جګړه ماران زاړه شول خو ساړه نه شول

ډاکټره: صديقه زرمتۍ افغان

جګړه ماران زاړه شول خو ساړه نه شول

درنو لوستونکو! دا خبره يوځل تکرارول او ستاسو له غوږه تېرول غواړم افغان ملت د زمانې په اوږدو کې د رهبر، خلقي، پرچمي، طالب، داعش او د سيمې هېوادو له خوا وټکول شو، و وژل، وتړل، د بهرنۍ نړۍ نوکر پاتې شو، تاريخ پرې نن ډېر خفه دی، اوسني مشران يې په داخل او دوحه کې ښه سياسي لوبغاړي نه دي. د نورو ملتو د خندا شول دا هغه خبرې دي چې زه يې يادول دلته له ډېر مجبوريته نور اړين ګڼم خو کله چې د خپل ملت دردېدلي حالت او د خپلو مشرانو کړنو او غوښتنو ته ګورم نو افغان مېرمنې مجبورې دي چې په داسې ليکنو او الفاظ د دې حالاتو په وړاندې لاس پورې کړي او د ملت زړونه لاس ته راوړي ترڅو دغه جګړه مارې ډلې ونه شي کولای چې دغه شل کلنې لاس ته راوړنې يوځل بيا د خپل ناکام سياست په پايله کې په لوی سيند لاهو کړي.
دا هغه خبرې دي چې په اړه افغان مشرانو ته په کارده له دې وروسته له يو بل سره وګوري، په خپلو نفسونو، غلا، چور، وژنو، زنا او له ملت ځورولو نور لاس واخلي او يوځل بيا نړېوالو ته ثابته کړي چې افغانان په خپل ذات کې يو ژوندی او په کار او استعداد ولاړ او پوه ملت دی. سره له دې چې ملت ته د نجات ورکولو کومه ځانګړې او رسمي لاره په دې اړه نه ده پاتې بيا هم که چېرته د خپل هېواد او ملت د ژغورلو لپاره هلې ځلې وکړو دا به څرګنده شي چې موږ يو ژوندی ملت يو او کولای شو دې جګړې ته په افغانستان کې نور د پای ټکی کېدو.
څرنګه چې د افغانانو په اړه خبرې کول غواړو په دې اړه د افغان ملت په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو لاره او دريز ډېر څرګند دی او کوښښ بايد وکړي هغه لاره د خپل ځان او خاورې لپاره اختيار کړي چې د دوي ګټې په کې له سياسي، اقتصادي، فرهنګي، سيمه يز او له هر پلوه خوندي وي. ولې دې لارې ته سيخ کول د دغه ملت نه په داخل او نه په بهر کې څوک پرېږدي چې دوي پرې لاړ شي او يو کامياب ملت د ځمکې پرمخ وګڼل شي، بلکې چېرته چې جګړې او ناخوالې دي په افغان ملت تپل کېږي او په برخه خوار همدغه افغان مېرمنې دي.
کله چې د يو ژوندي ملت او بيا د هغه د کار په اړه خبرې کول غواړو دا خبره او مطلب تل دې خلکو ته په ښکاره الفاظو څرګند شوی چې په دې خاوره کې د ملکونو د اختلافاتو د حل لپاره افغانستان تل د دې اختلافاتو د حل د لارې د پيدا کولو په غرض هر وخت خبرو اترو او مفاهمې ته تيار دی او غواړي په دې خاوره کې يوه د سولې فضا رامنځ ته کړي ولې نننۍ ډلې چې په دوحه کې ځانونه پاک او سپيڅلي طالبان او د جنت وړ بولي په يوه او بله بهانه سولې ته زړه نه ښه کوي حال دا چې په سوله رسول (ص) څومره تاکېد کړی او راځئ د حديبې سوله مطالعه کړو بيا به موږ ته معلومه شي چې څوک د افغانستان آبادول غواړي او څوک له افغاني ټولنې د ښځو ورکول غواړي او څومره يوې مېرمنې ته په يوه ټولنه کې چې هغه ډاکټره وي اړتيا ده چې زه يې هره ورځ په خپلو سترګو وينم چې ماته د تداوي لپاره راځي او دوي خپلې ناروغۍ نه شي تشريح کولای نو يوه نارينه ډاکټر ته به دوي خپل حال څرنګه بيان کړي چې نن د دوحې په ډله کې چې هغه له پاکو او سپېڅلو طالبانو عبارت دي يوه مېرمن هم ورسره نه شته.
