د شخصیت د ودې او پرمختګ په اړه د ارواپوهنې غوره سپارښتنې!

صديق ارین

د شخصیت د ودې او پرمختګ په اړه د ارواپوهنې غوره سپارښتنې!
۱ ـــ که غواړې هوسا واوسې، لږ پوه شه او که غواړې، چې نېکمرغه واوسې، نو ډېر ولوله.
۲ ـــ د کار تر پایه، په هغه کې تر بریا پورې، له چا سره خبرې مه کوه.
۳ ـــ په غونډو او ناستو کې د حضور له پاره، حتا د یوې دقیقې له پاره هم ځنډ مه کوه.
۵ ـــ سکوت یوازې هغه ځواب دی، چې هېڅ زیان نه لري.
۶ ـــ نصیحت کول، یوازې هغه مهال اغېز لري، چې دوه کسان واوسئ، د ټولو په مخکې چاته نصیحت مه کوئ.
۷ ـــ د چا د مېرمنې او یا هم د چا د خاوند په اړه نظر مه څرګندوئ، نه مثبت او نه هم منفي.
۸ ـــ په ګیلاس کې چای او یا هم بل کوم څښاک تر پایه وڅښئ.
۹ ـــ په کورني اختلاف کې، که ته په حقه هم وې، نو زړور واوسه او له خپلې مېرمنې څخه بښنه وغواړه.
۱۰ ـــ د ماشومانو له پاره، د لوبو جګړه ایز توکي مه اخلئ.
۱۱ ـــ مه دومره کم خوره، چې کمزوری شې او مه دومره زیات خوره، چې ناروغ شې.
۱۲ ـــ د زړه دتنګوالي بد ډول دا دی، چې د ټولو په منځ کې یې، خو یوازې یې.
۱۳ ـــ دروند شخص واوسه او له خبر ورکونې پرته، مه د چا کور ته ورځه او مه هم د چا کار ځای ته.
۱۴ ـــ هوښیار اوسه، له الکولي څښاکونو څخه ګټه مه اخله، چې پرې روږدی کېږې.
۱۵ ـــ خپل وجدان مه غولوه، ځکه چې د کار د سموالي او ناسموالي په اړه دې خبروي.
۱۶ ـــ د پرنجي پرمهال هرومرو له نورو څخه واټن واخله او له دستمال څخه ګټه واخله، خو ښه بېدرېغه وپرنجېږه.
۱۷ ـــ په خپلې مېرمنې باندې مین واوسه، ترڅو جنت ووینې.
۱۸ ـــ که د پاکولو حوصله نه لرې، نو مه یې ککړوه. (مطلب که د چاته ګټه نه رسیږی نو تاوان مه ورسوه)
۱۹ ـــ د نورو د تېروتنو بښل ډېر ښکلي دي، تاته یې د ازمویلو وړاندیز کووم.
۲۰ ـــ په کارمندانو باندې مهربان، خو پرېکنده اوسه.
۲۱ ـــ د چا غرور مه ماتوه، ځکه چې د ماتې ښیښې په څېر درته خطر پېښولی شي.
۲۲ ـــ بد عمل مه تجربه کوه او مه یې هم تکراروه.
۲۳ ـــ په کوم ځای کې دې چې تېروتنه وکړه، په ډېرې زړورتیا سره اقرار وکړه او ووایه، چې تېروتنه مې کړې ده.
۲۴ ـــ له نورو سره د خبرو کولو پرمهال، د هغوی سترګو ته وګوره، ترڅو په خبره او پیغام دې پوه شي.
۲۵ ـــ په خپلو غاښونو مېخ مه اوباسه.
۲۶ ـــ څوک چې تاته هیله لري، نو مه یې نا هیلی کوه.
۲۷ ـــ له هغه چا سره، چې مینه لرې، نو د زېږون د ورځې مبارکي یې ور ولېږه.
۲۸ ـــ لومړنۍ ښېګڼه واوسه.
۲۹ ـــ د ښې او ښو اخلاقو لرونکې مېرمنې په لرلو سره، هرڅه لرې.
۳۰ ـــ په دفتر او کور کې ښکلي ګلان ولره.
۳۱ ـــ حساب او تګلارې یې زده کړه.
۳۲ ـــ سیروم او پیچکارۍ لګول زده کړه.
۳۳ ـــ د سفر او د سفر د ملګري په اړه فکر وکړه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button