Home سياسي او ټولنيزې ليکني ناروغه ډیپلوماسي او ګوډ مات ډیپلوماتان

ناروغه ډیپلوماسي او ګوډ مات ډیپلوماتان

هغه تیره ورځ مې امریکا غږ اشنا تلویزیون کتلو چې د افغانستان تکړه، خوږ ژبې، پوهه، مسلکي او تجربه لرونکي ویاندې میرمن لینا روزبه حیدري خبرونه ویل او د باراک اوباما د وروستي پریکړې اړوند چې امریکا غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې ۵۵۰۰ امریکایې سرتیري پریږدي؛ پر همدغه موضوع یې په امریکا کې د افغانستان سفیر ښاغلی حمدالله محب میلمه کړی و. ما اصلا دا ځوان له پخوا نه پیژانده او د زدکړو او کارونو اړوند مې کافي معلومات نه درلودل خو په ذهن کې مې دا و چې حتما کله چې د نړۍ دویم متفکر څوک په دنده ګماري او هغه هم د سفارت په کچه نو دا به د وړتیاوو، پوهې، تجربې، جرات، شهرت او محبوبیت، علمي اثارو او تخصص یو نمونه شخص وي؛ خو کله چې ژورنالیستې میرمن روزبه خپلې پوښتنې مطرح کړې؛ نو دغه په داسې رقم ځواب ویلو پیل وکړ چې زما توجه یې نوره هم ځانته راجلب کړه، ځوان د ژورنالیستې پوښتنو ته داسې ځوابونه ویل:

لمړۍ پوښتنه: شما در حالی وظیفه ای  خود را در سفارت افغانستان در امریکا آغاز می کنید که افغانستان و امریکا در یکی از اساس ترین سالیان تصمیم گیری در قبال تعهد این کشور به سمت افغان ها قراردارند شما این تصمیم امریکا را چگونه ارزیابی می کنید ؟

د سفیر ځواب: اول خو تشکر از ایکه ماره دعوت کردین سلام به بینده گای تلویزیون شما و به همکاران تان دوم ای به پاسخ جواب شما سوال شما بلی افغانستان شما طوریکه در جریان هستین تصمیم ره استقبال کرده ای تصمیمی نبود که تنا امریکا اعلان کرد تصمیمی بود که باد از ارزیابی دقیق که طرفی هر دو طرف هر دو جانب انجام دادند باد از او یک تصمیم گرفته شده نو به او اساس تصمیم را استقبلال می کنیم وفکر می کنیم که تا تا آخر تا سال 2016 یک کمک جدی بری افغانستان میشه و یک همکاری بسیار خوب هسته .

دویمه پوښتنه : ایا ما میتوانیم که تشدید اوضاع امنیتی در افغانستان و حملات طالبان را مرتبط به تعین این ضرب العجل بدانیم ؟

د سفیر ځواب : خوب شما میدانین که یک مملکتی دموکراتیک است امریکا ام یک مملکت دموکراتیک است ای حکومت شان وقتی زمانی رییس جمهور به ختم  می ایه می رسه و یک رییس جمهور نو میایه ای تصمیم که گرفته شده به اساسی گفتم که نیازمندای فعلی را در نظر گرفته و ما امید داریم که تا او وخت نیروهای امنیتی همو خلا های که فعلآ داریم او رم پوره کده باشیم و یک ضرورت از ای نباشه که باز ما به وجو ای چیزی شانه تمدید کنیم .

دریمه پوښتنه : شما آینده پروسه صلح افغانستان و نقش که امریکا میتواند در او ایفا کند چگونه می بینید ؟

د سفیر ځواب : خوب پروسه صلح یک هم خواهش مردم افغانستان است و یک نیازی بر افغانستان است و دولت افغانستان همیشه دروازی خود را به پروسه صلح باز نگاه کده و یک بسیار یک کوشش جدی هم انجام دادند همی سال اول خود شما شایدی از ای کوشش دولت افغانستان هستین پروسه صلح و بری فعلآ جنگ سری افغانستان تحمیل شده و ای جنگ ضرورت از ای ره جواب جنگ به جنگ داده میشه معنطا باز هم ما امید وار هستیم که پروسه صلح پیش بره .  