نن چې د خپل ملت د سولې په اړه خبرې کوو غواړو دا خبره يوځل بيا د ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه را په دېخوا په ډاګه کړو چې افغانان سوله غواړي دا چې د سولې په راوستو کې څوک څومره اخلاص من دي هغه نن ټول ملت په دې ښه پوهېږي او بل تل دغه ملت څو څو وارې له خپلو مشرانو اوحتی له نړېوالې ټولنې د خپلو ستونزو د کشالې د هوارولو لپاره د مستقيمو مذاکرو د غوښتلو وړانديز کړی دا چې دواړه ډلې د سولې له پلوه او د خپلو شخصي غوښتنو له امله په دې ټکي کلکه عقيده نه لري او نه غواړي چې دوي د دوحې جرګه د سولې له پلوه کاميابه کړي. نو همدا علت دی چې په دې خاوره کې سوله هم ناممکنه ده چې ژر دې راشي ولې په دې اړه ملت د سولې غوښتونکی دی.
په دوحه کې دواړه ډلې چې په سوله سره نه سلا کېږي او بيا افغان ملت هغه وخت موږ ژوندي ګڼلی شو چې هغه په خپلو کارو سره بريالي شي. ولې په افغانستان کې چې موږ خپل ملت او بيا مشرانو ته په دوحه کې د سولې له پلوه ګورو زموږ ملت ډېر پياوړی او ژوندی ملت دی ځکه تل يې خپل مشران تر ارګ پورې رسولي دا چې مشرانو يې وروسته په افغانستان او دوحه کې د سولې له پلوه د غلامۍ زنځير په غاړه کې اچولی او ملت يې په ډاګ پرې ايښی دا بېله موضوع ده، چې مشر خپلې ګټې په پام کې نيولي او ملت يې خوشې کړی چې په نتيجه کې ورسره هره ورځ په لسګونو او سلګونو هېوادوال وژل کېږي.
په افغانستان کې له جګړه ييزه ډلو سره د امنيتي اړيکو خرابوالی ورځ په ورځ د ډېروالي په حال کې دی، اقتصادي، سياسي، فرهنګي او سوداګريزې ستونزې لا يوه بېله موضوع ده چې په دې برخه کې يې لرو او د خلاصون لپاره هېڅ کوم پلان تر اوسه پورې چا نه دی نيولی.
په دې خاوره کې د ملت د ژوندي توب په اړه که هر څومره ليکنې وکړو دا خبره افغانستان او بيا نړۍ ته معلومه شوې چې زموږ موقف څرګند دی او هغه دا چې دا ملت په خپل وخت سره ډېر زيات کوښښ کوي له دې جګړې چې نن په دوي تپل شوې ځان خلاص کړي. ولې بهرنۍ نړۍ چې په حقيقت کې د دې ملت دښمنه ده د دې چانس نه ورکوي چې افغانان هم د سولې په لور روان شي.
په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې راپه دې خوا افغان ملت د دې ستونزې په وړاندې او د سولې په راوستو کې مجادلې پيل کړي او تراوسه دغه هڅې روانې دي او نن ټوله نړۍ د دوي له سياسي مشروع اعمالو څخه د يوې نړېوالې سياسي قضيې په توګه خبر دي ولې څوک يې په اړه په عملي اقداماتو له دوي سره لاس نه يو کوي چې له دې جګړې نجات ورکړي او په رښتيا دا خبره ثابته کړي چې دا ملت يو ژوندی ملت دی او نه غواړي بې ځايه د دوي وينې په دې خاوره کې د بهرنيو دښمنانو له لاسه نن د طالب په تورې سره تويې شي.
د دې ملت د ژوندي والي او سولې د راوستو په اړه که هر څومره نن خپل زړونه په افغانستان او دوحه کې خالي کړو دا ملت ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د سيمې هېوادو ته لکه د لمر په څېر څرګند دی چې د مضبوطو اړيکو او پياوړې ورورۍ په بنا چې لري او هېڅ څوک هم له دې اړيکو نن سترګې نه شي پټولای او تل د خپل حکومت د مشروع سياسي اعمالوحمايت کړی او کوي او دغه ملت په خپل هېواد کې يو څرګند موقف لري او ټولې نړۍ ته ښکاره دی او تل يې د نورې نړۍ د خلکو سياسي اهدافو ته احترام کړی او له دې کبله چې د دوي اعمال د بشري حقوقو، د ټولو بشري ټولنو د ملي او بين المللي حيات د اصولو، د بين المللي عمومي اساساتو او د ملګرو ملتو د منشور له روح سره موافق ګڼي نو ملاتړ يې کوي او په مقابل کې د افغانستان د ملت د ټولو دښمنانو په کلکه مقابله او په کار ده د دوحې له پرېکړې وروسته افغان حکومت د دښمنانو په وړاندې پياوړي تصميمونه ونيسي ځکه له دې څرګندېږي چې دغه د دوحې په سوله کې د افغان حکومت مخالفې ډلې خپلواکې نه دي او نه غواړي سوله وکړي نو چې سوله نه کوي افغان حکومت او ملت ته په کار ده چې شل کلنې لاس ته راوړنې دې يوځل بيا په لوی سيند نه لاهو کوي.
