طالبان مات او حکومت ناکام شو

 محمد اسماعيل عندليب

سياسي ډګر د ماتې او بريا ميدان وي، خو هيڅکله يې هم ماتې پوره او هميشنۍ ماتې، او بريا يې بيا پوره او تلپاتې بريا نه بلل کيږي، او دا ځکه چې سياست نه مور لري نه پلار، او نه په مېراث وړل کيږي، د دې ميدان ګټونکی په يوه شيبه کې د بايلات سره مخ کيږي، او بايلونکی يې په ناببره توګه ګټونکی ګرځي.

د طالبانو سره همداسې وشول، څوارلس کلن کلک دريځ او ګټلی ميدان يې د څلور ساعته غونډې په پايله کې له لاسه ورکړ، او د کلکې ماتې سره مخ شول، طالب که په افغانستان کې هر ډول و، خو د يوې داسې سرساموونکې سياسي او نظامي جګړې اتل و، چې يو لور ته يې ټوله نړۍ خو بل لور ته يې همدا په خاورو خړ طالب و.

که بې طرفه نظر ورکړو نو په خپل دريځ د طالب پر ټينګار دوښمن هم اعتراف کړی و، او د لويديځو هيوادونو سياسي او پوځي مسئولينو په بار بار منلې وه، چې طالب په خپله خبره کې ريښتينی، په خپله ژمنه ولاړ، د جنګ په ډګر کې يو غيور جنګيالی، او د سياست په ميدان کې غوره سياستپوه دی، دا به بيا بېله خبره وي، چې د طالب د دوښمن ستاينه د هغه چالاکي، پوځي چال يا سياسي زيرکتيا وي.

خو يوې څو ساعته ناستې پر طالب اعتراضونه دومره زيات کړل، او بې ځوابه پوښتنو دومره شکونه وزېږول چې طالب به يې (الی ابد الدهر) ځواب نه شي کړای، حتی طالب به زموږ د کلي د هغې مور ځواب هم ونه شي ويلای چې دوه زامن يې د (استهشادي/فدايي) بريدونو په تر سره کولو سره طالبانو اتلان وبلل، او يو بل زوی يې په همدې صف کې په هوايي بريد کې واړه بچي يتيمان او مېرمنه کونډه تر شا پرېښوده.

دا موضوع به ډېره اوږده وي، چې (د افغانستان اسلامي امارت) څه کړي او څه ورته پکار دي، البته دغه کرښې به د پاکستان د مري په ښار کې د طالبانو او (افغانستان اسلامي جمهوريت) د استازو تر منځ د وروستۍ ناستې پر هغه نتيجه راتورې کړم، چې زه ورته رسېدلی يم.

زما په باور په پاکستان کې او د دې هيواد په توسط د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په وروستۍ ناستې سره طالبانو سياسي شکست وخوړ، خو افغان حکومت هم بريالی نه دی، نو نتيجتاً نه به ترې طالبان ګټه يوسي او نه افغان حکومت.

طالبان ځکه ناکام شول چې:

۱-غونډه په پاکستان کې وشوه، او بيا د پنجاب ايالت په يو ښارګوټي کې دايره شوه، پاکستان او په ځانګړې توګه پنجاب هغه حکومت دی، چې افغان حکومت او د طالبانو مخالفينو د تل لپاره طالبان د هغوی په غلامۍ تورن کړي دي، او په پنجاب کې د دې غونډې دايريدل، لږ تر لږه دغې ادعا ته تر يو بريده ثبوت ورکوي.

۲-د افغانستان او پاکستان حکومتونو په ډاګه وويل چې د طالبانو مشران پاکستان خبرو ته کېنولي دي، نو دا په دې معنی ده، چې طالبان رښتيا هم د پاکستان تر واک لاندې دي، که داسې نه وای، نو لږ تر لږه بايد طالب مشرانو په غونډه کې د افغان حکومت استازو ته يوازې په خوله او سياستاً ويلي وای چې: موږ نه د پاکستان منو، نه د بل هيواد بلکې مستقل يو، دا چې غونډه په پاکستان کې کيږي، د دې معنی نه ده چې موږ به د دې هيواد هره خبره منو، او عمل به پرې کوو. چې زما په ګومان طالب پلاوي داسې هيڅ څرګندونې نه دي کړي.

