د اوو (۷) میوو پوستکي مه بي ځایه کوئ بلکي په ګټو يې ځان خبر کړئ

بخت الرحمن شرافت

میوې د الله هغه نعمتونه دي چې له بې شمېره غذايې موادو څخه ډکي دي، خو ځیني داسي میوې هم شته چې نه یواځي خپله میوې بې شماره فائدې لري بلکي د هغو هغه خوروکي (پوستکي) چې مونږ یې یا خو غورځوو او یا یې حیواناتو ته ورکوو، هم یو شمیر خاص فائدې لري، د اوه قسمه میوو د پوستکو فائدې په لاندي ډول دي:

دمالټې پوستکي: دمالټې پوستکي ددې تر څنګ چې خوړل يې د وزن په کمولو کې رغنده رول ادا کوي، د انسان د پوستکي رنګ روښانه کوي، د قبضیت او تنفسي ناروغیو په مخنیوي کې ښه برخه لري همدارنګه د زړه او سرطان ناروغیو په لري کولو کې هم دپام وړ رول ادا کوي.

د کیلې پوستکي: کچیري مونږ څو ځلي پرلپسې خپلو غاښونو باندي دکیلې پوستکي وموښو وبه وینو چې غاښونه مو څومره سپینوالی ښیې، او همدارنګه د سوځیدو په حالت کې که پر سوځیدلي ځاي باندي د کیلې پوستکي کښیږدو ورسره مو درد کمیږي او د ارام احساس کوو.

دهندوانې پوستکي: له دي سره سره چې دهندوانې پوستکی دحیواناتو لپاره غوره خوراک ده او مونږ چې کله هندوانه پیدا کړو نو ژر يې دننه برخه وخورو او پوستکی يي لري وغورځوو، خبر نه یو چې د هندواني پوستکي دحیواناتو دخوراک په څنګ کې دانسانانو لپاره هم دپام وړ ګټې لري.

دهندوانې پوستکي هم د وزن په کمولو کې ښه رول ادا کوي، او که يې چیري خپل بدن باندي وموښو دبدن خیرې به مو له منځه یوسي او هغه خلګ چې دبدن دپوستکي له وچوالي څخه سر ټکوي که دهندواني پوستکي خپل بدن باندي وموښي جلد به يې ورسره لوندوالی پیدا کړي او د بدن د جلد مړه برخه به ورسره نوی ژوند پیل کړي.

د انار پوستکي: د انار پوستکي د ځوانۍ دانو او همدارنګه دبدن سوروالي او ګرمي لري کولو، د ويښتانو د تویېدلو او د سر د خانګرو په لري کولو کي ښه ونډه لري، د زړه د ناروغیو، د حلق د التهاب ، دهډوکو او غاښونو په ټینګوالي او همدارنګه د کولمو په روغوالي کې ښه رول ادا کوي.

د بادرنګ پوستکي: د بادرنګ پوستکي ټوله نړۍ کې په دې پیژندل شوی چې ډېر فایبر او لږ کیلوریز لري، د قبضیت په لري کولو، د وزن په کمولو لویه ونډه اخلي او دا چې د بادرنګ پوستکي په ډېر مقدار سره ویټامین (A) او (K) لري، نو د وینې د کلکوالي په مخنیوي کې ښه کار کوي، همدارنګه د هډوکو په مضبوطوالي کې هم ښه رول ادا کوي.

د سیب پوستکي: د سیب پوستکي پر داسي کیمیائي موادو باندي مشتمل دي چې د سرطان د ناروغي د خلیو په له منځه وړلو کې ډېر ژر کار کوي او د بدن د معافیتي نظام (IMMUNE SYSTEM) په تقویه کولو کې ښه رول لري، او د سیب په پوستکي کې د اورسولیک اسیډ په نوم مواد موندل کیږي، چې د وزن په کمولو کې ښه کار کوي.

د لیمو پوستکي: د لیمو پوستکي ته باید د انسان جسم دجراثیمو د لري کولو او د بدن مرطوب ساتلو صابون نوم ورکړو، خو د دې تر څنګ چې دلیمو استعمال بدن پاکوي پوستکی نرم ساتي، نورې ډېرې ګټې هم لري، لکه دخولې بد بويي لري کول د وریو التهاب پاړسوب له منځه وړل، دهډوکو کلکول، دزهریاتو ختمول او همدارنګه دسرطان او تسنج ناروغیو په مخنیوي کې ښه نوم لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button