د لرغوني بلخ ریښه پښتني ده

بلخ په بیلو تاریخونو کي د خراسان او افغانستان پخوانی ښار بلل سویدی چي د مروه ، نیشاپور او هرات سره په څنګ کي د خراسان پایخت هم اوسید لی دی . بلخ په ۴۳ هق کي د مسلمانانو تر حملې لاندي راغی او د ( قتیبه بن مسلم ) په وخت کي مکمل د مسلمانانو په لاس کښیوت .

دغه ښار هغه وخت رونق پیدا کړ چي په ۱۱۸ هق کي (اسد بن عبدالله قسری) پایتخت د مروه څخه و بلخ ته را انتقال کړ ، بلخ د زرد ښتي د ین او د اویستا ژبي ځانګو بلل سویده . په ځینو روایاتو کي د نړۍ ترټولو لرغونی ښار بلل سویدی چي تاریخ ئې و زرګونو کالو ته رسیږي .

که څه هم د زرد ښت د پیدایښت په هکله روایات بیل دي خو د ځینو روایاتو پر اساس د میلاد نه مخکي د ۱۸۰۰ څخه تر ۷۰۰ پوري زرد ښت په همدغه سیمه کي ظهور کړیدی چي عربو Umm Al-Belaad یا د (ښا رونو مور) ورته ویلي دي .

اوس د لیکني مرکزي ټکی همدا دی چي دغه سیمه په هغه وخت کي د بلخ په نامه نه یاد یدل بلکه دغه لرغوني او پراخه سیمه وه چي په پخوانیو وختونو کي د باختر په نامه یادیدل او تقریبآ تر لومړۍ میلادي پیړۍ پوري په ټولو تاریخي اسنادو کي د باختر په نامه لیدل کیږي .

باختر

په یوناني Βακτριανή (باکتریان ) Βάκτρα ( باکترا) په لاتیني Bactariana یا Bactria ( باکتریا ) په چینایي : 大夏 Dàxià او په تاجیکي Бохтарپه بیلو لرغونو لیکنو او اسناد و کي د پښتون قوم د پاره پکار وړل سویدی . داچي پښتانه څنګه او څه وخت دغه سیمي ته راغلي دي دا ډ یر اوږد او مفصل بحث دی خو زه ئې په لنډ ډول دا سي د ر پیژنم :

پښتانه د (اورین) د قوم هغه قبیله ده چي میلیون کاله مخکي د کینیا د (توګن ) د ښار څخه راوکوچیدل او په بین النهرین « عراق » او د هغه په شااو خوا سیمو کي میشت سول چي د کوردانو سره د پښتنو جینتکي اړیکي دغه دعوه تصد یقوي ، خو تقریبآ ۷۰۰۰ کاله مخکي یوه ډ له د پښتنو چي په ژبپوهنه کي د ګورګان د کوچیانو په نامه یاد سویدي د اناتولي (غربي ترکیه) څخه د اورال او قفقاز په لور و خوځیدل او بلاخره ئې یوه ډ له د «امو» او «سیرد ریا» په منځ او شا و خوا سیمو کي میشت سول او بله ډ له ئې د (ګند هارا) او اوسني افغانستان په جنوب شرقي او جنوب غربي سیمو کي تیت و پرک سول چي وروسته هم په منځنۍ اسیا کي او هم په جنوب شرقي او جنوب غربي افغانستان کي د تاریخ په بیلو پړاوؤ کي په بیلو نومونو او قومونوکي راښکاره سویدي .

پښتانه په ریګویدا کي د « پکهت » یا پکهتا په نامه او په اویستا کي د (بخته) ، بخت یا بخدي په نامه یاد سویدي . ریګویدا او اویستا پخپل منځ کي نیږدې پیوند لري چي زړښت ئې تقریبآ ۲۰۰۰ کاله مخکي ومیلاد ته رسیږي .

د بخت ، بخد کلیمه په عبری ژبه کي د اولاد او بنده په مفهوم معنا سویده چي ځیني مؤریخین د زرد ښت د اولاد اشاره ورته کوي .

که څه هم د پښتنو د ځای ، تاریخ او هویت په هکله د تاریخ په بیلوپړاونو کي په بیلو ژبو او لیکنو کي بیل تاریخي اندونه او روایات سته دي چي په راتلونکي کي به انشآلله بانډار پر وکړو خو (هرود ت یا هرود تس) مشهور یوناني تاریخ لیکونکي او یوناني منابعو پښتانه پکتیس ، پکتین او )پکتولیس( بللي دي .

