څنګه کولی شم، ښايسته او منلی انسان شم؟‎

رشیداحمد
شاعر څومره ښه ويلي دي:
ژوندون، لټون، مينه، مرګی او حساب
څومره کارونه مې په سر پراته دي
ژوند يو داسې بيابان دی چې د انسان پکې د هيلو موزې په پښو او مزل کوي.
هيلې سراب ته ورته دي او د ژوند په اسانېدو کې رغنده رول لوبوي.
که چېرته د هيلو سراب شتون نه درلود، دې نړۍ کې پاتې کېدل به نهایت ګران او سخت کار وی.
دا يوه داسې دښته ده چې ډېر کله پکې د څه په لټه کې چې ګرځې سترګې يې نشي ليدلی، عقل او شعور يې هم نشي اټکلولی، ځکه چې په ژوند کې پېښې او حادثی تر پلان شوو کارونو ډیرې پېښېږي.
په ژوند کې د لوړ همت خاوندان خپل مورال لوړ ساتي، هڅه کوي، زغم ولري او خپله حوصله له لاسه ور نکړي او بر خلاف، د ټيټ عزم څښتنان تسلیمیږي، آن کله ناکله د ژوند دا ستومانه او له کړاوونو ډک مزل په ځان وژنه پای ته ورسوي.
دا کار د دې دنيا له مزاياو نه د ګټې اخيستنې سبب نه ګرځي او نه هم پدې کار د قبر په غېږه کې ځان ارامولی شي.
ژوند د خوږو او ترخو، لوړو او ژورو ټولګه ده چې قوي خلک او د کلکې ارادې څښتنان ترې خوند اخلي او د ټيټ همت د څښتنانو لپاره هره ورځ له نوو کړاوونو ډکه ورځ او د ستونزو د حل د لارو چارو د لټولو پر ځای د تسليمېدو څرک او لارې چارې لټوي، تر څو تسليم شي او ځان غاړې ته اوباسي. دا کار په تمامه مانا د ښه ژوند اصل نشي کېدی.
د دې لارې عابران چې د کائناتو خالق دې نړۍ ته راولي، چاته اوږد او چاته لږ عمر ټاکي، خو په همدې کم او يا زيات وخت کې اکثره خلک د بد ګومانۍ په مرض هم اخته وي‌، دا پداسې حال کې ده چې ښه او بد ټول د انسان په واک او اختيار کې ورکول شوي دي.
د ژوند د لوړې او ژورې لارې تلونکي چې که نېک هدف هم ولري دوی يې په بدۍ يادوي، مثلآ؛ که د خپل زيار او هاند پر مټ څوک پيسې پيدا کړي دوی يې غل بولي.
که په يوه موټر کې د څو نورو کسانو سره سپور وې، تا مخکې په بل ځای او جومات کې لمونځ ادأ کړی وي او دوی يې په لاره کې ادأ کوي، په تا به د لمونځ نه کولو تور پورې کړي چې بېلماځه دی.
حتی که دې وغوښتل چې د خدای د رضا لپاره را پورته او د خلکو خدمت وکړې، د چا استازی به دې وبولي او په خپل چارۍ به تورن شې.
لنډه دا چې دا هغه مزل دی چې سړی پکې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.
که څوک غواړي چې هم پدې دنيا او هم په هغه دنيا کې سپين مخ د خدای پر وړاندې ودرېږي، په پوره ايماندارۍ، بشپړې عقلي قوې او ډېر تدبير سره بايد خپل قدم پورته کړي، په دواړه جهانه کې به د خوښۍ احساس کوي.
له ژونده خوند اخيستل پکار دي.
که د تهمتونو بارانونه درباندې را ورېږي هم عادي يې ونيسئ. ځان کې دا جوهر پيدا کړئ چې فکر مو پرې خراب نشي او په هر حال خپل نورمال ژوند ته ادامه ورکړئ، ځکه د ښه ژوند تېرولو يو اصل هم همدا دی.
د ژوند د نورو چارو د سمبالښت ترڅنګ، د دوستانو او خپلوانو پوښتنه کول، د غم او ښادۍ په مراسمو کې ګډون کول، پدې نيت چې ښادي به يې پخپل ورتګ ښکلی او د غم په مراسمو کې ګډون ددې لپاره چې که تاسې مصيبت وهلو ته تسليت ورکړئ او که هغوی ته خدای ستاسې د توصيې او دلدارۍ په وجه صبر نصيب کړي. د کائناتو مالک به تاسې ته هم ثواب در کړي. په ټولنيزو کارونو کې هم ونډه اخيستل تر څو د يوه ټولنيز موجود په صفت مو هم خپل مسؤليت ادا کړی وي.
سياحت کول مو هم په چارو او هم په ذهني ارامتيا کې مثبت رول لوبوي.
د سياحت موخه مالومه ده چې کاري، سياسي، ټولنيزې، کورنۍ او اقتصادي ستونزې چې پر ذهنونو يې بوج جوړ کړی وي له ذهنونو ووځي او د راتلونکو کارونو لپاره ښه چمتو او په بشپړه ارامتيا سره خپلې ذمه وارۍ سرته ورسوو.
نو که غواړې چې له ژونده خوند واخلې، لاندې نقطې چې پورته واضحه شوې، عملي کړه.
هيلې ولره او هره ورځ يې د رښتيا کېدو لپاره لږ لږ کار کوه.
بدګوماني مه کوه او خپل ذهن په مثبتو او ښو افکارو تغذيه کړه.
کلکه اراده او لوړه حوصله ولره، ځکه چې حوصله دې له خطا کارۍ او کلک عزم بريا در په برخه کوي.
ټولنيزو کارونو کې ونډه واخله او د خپل ټولنيزوالي او ټولنې حق دې ادا کړه‌ چې نتېجه کې يې که هيڅ هم ونشي يو څو تنه نوي ملګري به پيدا کړې.
اړيکې وپاله، دوستان او خپلوان پدې وسيله په ځان راټول او ددې دنيا د خوشالۍ سره د حقيقي نړۍ خوښۍ هم خپلې کړه.
مينه وکړه، مينه ورکړه، خپل او د نورو ژوند پدې وسيله ښکلی کړه چې ښايسته او منلی انسان شې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button