په کومه موضوع چې نن په دې ځای کې بحث کول غواړم دا هغه حقايق دي چې د هېڅ حکومت، هېڅ سياسي اتحاد بيانونه د نړۍ د هوښيارو او حقيقت بينو وګړو له نظره نه شي پټېدلای او هغوي به پرې هرو مرو خبرېږي او خپل نظريات به ټولنې ته په دې اړه وړاندې کوي چې افغان حکومت په دوحه کې د سولې غوښتونکی دی. کوم شی چې په افغانستان کې زموږ د حيرانتيا سبب شوی دا دی چې د دې خاورې دښمنان له يوې خوا د جګړې قضيې ته نوره هم لمن وهي او بل پلو په دې خاوره کې تل اقليتونه په غېږ کې نيولي او اکثريت يې ورته راسملولی چې دا په خپله په دې خاوره کې د نه انډول په پام کې نيول دي چې په دې کار سره په دې ځای کې امنيتي ستونزو ته هم لاره هواره شوې او پښتون ملت له خپلې برخې بې برخې شوی او سوله ناکامه شوې ده.
په هر صورت داسې وينا بې له دې چې نن په افغانستان کې سياسي اوضاعو ته بدلون ورکړي او د مفاهمې لپاره په دوحه کې د سولې لاره خلاصه کړي ترڅو ورسره په دې لار روان شو نور هېڅ کوم تاثير به ونه کړي چې د نننۍ کشالې په هوارېدو کې د اعتبار موارد يوازې او يوازې د افغان ملت خپله آزادانه پرېکړه ده چې په دې اړه يو پياوړی تصميم دا ملت نور ونيسي او هېڅ سياسي ګواښ د دوي په عزم او اراده کې بدلون نه شي راوستلای او نه ترې دا حق سلبولای شي.
څرنګه چې موږ د سولې او خپل ملت په اړه په دې ځای کې خبرې کول غواړو افغان ملت يو ژوندی ملت ثابت شوی د خپلو سياسي څېرو د پرېکړې او تکل احترام يې کړی، د افغانستان خلکو د خپلې سولې د مجادلې لپاره تل هڅه کړې، دومره تجربې ورته په دې برخه کې لکه د نورو ملتو په څېر نه دي حاصلې چې د بهرنيو په پاليسۍ د هغوي پوهه څه ستونزمن کار نه دی او بل دغه ملت د حقيقي قضاوت حق لري او په دې يقين لري چې عدالت خوښونکې نړۍ په حق او ناحق غږ کې توپير او بېلتون نه شي راوستلای.
په افغانستان کې د شته جګړې د هواري لپاره او د دې پېچلې موضوع د کشالې د هوارولو لپاره د داسې يوې موضوع شاملول او داسې سياسي څېرې په افغانستان او بهرنۍ نړۍ کې رامنځ ته کولو ته اړتيا ليدل کېږي چې دغه جګړييزه موضوع نوره په دوحه کې يوې خوا ته پرېږدي او دا يوځل ثابته کړي چې د جګړې قضيه په کوم اصلي رنګ کې ده د حل لپاره بايد په عملي اقداماتو لاس پورې شي او بل دغه ملت د يو بېطرفه او سوله غوښتونکي ملت او حکومت په توګه غواړي خپل نظر ښکاره کړي او خپلو دښمنانو ته دا موقع ورنه کړي چې افغانستان يوځل بيا په تياره کې واچوي او هغه اړيکې په نړېوال ډګر کې افغان ملت ته د ملاحظې وړ دي چې په تياره کې وانه چوي او ځان د ساحل غاړې ته کړي.
د افغانستان نننی سياسي روان حالات چې د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان غواړي د هغو اصلي شکل په بل رنګ واړوي په حقيقت کې د دغه هېواد د تجاوز په خلاف د افغانستان د خلکو مجاهدات دي چې د داسې اعمالو په وړاندې نوره مقابله وکړي او د دې سيمې بې امني په خپل کور کې پای ته ورسوي او د دغو دواړو هېوادو ترمنځ اړيکې خړې پړې شوې دي هغه جوړې کړي.
په پای کې زه له ټولو شته جګړه مارو ډلو او جګړه ييزه هېوادو غواړم چې د افغان مېرمنو شل کلنې لاس ته راوړنې دې په سيند نه لاهو کوي او بل دغه سياسي او مسلمانې ډلې ټپلې دې دا موږ ته ثابته کړي چې په کوم اسلامي او کفري هېواد کې ښځې کار نه کوي او څومره اړتيا ورته شته ده په دې خاوره کې چې موږ له دې کار څخه لاس په سر شو. خو زه په ټولو افغان مېرمنو يوځل غږ کوم چې د داسې بې کاره سياسي څېرو مخه راځئ چې هم په داخل او هم په دوحه کې نوره ونيسو ترڅو موږ د کاميابۍ په لور ګاموانه واخلو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button