که څه هم یونانیان نومونو ته بد لون ورکوي یا په یوناني ژبه او اثارو کي نومونه بد لون مومي خو د ستر دارا (داریوش) په ډ برینه لیکنه کي پښتانه په ( باختریش ) سره یاد سویدي چي وروسته ورو ورو په ( باختر ) او ( باختریا ) باندي اوښتي دي او د غه (باختر) یا باختریا په یوناني مؤخذ و کي د « باکترا » Βάκτρα او په لاتین کي د باکتریا Bactria په شکل لیکل سویدي.

د بلخ سیمه چي د شمال لخوا د سغد او امو سیند سره د شرق لخوا په چین پوري او د جنوب لخوا د هندوکش په غرو پوري موښتې ده مخکي د همدغه قوم په نامه یعني د باختر په نامه یا د ید ل چي مرکز ئې «زري اسپه» Zariaspa وؤ. ( زري اسپه ) هم پښتو او اویستایي ګډه کلیمه ده چي زري = زر او اسپه = آس یعني د ( زروآس ) یا د زري آس درلود ونکی .

معنا دا چي د اوسني بلخ سیمه مخکي د «باختر» یا « باختریا » د قوم په نامه یا د یدل نه د ښار په نامه ، لکه هالند چي د « نارنج د شاهي کورنۍ » د واک نه مخکي د (هالنډ یانو) په نامه داد یدی .

زما د خبري په تاید ایرانی سعید نفیسي پخپل لغات نامه کي داسي راوړي :

( د باختریانو ایالت او د سغد یانو ایالت چي د جیحون او سیحون په منځ کي پراته وه څنګ په څنګ پر لاري تلل او په هر کار کي ئې ګډ د استان درلود . دغه د واړو ناحیو د ستر کوروش او ستر سکند ر څخه ډ یر ربړونه ولید ل او د هخا منشانو په لیکنو کي د د واړو ایالتو نومونه یو ځای راغلي دي او یوناني مؤرخینو هم په تیره بیا « هرود ت » دغه د واړي ناحیې یو ځای ذ کر کړیدي . خو وروسته باختریانو د بلخ ناحیه او سغد یانو د سمرقند او بخارا ناحیه تشکیل کړل . د بلخ پخوانی نوم په یوناني اثارو کي « باکترا» د هخامشیانو په لیکنو کي «باختري » او د اویستا د «وند یدا» په فصل کي « بخدي » راغلی دی او اضافه کوي چي د د ریم داریوش د بیستون په ډ برینه لیکنه کي د « باختریش » په نامه یاد سویدی ) . نفیسي زیا توي همدغه ناحیه وه چي اول د هندو اروپا یي ملت همد لته توقف وکړ او وروسته همدغه خلګ وه چي د شمال شرق د غرو د لاري ایران ته راغلل او اوسنی ایرانی ملت ئې تشکیل کړ .

ایرانی علی اکبر د هخدا هم زما سره هم نظر دی او پخپل لغات نامه کي داسي لیکي :

( باختر ، باختریش یا بلخ د هغه مملکت د پا یتخت نوم وؤ چي په همدغه نامه سره یاد یدی ، د پارا پامیز د غره په لمنو کي پروت دی او د « باختروس، باکتروس » سند ئې چي وروسته په بلخاب سره یاد سویدی د دغه ښار له منځه تیریږي او زیاتوي چي د بلخ نوم د همدغه سند څخه اخیستل سویدی ) .

د باخترسیمه د باختري ژبي په قوت چي ساسانیانواو هیفتا لیانوهم خبري په کولې ورو ورو په بلخ باندي اوښتی دی .

ډ یرداسي خارجي او داخلي څیړونکي سته چي د بلخ نوم د باختر څخه جلا بولي او په سانسیګریت کي ئې د اریائي کلیمې बाह्लीक Bāhlika) بهلیک (بلهیه) ، ( بلهیکا ) یا بلهکا څخه مشتق بولي او دعوه لري چي د بلخ ښار د ریګویدا او اوستا په لرغونو اثارو کي ذ کر سویدی .خو دغه څیړنه د رسته نه ښکاري یو داچي کیدای سي دغه محترمو څیړنکو د سانسیګریت په (اریاناورته) کي د Bahika ښار چي د کابل و څنګ ته پروت وؤ او اغلبآ به د بګرام ښار وؤ د بهلیکا یا بلهیک سره اشتیباه نیولی دی ، یا ئې د Bahalika د نامه سره ایشتیبا نیولی دی چي د بود یزم په وخت کي په همدغه سیمه کي یو مشهوره غیر روحاني بودا پرست وؤ . بل دا چي پدغه هدڅ کي د باختر اصلي او لرغونی نوم نفي کیږي چي د بلهه سره کوم کورني ارتباط نلري او د ریم دا چي په سانسیګریت کي بهلیکه یا بلهیکا د ښار په معنا راغلی دی نه د یوه ځانګړي ښار په معنا چي بلخ ته منسوب سي .

