په کيسه کې کرکټر کښنه (يوولسمه برخه)

په کيسه کې کرکټر کښنه (يوولسمه برخه) / بصيرالحق عادل

 

د کونډې جينۍ په کيسه کې مکالمه:

د کيسې پيل چې مخکې مو وويل حرکت پکې دی، هغه هم په دې خاطر چې په مکالمه پيل شوې، خواښې خپلې نږور ته وايي:

_تورې بلا! زما د ګل په شان زوى دې وڅاټه اوس مولاشر موې بېل

راحت زاخيلي د کونډې جينۍ په کيسه کې يو بل کمال هم کړی دی، دوه کرکټرونه پرلپسې نه غږوي، د يو له خولې خبرې راوباسي، بيا د دوی انځور راکړي، بيا د بل کرکټر له خولې خبرې وباسي:

لکه لاندې بېلګه:

_ مورې نور وهل نشم زغملاى، ښه اخر زما ګناه خطا خو را وښيه هسې مې وهې ولې ؟

  پښتنه جينۍ ګوره او خواښې نه دا پوښتنه كول چې (( زه دې ولې ووهلم ؟)) دا دمرغۍ يوه داسې ګناه ده چې  د بخښلووړ نه وه. د مرجانې ټټر باندې اور ولګيده ژبه يې وويسته ټول كور مالت يې په سر واخيسته  :
_
درواغجنه ګوره چې ماسره ناندرې وهي په ورو غوندې مې د ګوتو سرونه ورورسيده ته  به وايې په تورو مې كړمه كړه، چې داسې دګل غوټۍ وې نو مور او پلار واده كولې څه دپاره؟

پورته بېلګه کې وينو چې لومړی مرغۍ خبرې کوي، بيا ليکوال د دوهم کرکټر مرجانې رواني څېره راته انځوروي او وروسته يې له خولې خبره باسي، زما په اند دا هم په مکالمه کې يو بريالی کار کېدی شي.

لاندې بېلګه کې د کونډې جينۍ مور او پلار د مرغۍ پر وړاندې خبرې کوي او مکالمه په ډېر هنر کښل شوې ده، ژبې او لهجې ته پکې پام شوی دی او د دوی ژوندی تصوير موږ ته راکوي:

_ ستا ملا ولې ماته ده؟ ډيوه كې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې پاڅه لاس وينځونى را واخله.
مرجانه په يوه ټوپ ورته مخ كې شوه او ويې ويل:
_
دې ته څه  مه وايه دا د محل راڼۍ پرې ده چې خوب وكړي كه ستا څه  كار وي نو زه به يې كوم.
دومره ساعت كې مرغۍ كوزه او لاس وينځونى لاس كې خسر ته ورغله.
مرجانې ورته په سينه کې داسې ټېله ورکړه ،چې دهغې په سترګويې توره شپه کړه.مرجانې ووې:
_
بس بس موږ وبخښه د خپل خاوند خدمت به زه پخپله كوم ته ځه پالنګ كې ويده شه ته راڼۍ يې.
مرغۍ د اوښكو ډكې سترګې ورته را واړولې او ويې ويل:
_
ابۍ! زه راڼۍ چېرته يم ستا وينځه يم ته هسې خپه كېږي.
مرجانې پرې لرګې را اوچت كړ:
_
ته بيا ماسره خبرې كوې؟وګورئ خلقه ما دې سره څه كړې دي؟ چې دا هر وخت ژاړي ما كه تش دومره ووې  لورې دا كار د سيالانو نه دى ته كونډه يې داسې مه كوه نو مابده خبره كړې، راڼۍ له هغه وخت راهيسې تندى تريو نيولى دى او ژبه يې راباندې ايستلې ده،  بيا يې هم لا ارمان پاتې دى؟

په ټوله کې د کونډې جينۍ په کيسه کې په زړه پورې مکالمه کښل شوې ده، او د دوی رښتينی انځور موږ ته راکوي.

نور په بله برخه کې. . .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button