حتی طالب پلاوي دا هم نه ده واضحه کړې، چې ولې تر اوسه د افغان دولت سره له خبرو انکاري و، او اوس ورته چمتو شول.

۳-د طالبانو مشرتابه، يا سپريم ليډرشيپ چوپتيا د دې معنی لري، چې هغوی ولس سره سترګې نه شي مخ کولای، خجالت کاږي، او د مناسب وخت انتظار باسي، او دا بيا د عاقل لپاره کافي ده چې وپوهيږي، که سبا يې طالبان يا ردوي، يا يې تاييدوي، هغه به بيا د طالبانو د تحريک او مشرانو د ګټې لپاره وي، نه د افغان ولس او هيواد د ګټې لپاره.

۴-د پاکستان د غونډې په اړه د طالبانو بې طرفه او چوپه خوله پاتې کېدل د دې څرګندونه کوي، چې د هغوی په منځ کې درز پيدا شوی، او هغوی په خپل منځ کې اختلاف لري، ځکه که طالبان دغه غونډه د هغوی په استازيتوب نه بولي، نو معنی يې همدا ده چې د هغوی له منځه ځينې نخبه ګان او مشران د هغوی خبره نه مني، او خبرو ته ناست دي.

او که چېرې يې تاييدوي، نو معنی به يې دا وي چې د طالبانو مشران په خپلو ماتحتانو هيڅ کنترول نه لري، او تاييد به يې يوازې د مجبوريت پر اساس وي.

دلته بايد يوه خبره له ياده ونه ايستل شي چې کېدای شي طالبان ځينې ناستې خپلې مجبورۍ وبولي، او په راتلوتکې کې د پاکستان له غونډې په همدې علت ځان خلاص کړي، خو پوښتنه پيدا کيږي، چې طالبان په ترکيه، ترکمنستان، ناروې، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او نورو هيوادونو کې په زغرده د خبرو په اړه ډېر واړه راپورونه او تشې ادعاوې ردولای شي، نو د پاکستان په اړه يې په لومړي وحلت کې ولې نه شي ردولای؟

ايا دا د دې معنی نه ده چې طالبان پاکستان ته په خپلو او د افغانستان په چارو کې د مداخلې اجازه ورکوي؟

۵-طالبانو د تل لپاره د افغانستان حکومت (ګوډاګی) او بې واکه بللی، او خبرې کول يې ورسره د وخت ضياع بللې ده، نو که چېرې لکه د هغوی وروستۍ اعلاميه چې وايي د وخت په بدلېدو سره خپل سياست ته بدلون ورکوي، دا به څنګه بدلون وي، چې د پاکستان د غونډې سره هممهاله رامنځته شو، او هغه به کوم علتتونه وي د طالبانو ټولو پاليسيو ته يې تغيير ورکړ.

۶-کله چې طالبان د افغان دولت سره خبرو ته کېناستل، نو دا د خبرو د پايلو تر راتګ پورې د طالبانو جګړه ناجايزه ګرځوي، ځکه د خبرو له پيل وروسته عموماً متخاصمې خواوې تر هغه وخته له جګړې لاس اخلي، تر کومه چې خبرې ناکامې شوې نه وي، او که بريالۍ شي نو بيا خو جګړه لا له پخوا څخه درېدلې وي.

خو د طالبانو او افغان دولت په موضوع کې داسې نه دي، طالبانو په داسې حال کې چې په مري کې يې خبرې کولې، په افغانستان کې يې بريدونه کول.

۷-طالبانو دغه خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د هغوی له منځه د سختو اختلافاتو خبرونه راوځي، د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او مرګ په اړه شکونه پيدا شوي، او سربېره پر دې هيواد کې د داعش ډله هم په ډېر زور سره فعاليت کوي، او دا څرګندوي، چې طالبان د خپلې ماتې له وېرې د افغان دولت سره خبرو ته چمتو شوي دي.

۸-او په پای کې د طالبانو د دريځ ابهام خپله د هغوی پر سياسي شکست دلالت کوي، که وروسته دې شکيدلې لمن ته ږېندې ووهي، دا به بېله موضوع وي.

د خبرو بل لوری، (افغان حکومت) به هم د طالبانو سره د خبرو په پيل کولو کومه ځانګړې لاسته راوړنه ونه لري، او دا ځکه چې:

۱-جمهور رئيس محمد اشرف غني په خپلو اکثرو څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه روانه ده، خو خبرې بيا د جګړې د بل لوري (پاکستان) پر ځای د يو داسې چا سره کوي، چې هغه د پاکستان عسکر بلل کېدای شي.

