نظامونه په څو ورځو کې نړيږي؟

عبدالوحيد وحيد

دا واقعيت دى چې نړول اسانه، ارزانه او لږ وخت ته اړتیا لري او جوړول او رغول همت، ظرفیت، وسائلو، بشري ځواک او امکاناتو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه د جنګ په حالت کې د نړولو لپاره ټول اړین امکانات شتون لري. يو انسان د شلو پنځه ويشت کلونو اوږد وخت کې د مادي امکاناتو، ښو ښوونکو، ښو ښوونځيو او د ښه پوهنتون شتون ته اړتیا لري چې ټولنې ته د چوپړتياو د وړاندې کولو وړ وګرځي، خو په جګړه کې يوه يا دوه ثانيې هم بسنه کوي چې ونړيږي.

هغه نظام او بنسټونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د خورا لوړو ځاني تلفاتو او مالي لګښتونو په ورکولو جوړ شوى وو، که څه هم په بادى النظر داسې ښکاري چې د طالبانو لخوا د څو ورځو په اوږدو کې ونړول شو، خو شک نشته چې د نظام د نسکوريدو پړاوونه درې کاله وړاندې د پخواني ولسمشر اشرف غني لخوا د ولس په رايو باندې د دوهم ځل لپاره معامله کول، په ارګ کې د غلو د ځاى په ځاى کول، د ملت کور د فساد پربنسټ بدلول، د فضلي او محب لخوا د وزيرانو ګواښل او بليک ميل کول، که کوم وزیر به سرغړونه کوله نو ورته دوسيه جوړول او د عائداتي برخه به يې له وزارت څخه جدا او په ارګ پورې تړل، په ارګ او امنیتي سکتور کې د فساد پراخېدل د سقوط مختلف پړاوونه وو؛ تر څو د طالبانو يو تهاجمي بريد د نظام تر بنسټونو لاندې لا دمخه ايښودل شويو باروتو ته د چاودون ورکولو له امله د نسکوريدو اخري مرحله بشپړه کړه.

د فساد په برخه کې د پخوانیو جنګسالارانو او ارګ ميشتو پيراشوټي فاسدو چارواکو ترمنځ د فساد په موخه د اختياراتو ستونزې رقابت او له يو بل څخه د وړاندې کيدو مقابله د نظام د نسکوريدو عمده لاملونه ګڼلى شو. زه د هغو خلکو له شننو او انګېرنو سره سخت مخالف يم چې غني ته د قومي اجنډا حامل شخص خطاب کوي. نوموړي نه قوم پيژند، نه ملي ارزښتونو ورته اهمیت درلود او نه هم په ديني مقدساتو پسې ګرځيده.

غني يو ځان خوښى امتیاز غوښتونکى په واک مين شخص و چې بل هرڅه يې د واک لپاره قربانول. نوموړي د واک له انتقال څخه د نظام نړول غوره وګڼل او له واک څخه د لاس په سر کيدو سره سم يې هېواد د تباهۍ د کندې په سر ودراوه. د نوموړي ترڅنګ راټول شويو ټولو اشخاصو (استثنا به پکې نه وي) د پيسو له ګټلو او له عياشي کولو پرته هيڅ ډول د وطندوستۍ احساس، اجنډا او موخه نه درلوده.

د ارګ لوړپوړي مامور وحيد عمر د سکې يو اړخ راسپړي. د ولسمشر غني د سياسي او امنيتي وضعیت د څيړنې او ارزونې وړتیا کنايتاً سلبوي او د محب کريکتر ته د شک په سترګه ګوري خو په ډېرو نورو موضوعاتو باندې سترګې پټوي. سليقه کاروي او يوازې ځان سپينوي. که نوموړى ريښتيا وايي نو يوې تلويزوني مناظرې ته دې تيارى وښئي. د ځینو خطرناکو مرموزو څيرو په مبهمو او پيچلو کړنو باندې سرسري تېرېږي.

شايد نوموړى ولس ته داسې ذهنيت ورکول غواړي چې هر څه په دوه اويا ساعتونو کې له منځه لاړل، خو نه پوهيږي چې ملت ته د نظام د يقيني سقوط يا هم اسقاط (سقوط ورکول) څرکونه او شواهد د ولسمشر غني د ځينو لوړ پوړو ګمارنو له هر چا سره د خشن چلن کولو له امله په څرګند ډول معلومېدل. د سقوط اخري دوه ايا ساعتونه د اجرائیوي پړاوونو اخري څپرکى نندارې ته وړاندې کوي.

په کور دننه تيت او پاشلى حکومت، په لوړو نظامي او ملکي پوستونو باندې د نازدانه ګانو ګمارل، د ولسمشر احساساتي پرېکړې، د واک انحصار، فساد، د ارزښتونو حساسیتونو او نزاکتونو په مورد کې د حاکمې ډلې نابلدتيا د سقوط هغه نور لاملونه ګڼلاى شو.

طالبانو د نظام په نسکورېدو د خوښۍ څرګندونه وکړه، خو شايد اوس پوه شوي وي چې نړول اسان او جوړول خورا ګران کار دى. که د اسلامي امارت لخوا د بيا رغونې پروسه په اوسنى کچه دوام مومي نو کيداى شي موږ په څو لسيزو کې هم له نړېدو مخکې حال ته د رسيدو وړتیا پيدا نکړاى شو. نپمګړتيا مو داده چې موږ مخکې نړول کوو بيا د جوړولو په برخه کې فکر کوو او امکانات ورته لټوو، خو دا هرڅه هر وخت نه موندل کېږي. کاش! موږ مخکې ژور فکر کولاى بيا لاس په کار کيداى.

په درنښت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button