بادرنګ او حيرانونکي ګټي يي

بادرنګ او حيرانونکي ګټي يي
خبریال
خبريال ويبپاڼه / بادرنګ د پوتاشيم په درلود سره د دويني د لوړ فشار د را ټيټولو لپاره تر ټول ښه دوا ده خو چې مالګه ورسره نه وي.
جالبه دا ده چې بادرنګ د سينې د درد غاښونه او د کولمو د ناروغيو لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي. د بادرنکو اوبو د پيس يا نقرس ناروغانو هم ګټوري دي او کيدای شي د بادرنکو اوبه يې دې ناروغۍ خلاص کړي.
او بادرنګ د ويټامين k په درلودو سره په وينه د سرطاني سلولونو مخه نسي.

که څوک غواړي ځان ډنګر کړي کړي نو له بادرنګو، مستو او نعنا څخه دي ګډ مخلوط جوړ کړي او هر سهار دې په نهاره خوري.

د يادولو وړ ده چې د بادرنګو ځينې ګټي مو په شماره وار ډول دلته راوړې تر څو تاسو په ورځني ژوند کې ورڅخه ګټه واخلئ

۱: بادرنګ پوست او نرموونکی خاصيت لري تر ټولو ښه ګټه د بادرنګو داده چې پوست ډير ښه او په غوره توګه نرموي.

۲: بادرنګو مو د مخ داغونه ورکوي

يو څو ټوټي بادرنګ را واخلي او اوبه ورسره يو ځای کړئ له هغه وروسته يې د يوه دوسمال پواسطه پر مخ وموښئ.

۳: بادرنګ د سترګو شا خوا تو والی يا لکې ورکوي.

که زړه مو د سترګو لکو يا تور والي ته په تنګ وي نو يو څو ټوټي بادرنګ را واخلي يوازي دوه ګردي د يوې دایرې په شان د بادرنګو. ټوټي په سترکو کيږي تر هغو چي زړه مو وي.

۴: لمر سوځولي لپاره دبادرنګو ګټي.

که کله مو د بدن کومې برخي لمر وسوځولي نو خفه کيږئ مه ځکه بادرنګ يو تر ټولو ښه علاج دی
د بادرنګ يوه ټوټه په هغه ځای کيږدئ چې لمر سوځولی وي.

۵: بادرنګ د پوستګي چملوک والی له منځه وړي.

که پوستکی مو راټول يا چملوک شوي وي په بادرنګو يې درملنه وکړئ. د بادرنګو اوبه ، رومي بانجان او د مڼو اوبه او د الوبالو ژل سره يو ځای تر يوې هفتي يې پر خپل پوستکي دوامداره ولګوئ په دې سره به مو پوستکی بيرته عادي عالت ته راشي.

۶ : بادرنګ مو پوستکی تل تازه او روښانه ساتي.

دا ځکه چې په بادرنګو کې په کافي اندازه اوبه شتون لري.
ددې لپاره چې پوست مو تل تروتازه وي نو په ډيري اسانۍ د بادرنګو اوبه او لميو.سره يوځای کړئ او په مخ يې وموښئ.

۷: د زړه د ناروغۍ احتمال را کموي

تر ټولو ښه ګټه د بادرنګو داده چې د انسان په روغتيا کې هم ډير ګټور تمام سوی دی.
د پوتاشيم او منيزمني په درلودو د ويني او فشار راکنټرولو او د مکروبي ضد خاصيت په درلود سره د انسان د دفاعي سيسټم لپاره ګټور دی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button