که دليل دا وي چې پاکستان د همدې عسکر په اوږه ټوپک ايښی، نو افغان دولت له دې اندېښنې څنګه ډاډه کېدای شي، چې پاکستان به له طالبانو وروسته يوه بله ډله نه استخداموي، او يو ځل بيا به يې د افغان دولت پر ضد نه کاروي؟

۲-د مري غونډې ثابته کړه، چې پاکستان پر طالبانو واک لري، نو چې له پاکستانه خبرو ته د طالبانو د کينولو غوښتنه کوي، ولې دا غوښتنه نه کوي، چې طالبان ونيسي، له خپله هيواده يې وباسي، او يا يې له فعاليت څخه منع کړي.

دا خبرې به يا ناکامې يا بريالۍ شي، خو افغانستان څه شي منع کړی، چې د پاکستان په وړاندې دې يو غوڅ دريځ خپل کړي؟ دا د دې معنی لری چې افغانستان په خپله سوله کې پاکستان ته اړ دی.

۳-نو چې دافغانستان سوله او امنيت د پاکستان محتاجه دي، او مخامخ خبرې هم د پاکستان په توسط وشوې، په دې توګه افغان دولت پاکستان ته دا امتياز ورکړ، او دا يې ومنله چې له پاکستان پرته افغانستان کې امنيت ناشونی دی، په همدې اساس که په راتلونکې کې افغانستان د طالبانو پر ځای د کومې بلې ډلې لخوا (داعش يا نورې) تهديديږي، نو افغان دولت اړ دی، چې بيا د پاکستان لمن ونيسي.

او دا هغه څه دي چې پاکستان يې هيله لري، يعنی که په ټولو چارو کې نه وي، نو لږ تر لږه ګاونډی پاکستان د افغانستان امنيتي وضعيت او سياست په خپل موټی کې ونيسي، او که د دې خبرو له لارې افغان دولت پاکستان ته دا امتياز ورکوي، دا خپله د افغان دولت ماتې او ناکام سياست دی.

۴-په عموم کې د طالبانو چوپتيا، د مري په غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر د کوم غړي نه ګډون او له همدې ناستې وروسته د طالبانو هغه مبهمه اعلاميه، خپله د دې غمازي کوي چې افغان دولت له دې مخامخ ناستې ګټه نه شي وړلای.

او دا ځکه که په راتلونکې کې د دې ډلې کوم غړی په پاکستان کې ونيول شي، د افغانستان د حکومت سره سوله وکړي، او له جګړې لاس واخلي، يا ووژل شي، او جګړه دوام پيدا کړي، نو افغان دولت به يو ځل بيا پاکستان ته اړ وي، او د طالبانو مشرتابه او په ځانګړې توګه د قطر دفتر به په ډېر اسانۍ سره وکولای شي، چې ووايي دغه کسان زموږ استازي نه وو، ځکه نو د هغوی پر توافقاتو تړلي نه دي، ځکه خو جګړه هم نه ده درېدلې، او خبرو پايله نه ده ورکړې.

۵-که افغان دولت داسې لارې چارې غوره کړي، چې مستقيماً د طالبانو د مشرانو سره په اړيکو کې شي، او د پاکستان له منځګړيتوب پرته غونډې او ليدنې کتنې دوام وکړي، نو ډېر څه تر لاسه کولای شي، خو که د پاکستان واسطه ګري پکې حتمي وي، نو د اشرف غني حکومت دې بيا بيا غولېدلو او بيا بيا ناکامۍ ته چمتو وي.

۶-پاکستان ته د افغان دولت پلاوي تېره ورځ په کابل کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته معلومات ورکړل، د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په څرګندونو کې د طالبانو په وړاندې د افغان دولت ماتې ډېره څرګنده وه، کرزي وويل چې د طالبانو سره هر ډول معاملې ته چمتو دي، د بنديانو خوشې کول، له تور لسته د نومونو ايستل، په اساسي قانون کې بدلون، او حتی ويل کيږي چې لوړې چوکۍ او دحکومت درېيمه برخه ورسپارلو وړانديز هم طالبانو ته شوی دی.

