو اړين او...

Recent Comments