د نا امېدۍ وروستی حد!

عبدالرحمن سعيد

هغه خلک چې د اسلام دعوه کوي او ځانونه مسلمانان بولي، د هغوی په اړه په قرآن مجيد او نبوي احاديثو کې ډېر واضح او صريح احکام شته. په قرآن مجيد او نبوي احاديثو کې ټول هغه خلک خپلو کې سره وروڼه بلل شوي، چې په الله تعالی او د هغه په رسول صلي الله عليه وسلم يې ايمان راوړی او ځانونه مسلمانان بولي.

همدغه شان دوی ته خپل دوست او دښمن هم ورپېژندل شوی، اسلام واضح کړې، هر هغه څوک چې د توحيد کلمه وايي، ستا دوست دی او هر کافر او مشرک ستا دښمن دی. قرآن مجيد کې واضح ويل شوي: هيڅکله به يهود او نصارا له تا څخه تر هغه راضي نه شي، څو چې د هغوی دین ونه منې.

همداراز په ګڼ شمېر نورو آيتونو کې ويل شوي چې هغه کسان ځانونه مسلمانان بولي، خو له کفارو سره دوستي کوي، نو يقيناً چې دوی د هماغو کفارو له ډلې څخه دي. په ځينو آيتونو کې دغه ډول خلک منافقين بلل شوي.

همدغه راز رسول الله صلي الله عليه وسلم مسلمانان له يو جسد سره مشابه کړي، کله چې د جسد په يوه برخه درد وي، نو ټول بدن ترې نا ارامه وي.

خو له دې هر څه سره سره متأسفانه دا دی وينو چې مسلمانانو خپلو ديني ارشاداتو ته شا کړې او يو مخ د کفارو په دسيسو کې ښکېل دي.

مسلمانان په جغرافيايي، ژبني، قومي او نژادي برخو سره ويشل شوي، له يوې اسلامي نړۍ څخه څو پنځوس اسلامي هېوادونه! جوړ دي. هر يو بل ته ګوته په ماشه ناست دی، هيڅ مسلمانان له اجازې پرته د بل مسلمان خاورې ته نه شي داخلېدلی، مسلمانان سره وېشل شوي دي. هر يو يې بل خپل دښمن ګڼي. که په يو ځای کې په يو مسلمان تېری کيږي، نور يې هسې تماشه کوي او وايي چې هغه د هغوی خپله داخلي موضوع ده؛ موږ پورې اړه نه لري!

همداراز يوه بله بدمرغي دا ده چې په مذهبي لحاظ د مسلمانانو له منځه نوې نوې ډلې راپيدا کيږي. تقريباً د اسلام په اوايلو کې، يعنې په دوهمه هجري پېړۍ کې څلور امامان (امام ابو حنيفه، امام شافعي، امام مالک او امام احمد رحمهم الله تعالی) د الله تعالی د رحمت په توګه رانازل شول، دوی ډېر لوی مجتهدين وو، هر يو ډېر مخلص او تقوادار وو، هر يو يې د اسلام په هره برخه کې پوره پوره معلومات درلودل، له هر ډول ناوړه خويونو الله تعالی ساتلي وو. حتی تر دې چې ټول اسلامي امت پر دوی راټول و او داسې څوک تقريباً پاتې نه شول چې له دوی څخه ور هاخوا کوم بل مذهب د ځان لپاره غوره کړي، د امت اجماع په دې شوه چې هر مسلمان بايد د دغو څلورو امامانو له جملې بلا توپيره د يوه لاره ونيسي.

تر دوی وروسته هم لوی لوی علماء تېر شول، خو ټولو د دوی له جملې د يوه اتباع کوله، خو متأسفانه ورو ورو په هره زمانه کې داسې ځان غوښتونکي او جاهل اشخاص راپيدا شول چې حتی په دغو څلورو واړو امامانو کې يې يو هم سم نه باله، په ټولو يې کرښه راښکله او ځان به يې تر دوی ټولو غوره مسلمان او پوه عالم باله، نو يوه نوې ډله به يې راپيدا کړه، اسلامي امت به يې سره ووېشه، پر نورو مسلمانانو به يې د کفر ټاپې ووهلې او د مسلمانانو تر منځ به يې خپل منځي جګړې پيل کړې.

