په دې کړنو سره خپل هاضمي سيستم سالم وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د هاضمي سیستم فعالیت ته په پام سره هېڅوک ددې دستګاه پر اهميت سترګې نه شي پټولی. د بدن د نورو اکثرو برخو روغتيا د معدې او د هاضمۍ سیستم له روغتيا سره تړلې ده. یعنې که تاسو د معدې تکلیف پيدا کړئ نو لرې نه ده، چې په ډېرې چټکۍ سره پر ځينو نورو ناروغيو هم اخته شئ.
له همدې امله مو اړينه وګڼله، چې تاسو ته په دې اړه لازمې لارښوونې ولرو.

۱ – کوښښ وکړئ د خولې او غاښونو پاکوالي او روغتيا ته ځانګړی پام وکړئ. ځکه چې غاښونه او خوله د هاضمي سیستم یوه برخه ده. که غواړئ معده او نور غړي مو سالم پاتې شي خپلو غاښونو او خولې ته خاصه پاملرنه وکړئ.
۲ – سالم خواړه وخورئ. هغه خواړه چې ستاسو معدې ته زیان رسوي، ځان ترې وساتئ.
۳ – د خوړو په مصرف کې نظم او ترتیب ته پام وکړئ. یعنې دا منل شوې خبره ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې درې وخته خواړه خوړل ستاسو معدې ته زیان نه رسوي. خو ددې درېيو وختونو په خوړو کې اندازې او وخت ته باید پام وشي. تاسو باید د سهار او ماسپښين په پرتله د شپې کم خواړه وخورئ.
۴ – خواړه سم وژوئ. تاسو باید هڅه وکړئ، چې خواړه په ښه شکل وژوئ. په دې توګه ستاسو معده سالمه پاتې کېږي. ځينې خلک ژر ـ ژر خواړه خوري او ډوډۍ سمه نه ژوي. نو ځکه خو ډېر ژر د معدې تکلیف پيدا کوي.
۵ – خواړه په مناسبه اندازه وخورئ. ډېر خواړه خوړل ستاسو معده خرابوي. روغتيا پالان غوښتنه کوي، چې د خوړو خوړلو په وخت کې مخکې له دې، چې ماړه شئ خواړه بس کړئ.
۶ – له هغو خوړو ځان وساتئ، چې ستاسو په معده کې ستونزه پيدا کوي. دا تاسو پورې اړه لري، چې پيدا کړئ! کوم خواړه مو د معدې درد پيدا کوي. ځکه چې ځينې خلک هر ډول خواړه خوړلای شي او ځينې نور بیا له ځينو خوړو پر وړاندې مقاومت نه شي کولای او معده یې په درد کېږی.
۷ـ آرام ذهن هم خورا مهم دی، که تر فشار لاندې یئ نو خواړه مه خورئ. روغتيا پالان وايي، خپل ذهني آرامي پر ځای کړئ، وېره او تشویش مو هېر کړئ او بیا د ډوډۍ خوړل پيل کړئ.
۸ ـ تنوع؛ په خوړو کې بدلون هم ستاسو هاضمي سیستم د روغتيا لپاره ډېره مهمه ده. تل یو ډول خواړه خوړل هم د معدې په زیان دی. کوښښ کوئ په غذايي رژيم کې بدلون حتمي کړئ.
۹ – له هغو اوبو چې په پاکوالي یې ډاډه نه اوسئ، مه څښئ. همدارنګه د نا مينځل شويو مېوو او سبزیجاتو له خوړلو هم ډډه وکړئ.
۱۰ – له اندازې ډېرو سرو کړو او یا هم خامو خوړو له خوړلو ځان وساتئ. ډېر سره شوي او یا هم خام خواړه مو د هاضمي سیستم په زیان دي.
۱۱ – ددې ترڅنګ د ډېرو سړو او ګرمو مايعاتو له څښاک څخه هم باید ځان وساتئ.
۱۲ – له الکولي مشروباتو، سیګرټ او مخدره توکو ځان وساتئ.
۱۳ – ورزش وکړئ! څېړنو ثابته کړې ده، چې ورزش د نورو ګټو ترڅنګ د هاضمي سیستم روغتيا هم تضمينوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button