د طالبانو جالبه اعلامیه او ځواب

د طالبانو جالبه اعلامیه او ځواب

عبدالمنان توحیدیار

طالبانو په ډيره سپين سترګۍ سره یوه خپره شوې اعلامیه لیکي چې دوی په افغانستان کې د ولسونو پراخ ملاتړ له ځان سره لري.

خو ټولو افغانانو ته مالومه شوې چې طالبان له جګړې او قتل پرته بل څه خلکو ته نه لري، ځکه دې ډلې په سیاست کې ماتې خوړلې ده.

که طالبان د پاکستان د څو مدرسو پورې محدود نه وي، نو بیا ولې له انتخاباتو ډار لري، ولې زور غږوي او ولې یې شل کاله په زوره واک ته د رسیدو لپاره افغانان قرباني کړل.

دا ښکاره ده چې د دې ډلې په قاموس کې ټاکنې او ملي اجماع نشته، خو ښکاره ده چې دې ډلې په سیاست کې ماتې خوړلې او د خلکو قتلونو ته یې کار ویلی دی.

که طالبان رښتیا هم یوه برخه د خلکو ملاتړ له ځان سره لري، دوحه کې دې مذاکرات وکړي، او که رښتیا هم ملاتړي لري نو انتخابات دې ومني او له دې لارې دې ځان واک ته ورسوي.

د افغانانو لسګونه کلونو قرباني په یوه کلیمه کې خلاصیږي چې هغه ټاکنې دي، هیڅکله کودتا، د زور له لارې واک ته رسیدل او دیکتاتوري امن او ثبات نه شي راوستلی.

زور واکي، لاره نیول، باج ګیري، ورانکاري او په پاکستان کې پټنځایونه سیاسي قوت نه دی، هغه څوک چې د خلکو ملاتړ له ځان سره لري، خلک نه وژني، خو طالبان دا کار کوي.

که طالبان دا افغانان خپل بولي، نو په څپړو به یې خلک نه وهلی، له سمارټ فون به نه ډاریدلی چې خلکو سره وي، طالبان ډاریږي چې داسې نه د وحشتونو ويډیو یې خلک وکړي.

تاسو وګورئ چې د طالبانو د شل کلنې جګړې لاس ته راونه څه ده؟

یواځې د خلکو قتل، د عامه ځایونو ورانول، افغانستان له پرمختګ غورځول، د خلکو او هېواد اقتصادي وضعیت بربادول، خلک ژړول، خلک در به در کول، د خلکو کورونه ورانول، د افغانانو وینه تویول.

ایا له دې لارې واک ته رسیدل به ثبات راولي چې خلک ووژنه او ځان واک ته ورسوه، که داسې کیدلی، خو طالبان واک ته رسیدلي و، ولې بیرته له واک لیرې کړی شو، خو ښکاره ده چې زور غږوي، هغوی سره زور غږول کیږي.

طالبانو ته یواځینۍ لار دا ده چې له کاذب شهرت او غرور تیر شي، خبرې وکړي او د خبرو له لارې انتخابات ومني، ځانونه نوماند کړي او وګوري چې څومره خلک ملاتړي لري او څومره خلک ترې کرکه لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button