له بده مرغه دا لړۍ لا تر اوسه روانه ده تقريباً هره پېړۍ کې څو څو نوې نوې ډلې او فتنې راوځي. څو څو پېړۍ وروسته داسې خلک راپيدا کيږي چې خپل اسلاف، امامان او علماء ناپوهان بولي او خلک د هغوی پر خلاف او خپلې تابعدارۍ ته رابولي! اوس اسلامي امت خپلو کې دومره سره ښکېل او په جګړه دی، چې له کفارو سره د جګړې وخت نه لري او نه هم له کفارو سره دښمنۍ ته د چا پام دی. ټول خپلو کې سره نښتي.

ځوانان مو لګيا دي د کفارو ړوند تقليد کوي. شکل او څېره يې د صليبيانو په شان جوړه کړې، د خپل پېغمبر صلي الله عليه وسلم په سنتو شرميږي او د صليبيانو هر ډيزاين او د کلتور هره برخه د ځان لپاره فخر ګڼي، جهاد او دعوت خو څه کړې، خپل لمونځ اودس لا ترې پاتې. ځينې يې لګيا دي فقط د پيسو زياتولو ته يې کار ويلي، ځينې يې نه د دين دي او نه د دنيا، فقط ګيم، کرکټ او نورو لهو ولعب ساعت تېريو باندې سر دي.

زموږ هيڅ ځوان سره د اسلامي نظام د قيام، د الهي کلمې د لوړاوي او د مقدسو اماکنو د ساتنې فکر نشته. له کفارو سره دښمني او له مسلمانانو سره دوستي د خلکو له زړونو ختمه شوې. په سلو کې ايله پنځه فيصده ځوانان به داسې وي، چې هغوی به تر يوه حده د امت په هکله فکرمن وي، نور ټول د شيطان په دسيسو کې نښتي. نو ايا له داسې ځوانانو به کفار ويره ولري؟ او ايا داسې خوانانو څخه اسلامي امت کومه د خير تمه کولای شي؟!

بله بد بختي دا ده چې اسلامي امت په لسګونو هېوادونو وېشل شوی، په هر هېواد يې داسې خلک واکمن دي چې له کفارو سره دوستي د ځان فخر ګڼي، هيڅ داسې هېواد نشته چې په نره او ښکاره ډول د اسلام او مسلمانانو دفاع وکړي، کيدای شي کوم يو به کله نا کله د مسلمانانو د يوې اهمې قضيې په هکله يوه څه وايي، خو فقط د ويلو تر حده او بس. عملاً هيڅ نه کوي او څه چې وايي، فقط د خپلو مسلمانو ولسونو د غولونې لپاره!

د اسلامي هېوادونو! هر مشر کوشش کوي چې د صليبيانو اعتماد خپل کړي او د نورو په نسبت ځان ورنژدې کړي.

افسوس چې دوی په ذلت کې عزت لټوي او د ځان لپاره حتماً یو صليبي بادار مومي، که نه په اسلامي نړۍ به د هيچا زور نه ؤ رسېدلی، کله چې په لسګونو هېوادونه په يوه خوله شي، خپلو کې اتحاد وکړي او د کفارو پر خلاف يو دريخ ونيسي، ايا تر دوی به هم بل څوک عزتمن وي؟! ايا نړۍ کې به د دوی په شان پاور او زور بل څوک ولري؟!
نه، هيڅکله نه! کله چې مسلمانان خپلو کې په اتحاد وو او خپل دوست او دښمن يې پيژانده او له جهاد څخه يې زړونو کې وېره نه درلوده، هغه مهال مسلمانان داسې عزتمن او سرلوړي ؤ، چې د نړۍ بل سر کې به هم کفار د دوی تابع و.