د سفیر ددغو لمړنیو ځوابونو په اوریدو نور مې نو حوصله تنګه شوه او ژړا راغله، نږدې و چې زړه مې وچوي نو د فکر بدلو په موخه مې چینل بدل کړ. له ځانه سره مې ویل چې په لسګونو ډاکټرانو د بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو متخصصین چې هر یو یې په لسګونه علمي آثار لري، په سلګونو ماسټرانو کې چې هر یو یې په لسګونو کاله تجربه لري او په زرګونو لسانسه کسانو کې چې هر یو يې په نړیوالو حقوقو او قونینو بلد کسان دي؛ نو آیا ښاغلي متفکر صیب په ټول افغانستان کې همدا یو کس پيدا کړ؟
متأسف یم؛ زه د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ کچې محصل یم او خپل ځان ته دا حق ورکوم چې ووایم؛ ما ستاسو په دغه سفیر کې هیڅ داسې معیار، ځانګړنه او هنر پیدا نکړ، چې باید یو فعال سفیر او ډیپلومات یې ولري. ما په خپل مسلک کې په لسګونو علمي او څيړنیزې مقالې لیکلي (نړیوالې اړیکې) او په خپل مسلک کې مې په سلګونو کتابونه مطالعه کړي، همداراز د ډيپلوماسۍ په الفبأ ښه پوهیږم او په نړیوالو حقوقو او قوانینو مې هم سر خلاص دی؛ دا خبره په دې خاطر کوم چې هر څوک که په چا نقد او نیوکه کوي؛ نو پخپله هم باید په یو څه پوه واوسي او یا یې مسلک او تخصص وي.

ډير په خواشینۍ سره باید ووایم ستاسې دغه سفیر په دغه مرکه کې اصلاً د ډیپلومات په څېر یې د خبرو کولو وړتیا نه درلوده، اصلاً د ا فغانستان په رسمي ژبې (دري) بلد نه و حال دا چې په لوړو سیاسي پوستونو کې یو افغان د افغانستان په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) باید لیکل او لوستل وکولای شي، اصلاً کافي تاریخي ستراتیژیک معلومات یې پر ټاکلې موضوع نه درلودل؛ نور اړین علمي ډيپلوماټیک اصول او قوانین خو پر ځای پریږده.

ډیپلوماسي د بهرني سیاست د اداره کولو یو فن دی، ډیپلوماسي د نړیوالو اړیکو تنظیمول دي، ډیپلوماسي په سالمه بڼه د نړیوالو اختلافاتو حل و فصل کول دي، ډيپلوماسي په بهرني سیاست کې د ملي ګټو ترلاسه کولو او خوندي ساتلو مهم اصل دی؛ چې دا کار یو تکړه، پیاوړی، متخصص، جرأت لرونکی او تجربه لرونکی ډيپلومات د یوې روښانه، فعالې او پياوړې ډيپلوماسي  په وسیله کولی شي؛ نه زمونږ داسې سفیران او داسې ماته ګوډه ډيپلوماسي.

په بهرني سیاست کې د ملي ګټو خوندي کول او د ملي موخو د ترلاسه کولو لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي:

۱ــ د سلسه مراتبو سمه پیژندنه؛ چې زمونږ ملي موخې او ګټې څه دي

۲ــ د خپل او نورو ملي قدرت او امکاناتو نه خبرداری

۳ــ د شرایطو او نړیوالو اړتیاوو سمه پيژندنه

۴ــ په نړیوال نظام کې د نورو لوبغاړو د چلند درسته او سمه څيړنه

۵ــ په نورو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د واک، ځانګړې وړتیا او کافي مهارت درلودل

۶ــ د نړیوال نظام پیژندنه

۷ــ په خبرو اترو کې واکمن چلند او دریځ

۸ــ له ورځينو پیښو او روانو بدلونو سمه او پر ځای تحلیل او څېړنه

۹ــ د ډيپلوماسۍ په بیلابیلو کچو کې د همغږۍ درلودل

۱۰ــ د بهرني سیاست په پلي کولو کې د مناسبو تاکنیکونو نه ګټه اخیستنه

چې دا پورته یاد شوي موارد او کارونه بیا هم یو پياوړی، تکړه، متخصص، جرأت لرونکی، تجربه لرونکی ډيپلومات او پیاوړې، روښانه او فعاله ډيپلوماسي کولی شي؛ نه ستاسې داسې سفیر او دا ډيپلوماسي.