د بهلیکه یا بلهیکا کلیمه د منګولیا په لیکنو کي هم د ښار په معنا راغلې ده لکه : خان بالهیک = د خان ښار .

د (مرکورټ) تاریخ پوه په اند هم په سانسیګریت کي بهلیک یا بلهیک د ښار په معنا راغلی دی او وايي چي : غز بالهیک = د ترکانو ښار

د شواهد و څخه داسي ښکاري د بلخ ښار چي په اسلامی لومړیو پیړیو کي د تخارستان په نامه هم مشهوره سویدی د ریګویدا او اویستا د تد وین څخه سل ګونه یا زرګونه کاله وروسته جوړسویدی یعنی بلخ د اریائیانو په وخت کي وجود نه درلود صرف دغه سیمه وه چي د باختر په نامه یاد یدل که نه نو د سترسکند ر په مهمو یا دا شتو کي به ئې حتمآ نوم راغلی وای ، د بلخ نوم د ( اول د یود وتس ) یا (اول د یود وت) د حاکمیت سره یوځای په یوناني اثارو کي را ښکاره سویدی .

پدې معنا: کله چي ستر سکندر د۳۳ کالو په عمر په کال ۳۲۳ مخکي تر میلاد په بابل کي نا ببره مړ سو نو امپراطوري ئې د قومندانانو او والیانو تر منځ و ویشل سول . د ستر اسکندر د مړیني په هکله هم روایات بیل دي یو روایت دا دی چي سکند ر د ټول جهان په نیولو کي پاته راغی ځکه ئې د روحي فشار په اساس سکته وکړل . بل روایت وایي چي سکندر د بابل په نیولو سره جشن جوړ کړ او هغه شپه ئې تر سهاره د باندي په یخه هوا کي شراب و څښل او بلاخره ئې د ډ یرو شرابو او یخني څخه قلبي سکته وکړل ، یو د روایاتو څخه دا دی چي سکندر ته د خپلي پښتني میرمني لخوا زهر ورکړل سول خو دغه روایت د قیق ندی .ځکه چي د اسکندر میرمني ( رخشانې ) د سکندر سره ډ یره مینه درلود ل که څه هم سکند ر د هند د نیولو وروسته بابل ته په لاره کي د د ریم داریوش د لور « ستاتیرا» سره واده وکړ خو پر رخشانې باندي بیا هم سکندر ګران وؤ او د سکندر د مرګ وروسته ئې یو زوی هم پیدا سو چي د (څلورم سکندر) نوم ئې پر کښیښاوه .

( روشنک یا رکسانا ) اوستایی: Raoxshnaراوُخشنه؛ یونانی Roxane رخسانه یا رُکسانه د باختر د والي د یاور (وخش ارد) Vaxšuvadarva په اروپایي ژبو کي Oxyartes لور وه چي په کال ۳۲۷ مخکي تر میلاد ئې د سکندر سره په باختر کي واده وکړ . کله چي اسکند ر د پارس د نیولو وروسته باختر ونیوی د باختر والي «بیسوس» په جنګ کي مړ سو خو ( وخش ارد) د جنګ نه پرته و سکند رته تسلیم سو او د شرقي فرهنګ د معرفي کولو په نامه ئې سکندر ته یوه میلمستیا جوړه کړل چي په دغه میلمسیا کي د « سغد یانو» د لوړوکورنیو پر ښځو او نارینو سربیره ( رخشانه ) هم موجوده وه . کله چي سکندر د رخشانې ښکلا او لطافت ولیدی چي د ټول مجلس توجه ئې ځان ته کشوله نو سکند ر چي مست هم وؤ پرعاشق سو او په ډ یرجرئت او بې پروایي باندي و د رید اومجلس ته ئې داسي و ویل :

( لازمه ده چي مقدونیان او باختریان په خپلو کي ود ونه سره وکړي څو مخلوط سي ، او دا به یوازنۍ وسیله وي د دې لپاره چي نه مغلوبین و شرمیږي او نه هم فاتحین مغروره سي ) . وروسته د خپل یوه یوناني پهلوان « اشیل » مثال راوړي او وایي : « ایا هغه د یوې اسیرسوي نجلۍ سره واده ونکړ؟ » .