نو ای ځوانانو!
راشئ د ځان لپاره عزت غوره کړئ! هر ډول خپل منځي اختلافات او بې ځایه تحميل شوي تقسيمات شاته وغورځوئ او د الله تعالی په لاره کې مسلح جهاد پيل کړئ، د اسلام او مسلمانانو د سرلوړي او د يو واحد اسلامي نظام د قيام لپاره له باطل پرستانو سره وجنګېږئ. هم به مو ژوند د عزت وي او هم په د قيامت په ورځ د الله تعالی او د خپل محبوب رسول صلي الله عليه وسلم پر وړاندې سپين مخي ياست!
خو که خدای مه کړه، همداسې د غفلت په خوب ويده واست، نو هم به مو د دنيا ژوند په ذلت کې تېر کړی وي او هم به د قيامت په ورځ خوار او ذليل له کفارو سره يو ځای دوزخ ته غورځول کېږئ.

ځوانانو!
د کفارو هر ډول پروګرامونه، رواجونه او نظامونه رد کړئ!
موږ الحمدلله مسلمانان يو، اسلام يو شامل او کامل دين دی، حتی د اودس ماتي طريقه يې هم بيان کړې، نو ايا په داسې يو شامل او کامل دين کې به د حکومت او نظام طريقه نه وي بيان شوې؟

ولې نه! اسلام د حکومت لپاره خپله نقشه او قوانين لري. داسې قوانين چې د ټولو مسلمانانو او ګرد بشريت لپاره پکې خير نغښتی.

دغه د کفارو له خوا په يو او بل نوم جوړ شوي باطل نظامونه او نظريې رد کړئ. کمونيزم، ديموکراسي، سيکولريستي، نشنلستي او داسې نور په لسګونو ګمراه او باطل افکار فقط د دې لپاره جوړ شوي چې له مسلمانانو څخه د هغوی عزت (اسلامي نظام) واخلي او مسلمانان مجبور کړي چې د کفارو هر فرمايش ته لبيک ووايي!
ځوانانو!

په دغه پنځوس – شپېته کاله ژوند مه غولېږئ، د قيامت يوه ورځ پنځوس زره کاله ده او د جنت او دوزخ ژوند ابدي دی، داسې چې هيڅ پای او ختمېدل نه لري.

په خپل دين کلکې منګلې ولګوئ او د کفارو هر ډول دسيسې او ډرامې شنډې کړئ.
که نور بيخي نه پوهېږئ او د اسلام په اړه مطالعه نه لرئ، فقط دومره پوه شئ چې هر څه د کفارو خلاف کوئ، له هغوی سره له مشابهته ځان وساتئ، د هغوی هيڅ خبره مه منئ او د اسلام په اړه هر اړخيزه مطالعه وکړئ، خپله علمي سويه مو غښتلې کړئ او د کفارو په پلانونو او دسيسو ځانونه ښه وپوهوئ، ولسونه پرې خبر کړئ، د کفارو او د هغوی د غلامانو (تش په نوم مسلمانانو) پر خلاف مسلمانان راوپاروئ، ذهنونه يې ورخلاص کړئ او د کفارو او منافقينو له شومو ارادو يې خبر کړئ.
که داسې مو وکړل، نو لرې نه ده چې مسلمانان به يو ځل بيا ډېر ژر د خپل لوی برم او عزت څښتانان شي، ان شاء الله…

خو که همداسې د غفلت په خوب ويده وئ، نو په ياد ولرئ چې يوه ورځ به کفار ستا تر دروازې هم درورسيږي، ناموس به دې بې عزته شي، ته به ووژل شې، اولادونه به دې ستا تر مخ په وينو کې لت پت شي، جوماتونو څخه به دې سينماګانې او نايټ کلپونه جوړ شي او بيا به هيڅکله حتی د چا تر مخ د شهادت کلمه هم ونه شې لوستلی!

ونغوذ بالله من ذلک…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button