ناهیلو ته لیک، تاسې بریالي کیږئ

رحمت الله ابرار

رحمت الله ابرار
بریا او ناکامي دوه ضد کلمې دي، یوازې ځینې پوښتنو ته ځواب مو بریا ته رسولای شي، راځئ تر ټولو اول له دې پوښتنو سره اشنا شو چې ښکاره کول یې اړین دي او که ناځوابه پاتې شوې نو یقیناً د ژوند د بې خوندۍ او نا ارامۍ یو لوی سبب کیدای شي، برسیره پردې، د ټولنيز ژوند د ناکامۍ یو عمده لامل هم بلل شوې دي، چې مهمې یې دا دي:
د نوي کار په پیل کې ولې وېرېږو؟ بهانې جوړوو او دا مو څومره وروسته پاتې کولای شي؟
ولې ناهیلي کیږو؟

پیل یې د کویلو پردې وینا کوو:

” له نکامۍ څخه وېره مو مستقیماً نکامۍ ته رسوي.”

که د نړۍ په هر کونج کې انسانان وپوښتل شي چې تاسې ولې یو کار نه پیلوئ او د هدف په لور نه روانېږئ؟
له ډېرو به دا ځواب اورئ چې موږ پوره وخت نه لرو، ددې وړتیا نه لرو، جرآت نه لرو، له ناکامۍ وېرېږو، زموږ عمر ډېر دی، د کار کولو وړتیا نه لرو، پیسې نه لرو، زموږ فکري قوه کمزورې ده، خلک راپسې خاندي…

خو دا په ذهن کې وساتئ چې د ژوند په اوږدو کې دا هغه وژونکي بهانې او کلمې دي چې هیڅ رښتینی وجود نه لري، خو د ډېرو ژوند یې دوزخ ته ورته کړی دی، که دا بهانې مو ددې لنډ ژوند ملګرې کړې، بیا تاسې له پرمختګ ځانونه ډېر لرې ساتئ او یو څو ناکام فکرونه مو د ژوند حرکت او بریا در څخه اخلي، هغوی چې دې بهانو ته لبیک وايي نو دې یو ناکامه ژوند د کولو قوي ارادې په ذهن کې لري، ددې بدو جملو د له منځه وړلو لپاره ضرور ده چې همدا نن پورته شئ، هدف مو روښانه کړئ، پلان جوړ کړئ او کار پیل کړئ، که مو ذهن ته پورته بهانې راتلې، نو هماغه شیبه یې رد کړئ، دا بدې ځانګړتیاوې نور مه خپلوئ، ځانونو په واټن کې ترې وساتئ، بس همدا یو غوره پیل او لار ده.

که تاسې هره برخه غوره کړې وي باوري یم چې دا وېره مو لرله او که کنټرول یې نه کړئ شاته پاتې کیږئ!

د ادبیاتو انګلیسې برخې په ټولګیو کې مې د څېړنې لپاره ټول پوښتنې وویشلې، چې د هغو پوښتنو یوه مهمه پوښتنه دا وه چې، تاسې وې ژبه ښه نشئ زده کولای؟

د ډېرو ځواب دا و چې دوی پوره جرأت نه لري، وېره لري، شرمیږي، که غلطې جملې ووایي، نو ټولګیوال به پسې وخندي، د ټولګي په مخ کې خبرې نشي کولای، سیمینار نشي وړاندې کولای، همدا ددې لامل کیږي چې دوی په ټولګي کې کم فعالیت کوي چې ددې لامل کیږي چې دوی په څلورو کالونو کې هم ژبه نشي زده کولای، خو هغوی چې پر دا وېره برلاسي وو، د ژبې د استعمال ښه وړتیا یې درلوده او د دوی سره یې توپیر څرګند و.

د علي کیلي پر وینا “که تاسې یې په ذهن کې وبایلي، نو د ژوند په هر میدان کې یې هم بایلئ.” هغوی چې ذهني وېره او ډار ختم نه کړي، ضرور له ستونزو سره مخامخ کیږي او که لڼډ ووایو نۀ بریالي کیږي.

که چیرې دا پوښتنې او وېره په ذهن ساتئ چې دا کار سخت دی، نشم یې کولای، استعداد نه لرم، عمر مې زیات دی، نو ورته پایلې به هم ګورئ، ځکه هغه څه چې په ذهن کې پلان کیږي په ورځني ژوند کې عملې کیږي هم، نو د ددې پر ځای دا جملې وکاروئ:

زه دا وېره کنترولولای شم، دا کار ډېر ساده دی، زه ددې وړتیا لرم، کولای یې شم، پیل یې کړئ او وګورئ چې پایلې یې څومره خوندورې او رښتیني دي، شرط دا دی چې دا هر څه تاسې په یو پیل سره کولای شئ او همدا اوس یې د کولو پرېکړه وکړئ.

همداسې که د ژوند په هر اړخ کې دا وېره کنټرول نه کړئ نو د ټولنېزې لوېده څرګند لامل مو کیدای شي.
راځې د دوهمې پوښتنې په اړه وغږېږو او وپوښتو چې:

ولې ناهیلي کیږو او پایلې یې څه دي؟

ډېر انسانان له دې امله ناهیلي کیږي، چې د دوی پایلې ډېرې ځنډیږي، کله چې انسان مبارزه کوي او پایلې یې ډېر وخت نیسي، نو په دې صورت کې انسانان فطرتاً له مبارزې لاس اخلې، کیدای شي چې دوی خپل هدف ته خورا نږدې شوي هم وي، هغوی چې په دې حالاتو کې استقامت وکړي حتمن بریالي کیږي، راځئ له دې سره تړلی یو حقیقت ولولو!

په ختیځ چین کې د بامبو په نوم یوه چینایي ونه شتون لري، کله چې وکرل شي وده یې پنځه کاله وخت نیسي، مجبور یئ دا ونه هره ورځ اوبه کړئ، سَره ورکړئ او دا کار به پنځه کاله کوئ.

ولې پوهیږئ؟

دا تر پنځم کال پورې هیڅ وده نه کوي، خو کله چې پر وده پیل وکړي، په پنځو اونیو کې ۹۰ پوټه لوړیږي (وده کوي)، سوال دا دی چې ایا دا وده په پنځو اونیو کې ترسره شوې که په پنځو کالونو کې؟

که ځیر شو، نو پوهیږو چې ونې وده په پنځو اونیو کې نه بلکې په پنځو کالونو کې ترسره کړې ده. ځکه که دغه ونه د پنځه کالونو په ترځ کې هره ورځ اوبه نه شي، سَره ور نه کړل شي، سالمه ساتنه او روزنه یې ونه شي نو په څو ورځو کې ونه له منځه ځي او وچیږي.

همداسې موږ هر یو خپل هدف رسېدلي یا خو نږدې شوي یو او باید پوه شو چې زموږ هڅې بې پایلې نه پاتې کیږي، او ممکن له هدف یوازې څو ګامه لرې یو، نو راځئ استقامت وکړئ؟ تاسې تر بریا رسیږئ. خو شرط دا دی چې ونۀ ویریږئ، پیل یې کړئ او ژر تسلیم او ناهیلي نشئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button