اړین او ارزښت لرونکی عامل د ملي قدرت یا واک په بهرني سیاست کې د ډيپلوماسۍ کیفیت دی، د یو دولت د ډیپلوماسۍ کیفیت نور هغه ټول بیلابیل عوامل لکه ملي روحیه، جغرافیه، صنعتي وړتیا، تکنالوژي، رهبري او خام مواد د یوې مجموعې په توګه ترکیب یا ګډوي او هغې ته وزن ورکوي.

په ټوله کې ډيپلوماسي څلور اړینې دندې لري:

لومړی: ډيپلوماسي باید خپل ملي قدرت او واک ته په کتو خپلې موخې وټاکي

دویم: ډيپلوماسي باید د نورو دولتونو موخې هم په نظر کې ونیسي

دریم: ډیپلوماسي باید وټاکي چې دا بیلابیلې موخې تر کوم ځایه او اندازې له یو بل سره جوړښت لري

څلورم: ډيپلوماسي باید مناسبې لارې چارې ولټوي څو خپلې موخې ترلاسه کړي.

 

اوس به په علمي او ا صولي بڼه د یو ډیپلومات ځانګړنو ته نظر واچوو:

·       یو ډيپلومات باید د خپل هیواد د ګټو، موخو، او ملي واک په اړه ژور او سم درک ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید په نړیوال نظام کې د نورو لوبغاړو له ګټو، موخو، وړتیاوو څخه بشپړه پژندګلوي

·       یو مسلکي ډیپلومات باید له ارتباطي او استدلالي عقل نه برخمن وي

·        یو مسلکي ډيپلومات باید ستراتیژیک تفکر ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید په بهرني سیاست کې لیکل شوې منظمه طرحه او برنامه ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید د بحران د مدیرت وړتیا ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید په ملي او نړیواله کچه د باور وړ وي

·       یو مسلکي ډيپلومات باید متخصص وي او سیاسي پوهه او درک ولري

·       یو مسلکي ډیپلومات باید پراخ سیاسي لیدلوری ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید د خپل هیواد له تاریخ په ځانګړي توګه په سیاسي اړیکو کې معلومات ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید له نړیوالو حقونو او قوانینو خبر وي

·       یو مسلکي ډيپلومات باید د بهرنیو ژبو تر څنګ د خپل هیواد په رسمي ژبو پوره برلاسي ولري

·       یو مسلکي ډيپلومات باید یو پياوړی ویناوال او ویاند واوسي

بیا هم دا پورته ځانګړنې یو فعال، پیاوړی، متخصص، جرأت لرونکی او تجربه لرونکی ډيپلومات لري نه ستاسې داسې سفیران

یا ربه په مونږ افغانانو ورحمیږه او د قحط الرجالۍ نه مو وساته

لیکنه : خوشحال آصفی

 

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟ ژباړن: انبیا ژمن تاسو باید له ځان څخه څلور ساده پوښتنې وکړﺉ. 1. تاسو له هغوکارونو سره که...

د وخت مدیریت

د وخت مدیریت ژباړن: انبیا ژمن غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت...

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه (واقعيتونه): ډاکټر طريق السوادان په قرآنکريم کې داسې آيتونه موندلي چې ښيي يوه موضوع له بلې سره برابره ده،...

د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال

لومړۍ برخه د کمینټرن د بنسټ ایښودلو لومړۍ نړیواله کنګره نور محمد غفوري ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده)...

Recent Comments