لنډه دا چي د سکند ر د مرګ وروسته ( اول سلوکوس ) چي د سکند ر د تکړه قومندانانو څځه وؤ او په (نیکاتور) باندي مشهوره وؤ په اسیا کي ئې خپله پاچهي اعلان کړل او د اسکند ر په پاته امپراتوري کي د مقد ونیانو په غښتلي پا چا با ندي واوښت څو وروسته ئې سلسله د سلوکیانو په نامه سره یاده سول چي پر« باختر» او نورو ډ یرو سیمو ئې حکومت کاوه .

د سکند ر د امپراطورۍ په ویشلو کي (اول د یودوت) یا (اول د یودوتس) چي د باختریا، باختر یا ( باکترا ) یونانی والي هم وؤ په ۲۶۱ مخکي تر میلاد د ( د وهم انتیوخوس ) په وخت کي ښورښ وکړ، څو د خونړۍ شخړي وروسته ئې د سلوکي د ولت څخه خپل استقلال واخیست او په خپله مشري ئې هم د ( یوناني باختر ) په نامه مستقیل حکومت اعلان کړ اوهم ئې د یوناني باختر د لومړي پاچا په نامه سکه ووهل.

تردغه وخته پوري بلخ وجود نه نلري او سیمه د باختر یا باختریا په نامه یاد یدل . تر هغه وخته پوري چي دغه سیمه د باختر په نامه یاد یدل بلخ په هیڅ یوه نقشه کي هم ندی لیدل سوی .


د يوناني باختر د حکومت نقشه چي باختر لا په بلخ ندی اوښتی . (یوناني ارشیف)

د باختر د یوناني حکومت د جوړید و وروسته هم د بلخ د ښارد جوړید و په هکله روایات بیل دي .

ځني روایات وايي چي د بلخ ښار « د یود وتس » جوړ کړیدی خو ځني نور روایات بیا نقل کوي چي خپله ځايي خلګو یعني باختریانو ( پښتنو) دا ښار جوړکړی دی او بیا ئې د سانسیګریت اریايي کلمه (بلهیکه، بهلیکا) ورته استعمال کړېده یعني د جوړید و وروسته ئې د بالهیکه ، بالهیک یا ( ښار) په نامه یاد کړیدی چي اوس هم سربیره پر پښتنو په نورو افغانانو کي د ښار کلیمه رواج لري لکه : راځۍ چي ښارته ولاړ سو ، په ښار کي جشن دی …. .

په هر حال د بلخ د ښار د جوړید و وروسته یونانیانو دغه ښار د (بخپا) په نامه یاد کړیدی ، اما دغه نوي ښار ته خپلو ځایي خلګو په باختري ژبه کيβαχλο) ) بخلو ویل چي وروسته په (بخل) او بلاخره به بلخ سره اوښتی دی . « بخلو» په باختري ژبه کي د « باختر ، باختروس » د کلیمې د عامیانه ډ یالوګ ډ ول دی لکه نن چي په پښتو کي په تیره بیا د لوی کندهار په لحجه کي ګل محمد ته (ګلو) خان محمد ته (خانو) تاج محمد (تاجو) شمس الد ین ته ( شمسو ) وايي .

اوس هم ډ یر کندهاریان دي چي ځني وخت پخپلو بانډاروکي د ډ یري میني څخه د کندهار پر ځای «کندارو» یاد وي . باختري ژبه چي د پښتو ژبي بیله لحجه او پښه وه د باختر د ځا يي خلګو یعني د باختریانو ژبه وه چي په یوناني الفبآ سره لیکل کیدل او ۲۴ توري ئې د رلود ل . وروسته با ختریانو د (Ϸ) توری چي د (ش) اواز ئې ورکاوه پر اضافه کړ.

باختري ژبي د سغدي ، خوارزمي او پارتي ژبي سره نژدې خپلوي د رلوده او پر ځوانه فارسي ژبه ئې معلومداره خپل تآثیرات پرې ایښي دي . اوس ډ یري داسي کلیمې په اوسنۍ فارسي کي لید ل کیږي چي د باختري ژبي څخه ور پاته دي یعني عربي ندي .

