د املوکو له دې ګټو خبر وی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي
املوک مېوه ده، چې د مني په فصل کې پخېږي. دغه مېوه چې نن سبا په بازار کې ښه ډېره پېدا کېږي بې شمېره ګټې لري.د تغذیې د برخې متخصص مرتضی صفوي د املوکو ګټې ته په اشارې وایي: املوک د وېټامین (اې، بي، سي) تر ټولو ښه سرچینه ده چې د زړه او سرطان له ناروغیو مو ژغوري. نوموړی وایي املوک په درماني ځانګړنو کې سرو (رومي) بانجانو ته ورته دي، په کې شته انتي اکسیدان یې د دې لامل کېږي، چې د زړه او سرطان ناروغۍ له منځه یوسي.

صفوي وایي املوک د مني فصل د هغه مېوو له ډلې شمېرل کېږي، چې د ډیرو خلکو خوښېږي. دا چې املوک د وېټامین سي او بتاکاروتن ښه سرچینه بلل کېږي د بدن دفاعي سېستم پیاوړی کوي او لوړ غذایي ارزښت لري.

د املوکو ونه د پیوند کولو له لارې ډېرېږي، تر نهو مترو پورې جګېږي. که ښه پاملرنه ورته وشي تر سلو کلونو پورې ژوند کولی شي. د املوکو ونه د لومړي ځل لپاره په جاپان کې لیدل شوې ده او مېوه یې د ځیګر او معدې په پاکولو کې موثره ده.

املوک په وېټامین (اې، بي، سي) سربېره کلیسم او فاسفور هم لري. په املوکو کې شته قندي مواد د هغه کسانو لپاره، چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي کوم زیان نه لري.

املوک د انسان له ژر زړېدو مخه نیسي، په کُلمو کې د قبضیت او التهاب مخنیوی کوي، چې په خامه او پخه بڼه خوړل کېږي. د املوکو خوند تر پخېدو مخکې یو څه تریخ وي.

په سل ګرامه یا یوه عدد املوک کې له ۷۹ نیولې تر ۸۰ کالوري انرژي شته وي. په یوه عدد املوک کې لږ تر لږه ۱۱ ملي ګرامه وېټامین سي شته. دغه راز املوک ۲۷۱۰ واحده تقریباً (۰٫۶۶۷ ملي ګرامه) وېټامین (اې) لري، چې د ورځې په اوږدو کې یوازې د یوه دانه املوکو خوړل د بدن د اړتیا وړ نیم وېټامین (اې) پوره کولی شي.

د تغذیې د برخې متخصصین وایي، دا چې املوک په خپل ترکیب کې یو ډول رنګ لرونکې دانې لري او دغه دانې د وېټامین (سي او اې) ښکارندویي کوي د زړه او سرطان ناروغیو مخه نیسي. له همدې کبله د مني په فصل کې ټولو ته د املوکو د خوړلو سپارښتنه کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button