په غوړو کې زیات سره شوي خواړه عمر لنډوي

ډاکتر رحیم

ډاکتر رحیم

وریت شوی چرګ، کب، چپس او پکوړي ښایي ډیرو ته خوندور خواړه وي، خو یوه څېړنه ښيي چې د دغو خوړو دوامداره او زیات استعمال ناوړه روغتیایي پایلې لرلی شي.

په دې څېړنه کې ښودل شوي چې په ځانګړي ډول هغه ښځې چې په اوونۍ کې تر یو ځل زیات وریت شوي خواړه (چرگ یا کب) خوري د زده په ناروغیو باندې د اخته کیدو چانس یې زیات دی.

د دې څیړنې لوړپوړي څیړونکي وي باو، چې د امریکا د ایوا ایالت د عامې روغتیا د پوهنتون استاد دی ویلي دي چې د زیاتې سرې شوې غذا خوراک په قلبي او د رگونو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي، ژوند لنډوي او کیدای شي د مړینې سبب شي.

ډاکتر باو او همکارانو یې په دې څیړنه کې د “ښځو د روغتیا د نوښت” اړوند معلومات څیړلي دي. د ښځو د روغتیا نوښت یو څیړنیز پروگرام دی چې د امریکا د حکومت له لورې تمویلیږي او د هغو ښځو د قلبي، سرطان او نورو ستونزو باندې تمرکز کوي چې عمر یې د “میاشتنۍ ناروغۍ” له وخت نه اوښتی وي.

په دې څیړنه کې د ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۸ پورې د نژدې ۱۰۷ زره ښځو څخه چې عمر یې له ۵۰ تر ۷۹ پورې و د هغوی میاشتني ناروغي، غذایي رژیم او روغتیایي ستونزو په هکله پوښتنې شوې دي. وروسته څیړونکو دغه کسان تر ٢٠١٧ کال پورې څارلي دي.

د دغو دوه نیمو لسیزو په ترڅ کې په څیړنه کې شاملې ۹۳۲۰ ښځې د زړه ناروغۍ، ۸۳۵۸ ښځې د سرطان او ۱۳۸۸۰ ښځې د نورو ناروغیو په وجه مړې شوې دي.

پوهانو موندلي هغو ښځو چې سرې شوې غذاگانې یې زیاتې خوړلې په قلبي ناروغیو اخته شوي دي. د گډون کوونکو له دریو څخه یوه برخه چې په اونۍ کې یې یو یا دوه ځله سرې شوې غذاگانې خوړلې د بدن وزن یې زیات و.

له دې سره سره پدې څیړنه کې د شاملو پوهانو په وینا دغه نوې موندنې یوازې د امریکا په متحده ایالاتو پورې مربوطې دي او نه شي کیدای چې هغه د ټولې نړۍ په اړه وگڼل شي، ځکه د هغوی په وینا هر هیواد او هر کلتور د غذا د سره کولو ځانگړې لارې چارې لري.

په اسپانیا کې یوې ورته څیړنې د سرې شوې غذا او مړینو ترمنځ هیڅ اړیکه نه ده ښودلې، ځکه په اسپانیا کې زیاتې غذاگانې د زیتونو په غوړیو کې سرې کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button