لکه : ملخ ، خد یو ، لهراسب ، بل «روښانه» ، د رواغ یا د روغ چي لومړی شکل ئې د روج druj دی ، بومي ، پلاخن یا ( پلخمان) شنا او نور .

دا چي د اویستا ( بخته ) یا ( بخت، بخدي ) په پکهت یا پکهتا با ندي اوښتی دی علت ئې دادی چي په لرغونې سانسیګریت ژبه کي (خ) وجود ند رلود ځکه نو هرود تس هم بخته ته پکهت ، پکتیس او پکتولیس ویلی دی او په ریګویدا کي هم پکهت ،پکهته اوپکهتا ځکه لیکل سویدي چي ریګویدا په سانسیګریت ژبه لیکل سویده .

پر دا ټولو خبرو سربیره بیا هم ځینو پلټونکو او څیړونکو دا خبره نده منلې یا ئې نه مني چي په اویستا کی بخت ، بخد په ریګویدا کي پکهت ، پکهتا د داریوش په ډ برینه لیکنه کي (باختریش) د یوه ځانګړي قوم «پښتون، پختون» لپاره په کاراچول سوې وي . خو کله چي ریګویدا په بل ځای کي (پکهتا یا بخته ) ته د ځانګړی قوم اشاره کوي نو دغه دعوه په ثبوت رسیږي چي ټول بیل بیل قولونه او نومونه چي په بیلو منابعو کي ذ کر سویدي منظور ئې پښتون یا پختون قوم دی.

په ریګویدا کي د (داش راجیه) یا «لس پاچهان» په نامه د یوه غټ جنګ ذ کر سویدی چي پدې لوی جنګ کي د ( بهرت ) د قبیلې په خلاف لس قبیلې سره یو سوي وي او د یوه ائتلاف په شکل ئې د بهرت د قبیلې سره جنګ کاوه چي په پایله کي د لسو قبیلو ائتلاف ما ته و خوړه او د دغه لسو قبیلو څخه یوه قبیله پکهتا یا بخته یاده سویده چي د (کرومو) یا (کورم ، کرم) د سیند په غاړو کي ئې ژوند کاوه یعني ریګویدا په ډاګه سره « پکهتا، بخته » د ځانګړي قبیلې په حیث معرفي کړیده .

نور ثبوتات دا چي په کوردي ایلامي مؤخذ و کي هم پښتون یا پختون قوم ته (بکتوریش) ویل سویدي، همداسي د سامي ژبو د جملې څخه په ا کدي ژبه کی هم پښتون ته ( باهتر) ویل سویدی.

پایله دا چي موږ په ډاګه سره ویلای سو د بلخ پخوانی ښار چي اوس د ولسوالي په شکل پاته دی د باختریانو« پښتنو» پواسطه جوړ سوی او د دوی په نامه نومول سویدی .

زما اصلي هدف دادی چي د دغه سیمي ټول موجود او وروڼه قومونه تقریبآ يوه ریښه لري او باید په مینه او یوالي کي ژوند سره وکړي . بل داچي د تاریخ په اوږدو کي د بیلو واکدارانو او حاکمانو تیروتني او ایشتباهات باید د معصومو اولسو پر اوږو بار نسي او شخصي نیمګړتیاوي او مظالم په قوم پوري ونه تړل سي څو د یوه اوسپنیز ملي یوالي لپاره زمینه برابره سي .

سرچینې

۱ ( حيات افغاني) د ډ پټي محمد حيات خان پښتو ژباړه ،د دانش د خپر ند ويه ټو لنې چاپ ،پېښور،١٣٨٦ کال .

۲ – لغات نامه د هخدا

۳- لغات نامه سعید نفیسي

۴– د معین انصاري اثار: افغان معارف اسلامیه ، بلخ معارف اسلامیه ، ترک معارف اسلامیه ، پشتو معارف اسلامیه .

۵- فرهنګ ایران باستان : تآلیف پور داود

The Kingdom of Khan 6

City of Balkh (antique Bactria) UNESCO World Heritage 7

Centre.

Encyclopædia Britannica 8

Relation between Afghanistan Germany 9

10 Sil International Ethnology : Languages of the World

Ethnology report for Southern Pashto : Iran 1993 11

Silk Road transmission of Buddhism 12

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button