مهربانه یار د برېښنایي کېدو پر لور

ژباړه: نایله عزیزي

نن ورځ ډېر شمېر وګړي د خپلو معلوماتو کچه د انټرنېټ د ذخیرې په واسطه لوړوي او باور پرې لري. انټرنېټ د هر ډول معلوماتو یوه پراخه نړۍ ده، چې ټول یې سم کېدای نشي. حتا ځینې وګړي د پوهاوي د نشتوالي له امله ناسم معلومات کاپي، پېسټ کوي او په ډېر کم او لنډ وخت کې یې د خلکو تر غوږو رسوي او رېښتیني یې انګېري.

کتاب، دا ډول تل پاتې ملګری ځینې وختونه یوازې د کتابتونونو د ډکولو لپاره او ځینې کورنۍ دې لپاره چې د کتاب مینه وال ښکاره شي پېري یې. حال دا چې ځینې یې د لوستلو لېواله وي مګر د مصروف ژوند له امله کتاب لوستلو ته وخت نه پیدا کوي. همدا لامل ګرځېدلی چې کتابونه په کتابتونونو کې یوازې پاتې دي.

د ټکنالوجۍ پرمختګ، د سایټونو او ټولنیزو شبکو ډراماتیک زیاتوالی او معلوماتو ته د اسانه، ګړندي او ټېټ لګښت په لاسرسي سره صحي فعالیتونو لکه سپورت او یا هم د کورنۍ سره د وخت تېرولو لپاره وخت او لېوالتیا شتون نلري، پاتې شو کتاب چې په پېرلو یې عاید مصرفیږي او لوستل یې هم د وخت اخیستل دي. که یو کتاب لوستل کیږي هم، په آنلاین ډول یا هم په ګرځنده تلېفونونو کې د شته فایلونو په ډول.

یاده دې وي چې د ډېجیټل او برېښنایي کتابتونونو سربېره روبوټ لرونکي کتابتونونو هم د نړۍ په لویو کتابتونونو کې خپل ځای موندلی؛ چې په کتابتونونو کې د کتابونو تر لویو ذخیرو ښکته او پورته کېږي، په مسکا تر لوستونکو کتاب ور رسوي او له ډېر تېز تګه حتا د پښو درد هم نه حس کوي.

له بلې خوا، ځینې وختونه ډېری وګړي په دې لټه وي چې معلومات په چټکه، سطحي او لنډ ډول ترلاسه کړي؛ حتا پرته له دې چې د کومې باوري سرچینې نظر هم پسې وپلټي. بېلګه یې هم د چټک پیغام رسولو خدمتونه دي، چې په دې وروستیو کې یې زموږ ترمنځ د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

په ګرځنده تلېفونونو کې د دې اپلېکېشنونو په نصبولو سره، معلومات په چټکۍ سره تبادله کېدای شي؛ له تفرېح ​​او عکس اخیستلو څخه تر ساینسي معلوماتو پورې چې وخت په وخت یو شمېر غلط معلومات د ډېرو سمو معلوماتو په منځ کې ځای په ځای کوي، لوستونکي یې هم په پوره ډاډ مني او د تل پاتې کېدا لپاره یې حافظې ته سپاري.

باید په یاد ولرﺉ چې هر چاپ شوی کتاب په لوستو هم نه ارزي. داسې هم پېښ شوي چې یو شخص په ډېرې پلټنې او ډېر وخت په لګولو سره ګټور معلومات ترلاسه کړې وي او غواړي نور هم ترې آګاه کړي خو شرایط ورته برابر نه وي نو اړ کېږي خپل معلومات د یو سایټ، صفحې یا هم پي ډي اېف له لارې تر خلکو ورسوي. خو د ده خلاف بل شخص سره له دې چې شرایط ورته برابر هم وي د خپلو نا ګټورو معلوماتو سره یوازې د دې لپاره چې غواړي نوم یې د کتاب په پوښ ​​را څرګند شي، په ډېرې چټکۍ او د معلوماتو د غلط سمون سربېره هم چاپ کوي او تر خلکو یې رسوي.

په ورته وخت کې ډېری خلک د داسې کتاب معلومات د چاپ کېدا له امله ګټور او با ارزښته بولي او هغه پي ډي اېف فایل چې له ګټورو معلوماتو ډک وي یوازې په دې سبب بې ارزښته بولي چې خپرونکي یې نه ده چاپ کړی او د پي ډي اېف په ډول یې تر خلکو رسولی. که مو د ټولنې وګړي په پوهه سمبال وي او د حق او باطل توپیر وکړای شي، لېرې به نه وي چې د ټولنې وړتیا به د پوهې د تولید او خپرېدو په لور وده وکړي.

د ذکر شویو ټکو له مخې، د مطالعې غوره تګ لاره د انتقادي مطالعې په توګه پېژندل کېدای شي؛ خو یوازې نیوکه نه، بلکې په دې معنا چې لوستوونکي دومره کتاب لوستی وي او زده کړه یې ترې کړې وي چې که د کتاب په کوم ځای کې یو څه ورته مبهم او د پوښتنې وړ و برېښي، وکولای شي د پوښتنې ځواب ولري او سم له نا سم توپیر کړای شي.

د کتابونو د بازار د ګرمېدو، د کتابتونونو د سوداګرۍ، سوکالۍ او د ټولنې د ټولو غړو د پوهاوي کچې د لوړېدو په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button