له وطن سره مينه

دولت وزیري

وطن یا هېواد په دې خاورينه کره کې هغې برخې ته، چې یو څوک هلته زېږېدلی وی، خاپوړي يې کړي وي، په ده، د ده په پلار او نيکه پورې د یوه هېواد په توګه اړه ولري ويل کېږي. په طبیعي توګه ټول ساه ایستونکي د خپل د اوسېدو ټاټوبي سره مينه لري، هغه خپل کور او د ځان بولي او په ساتلو کې يې په غیرارادي توګه هلې ځلې کوي.

مرغان خپلې ځالې ساتي او ځناور هم د خپلو غارونو ساتنه کوي. انسانان بیا په طبیعي او تر څنګ يې په شعوري توګه په ټول توان د خپل کور ساتنه کوي، د پردیو د یرغل پر مهال خپل سر ورکوي خو هېواد ساتي، دا ځکه چې

وطن د انسانانو لپاره د مور، ناموس او کور حیثیت لري او ور سره مینه لري.

د دې لپاره چې د مینې انګېزه په هېوادوالو کې لا وهڅول شي، د یوه هېواد ملي او له هېواد سره د لوړې انګېزې خاوندان له مختلفو لارو، چارو ګټه پورته کوي.

دغه لارې چارې کېدای شي د لیکوالانو، نقاشانو، د دیني عالمانو، د ښوونځیو ښوونکو، د اردو د افسرانو له خوا ترسره شي. په دې برخه د ټولنې یو بل قشر چې هغه ملي شاعران دي په خپلو ملي، حماسي او وطني شعرونو او ترانو کولای شي ستر رول ولوبوي، ځکه چې شعر د تعریف له مخې د یو لړ خوندورو، ښکلو او لنډو کلماتو یو ځای کولو ته وایي، چې په ویلو يې د هر انسان احساسات راژوندي کوي.

د بېلګې په توګه د میوند په جګړه کې د مېرمن ملالې میوندۍ ناره وه چې جګړه افغانانو وګټله او د خپل هېواد لپاره یوه حماسه شوه.

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

او یا له روسانو سره د جګړې پر مهال به افغانانو دا شعر ډېر زمزه کاوه او د خپلې بریا مینه به يې پرې ماتوله:

تا که یک نفر افغان است

زنده افغانستان است

زنده افغانستان است

تا که یکنفر افغان است

کله به چې له ډیرو ستونزو، مرګ، ژوبلې او له تورو زندانونو سره مخ شول، بیا به يې خپلې تسلي لپاره ویل:

دار وي که زندان وي که شرنګهار د زولنو

مونږ به د وطن د سرلوړۍ سندرې وایو

ملي او په هېواد مئین شاعران تل د هېوادوالو د روحيې او انګېزې د لوړولو لپاره شعرونه وايي او خپل ملي رسالت تر سره کوي، لکه:

څو وانخلي له غلیمه انتقام

مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه ارام

چې د ننګ او ناموس اندوه يې نه شته

د هغه سړي به نه وي احترام

له دې سره شاعر د هېواد د سرښندنو لخوا ډاډ ورکوي او وايي:

رحمان هسي بې وقوفه سوداګر نه دی

چې د دین متاع بدله په دنیا کړي

کله چې هېواد له هره پلوه له سترو توطیو او د دښمن له دسیسو سره مخ وي، شاعر بیا خپلو هېوادوالو ته داسې خبرداری ورکوي:

ځان به ویښ کړو هرې خوا ته

هرې خواته رقیبان دي

یو په بل مو سره وژني

وایي خپل یو غلیمان دي

او یا د توطیو او دسیسو زیانونه ورته په ګوته کوي او وايي:

اندېښنه د یوې ونې په سر نه ده

اندېښنه د یوه باغ د رژېدو ده

که یوه چینه ړنده شي باک يې نه شته

د تمام کلي ویاله په وچېدو ده

خو د هېواد سرتېري او پر هېواد مئین د لوړې انګېزې خاوندان بیا د شاعر په ژبه دښمن ته اخطار ور کوي او وايي:

په ما پښې مه ږده، ما حقیر مه ګڼه

لکه خوږلن په ځان کې اور ساتمه

دښمنه څه د سوال خبره نه ده

زه خپل وطن د مټ په زور ساتمه

او تر څنګ يې هغه کورنیو خرڅ شویو کمزورو کسانو ته هم ګوت څنډنه کوي او وايي:

که زما په خوله شي خدای دې

ژر ړانده کاندي خبیث

چې جهان ورځنې خلاص شي

خدای دې مړه کاندي خبیث

د مېږي غوندې خوشحاله

الوته کاندي خبیث

شاعر د هېوادوالو او سرښندنو د ډاډ لپاره په ویاړ وايي:

څو چې دا ځمکه اسمان وي

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې ژوند په دې جهان وي

څو چې پاتې یو افغان وی

تل به دا افغانستان وي

د دې تر څنګ شاعر په ډاډ سره د هېوادوالو د مبارزې حقانیت ته ګوته نیسي او په دې هکله د خپلو هېوادوالو په بریا د لوی څښتن تعالی په مرسته او مرحمت باور لري او وايي:

څښتن مو مل دی

اوس مو یرغل دی

هېواد مو خپل دی

غازیانو ګورئ

څښتن مو مل دی

توری تېرې کړئ

دښمن مو پرې کړئ

منګولې سرې کړئ

څله به تښتو

څښتن مو مل دی

که ټنګ کړئ زړونه

پر بري یونه

زمري یونه

اسلام راڅخه دی

څښتن مو مل دی

غازیانو راشئ

ټول شا و خوا شئ

د شهاب په ملا شئ

دښمن مو غوڅ کړئ

څښتن مو مل دی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button