ښاغلي جان کیری ته سرخلاصه لیک

 

د ډله ییزو رسنیوله لارې په بیړنی توګه دامریکا دبهرنیو چارووزیرجان کیري دپښې ماتیدوخبرخپور شو.

جان کیري تیره یکشنبه دفرانسې دسیونزرښار کې له بایسکله ولویداوپښه یې ماته شوه .سمدلاسه دپیښې وروسته دجرمني یوه نامتوروغتون ته یووړل شو.امریکا په پلان کې لري چې په لنډ وخت کې یې له جرمني نه امریکا ته په یوه ځانګړي الوتکه کې چې دروغتیا ټول وسایل به لري ولیږدوي.

دوخت څخه په ګټې اخیستوچې ښاغلی جان کیري به په روغتون کې تردرملنې لاندي وي اودڅه وخت له پاره دنړۍ ګوټ،ګوټ ته دپرله پسې سفرونواودپلوماتیکوبوختیاووڅخه وزګارشوی وي د ده پاملرنه د ده هغه ماموریت اوبې ساري منځګړیتوب ته راګرځوم کوم چې دافغانستان په تاریخ کې په کرکجنواوتورجنوکرښو ثبت اود دموکراسی دابتذال اوناکامی دلوبې دیوه ستراواغیزمن لوبغاړي په توګه به دهرافغان په ذهن کې تداعي اوګرم وبلل شې ځکه تاسو دنړی په تاریخ کې هغه دپلومات واست چې دیموکراسی ته مو په افغانستان کې داسې ګوزاراولغته ورکړه چې دهغه ساری دنړۍ په هیڅ هیواد کې نه لیدل کیږي اوپخپله دغه کړنه مودافغان ولس په وړاندې دیموکراسي په انارشي بدله اودموکراتیکې ټولټاکنې هسي بابیزه اوغولوونکي لوبه وه چې په پایله کې یې  دوه سري پاچاهان راوزیږول چې دحکومتونواودنړۍ دهیوادونوپه تاریخ کې یې بیلګه نه شې وړاندې کولی .تاسوجلالتماب هم دامریکا جمهوري ریاست ته نومانداودامریکا دګڼوولسونوپه ملیونورایې موخپلي کړي خوټول ټاکنې مومقابل لوري ته وبایللې خپله ماته موومنله خودملیوني رایوسره سره موپه دولتي اوحکومتي واک کې دګډون اوواکمنی غوښتنه ونه کړه نوتاسودکومې بریالی اوازمویل شوي دپلوماسی له مخې دافغانستان دغیورولس په وینوخړوب شوي ټول ټاکنې دسترناتاراولاینحله کړکیچ سره مخامخ کړې روغتون ته دګلانوګیډۍ درلیږم خولاس لپه کوم چې خدای دي دابله پښه هم ماته کړه امین ثم امین.

بسم الله اکبري

۲/۶/۲۰۱۵

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button