چې خبره داسې ده بيا افغان دولت تکراراً څنګه ادعا کوي، چې له ځواکمن موقف څخه به غږيږي، خو په اصل کې دا کمزوری موقف او په شاتګ دی، پخواني جمهور رئيس حامد کرزي به ويل چې هر څوک د حکومت سره يو ځای کيږي، نو د اساسي قانون په دايره کې به وي، خو د ملي يو والي حکومت وايي چې قانون بدليدای شي، که حامد کرزي به يو طالب هم خوشې کړ، نو تر اعتراضونو لاندې نيول کېده، حتی د طالبانو ورور بلل کېده، خو دا حکومت ټول بنديان ورخوشې کوي، هغه ويل چې په حکومت کې ونډه به ملت ټاکي، خو دا حکومت بې له اهليته او ملت له خوښې په حکومت کې درېيمه برخه ورکوي.

د بنديانو په اړه د افغان دولت خبره ډېره کمزورې، او د دې څرګندونه کوي، چې ګټه نه شي وړلای، حکمت کرزي وويل چې د بنديانو دخوشې کولو لپاره به تضمين وي، چې دغه کسان به بيا د جنګ ډګر ته نه ځي، پوښتنه دا ده، که طالبان د دولت سره د خبرو پر سر سره ويشل شوي وي، نو د زرګونو هغو افرادو تضمين به څنګه وکړای شي، چې په جګړو کې وژل شوي، ټپيان شوي، خپلوان يې له لاسه ورکړي، بنديان او شکنجه شوي دي؟

۷-پاکستان وکولای شول، چې د همدې يوې غونډې په جوړولو سره د افغانستان ټولې هغه ادعاوې او اعتراضونه ځواب کړي، چې تر اوسه يې په سوله کې د اخلاص نه ښودلو، په اړه درلودل، او که له دې وروسته افغان دولت پر پاکستان کوم اعتراض وکړي، نو پاکستان به ورته ووايي، چې دا ستاسې ناکام سياست دی چې د طالب سره کومې پايلې ته ونه رسېدئ، او دا مو خپله داخلي موضوع ده، چې ومو نه شول کولای، د خپلومخالفينو سره سوله وکړئ، يعنی، پاکستان د دې څو نوم ورکو کسانو په کېنولو سره هم نړيوالو ته ځان سپين باز کړي، او هم د افغان حکومت له بيا بيا نيوکو، او تورونو څخه.

د حالاتو څارونکي شايد د دې غونډې د ناکامۍ لپاره ځينې نور دلايل هم ولري، خو زما په آند د پاکستان د توسط له کبله په عموم کې طالبان او دولت دواړه ناکام دي، د دواړو بريا او د افغان ولس ښېګڼه د دولت او طالبانو تر تعقل پورې نښتې ده، او لومړی ګام بايد دولت واخلي.

افغان دولت ته پکار دي، چې د هيواد د ارامۍ او ملت د سوکالۍ لپاره ابتکار په خپل لاس کې واخلي، او وړانديز دا دی، چې بايد له بلې ناستې مخکې مخکې د قطر د دفتر سره مستقيماً اړيکې ونيسي، او ويې پوهوي، چې که تاسې نه يئ نو دا دې نور خلک هم شته، چې خبرې وکړي، او که په رضا نه وي، پاکستان يې په زور هم راوستلای شي، (لکه د قطر دفتر سرچينو چې رسنيو ته ويلي، د پاکستان په غونډه کې ګډون کوونکي طالب مشران پاکستان يرغمل کړي دي).

او د قطر دفتر کې ناستو طالب مشرانو ته بيا پکار دي، چې د افغان دولت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، او وړاندې تر دې چې د پاکستان په توسط خبرې مخ پر وړاندې لاړې شي، او افغان ولس دغه لوبه وبايلي، افغانان په خپلو کې سره يوې نتيجې ته ورسيږي.

خو طالب مشران دې په دې هم سوچ وکړي، که لمن يې داغداره کيږي، او په هيواد کې د وينو تويېدل دوام مومي، نو دا به يې عزت راکم نه کړي، چې د افغان دولت سره خپله په تماس کې شي، بلکې د افغان ولس په زړونو کې به لا ځای ومومي.

او دا ځکه چې معلومه شوه، طالبان يې په دې سياست نه شي ګټلای، او دولت طالب ته په دې سياست ماتې نه شي ورکولای.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button