که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

کتابتون تګی کام

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو.

د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو کارول، ځېني درمل، جنیتیکي خواص او عمر دي.

د درملنې یوازنۍ لاره یې په طبیعي ډول د ویښتانو غښتلي کول دي.

د دې برخې ډاکټران وایي، د ویښتو بیا راختلو او غښتلي کیدو کلي لاندې ذکر شوې مادې دي:

زینک: د ویښتانو راختول او لویدلو کې رول لري

اوسپنه: ویښتانوته د اکسیجن رسولو دنده لري او له تویدو څخه یې مخنیوی کوي

بویتین: د ويښتانو لپاره د اړین ویټامین کراتین جوړیدو لپاره اړین دي

ویټامین سي: د ویښتانو غښتلتیا کې مهم رول لوبوي.

ویټامین A: د نویو ویښتانو رامنځته کیدو لامل کېږي.

ویټامین E: یو قوي انټي اکسیدانټ دی چې ویښتان له هر ډول زیان څخه ساتنه کوي.

پوروټین: ویښتان په بنسټیز ډول د کریټین په نوم ویټامین ته اړتیا لري او د دغه پروټین کمښت په بدن کې و ویښتانو تویدو لامل کېږي.

اوس پوښتنه داده چې څنګه پورته ذکر شوي ویټامین او پروټین بدن ته ورسو؟ تاسو کولای شي دغه درې خواړو څخه ګټه پورته کړې تر څو د ویښتانو تویدو له غم څخه بې غمه شئ.

دال او لوبیا

دال او لوبیا د فولیک اسید، پورټین او زینک یوه غوره منبع ده چې د ویښتانو په ودې او تویدو څخه مخنیوي او له لاسه تللو ویښتانو په بیا زرغونیدو کې مرسته کوي.

نو اړینه ده چې دال، لوبیا، نخود او دې ته ورته نور خواړه په ورځني ډول مصرف کړو.

د ویښتانو تویدو درملنې لپاره د دالو ماسک برابرول: یوه قاشوغه اوړه شوي دال، یوه قاشوغه ماستې او یوه قاشوغه غوړ سره مکس کړي او د ۳۰ دقیقو لپاره یې په سر پریږدئ.

خواږه کچالو

خواږه کچالو د بیتا کاروتین یوه غوره منبع ده، همدا راز په دې کې د ویټامین شتون د ویښتانو بیا شنه کیدو کې مهم رول لري او د ویښتانو وچوالی له منځه وړي.

د خوږو کچالو ماسک: یوه قاشوغه د خوږو کچالو پوډر، یوه قاشوغه خام شات، دوه قاشوغې ماستې او یوه قاشوغه د لیومو اوبه ښه سره ګډ کړئ او بیا یې د ۳۰ دقیقو لپاره په سر پریږدئ.

هګۍ

هګۍ د پروټینونو یوه مکمله منبع ده چې په کافي اندازه د اومیګا۳ غوړ اسیدونه او د هګۍ کولین د ویښتانو ودې لپاره بشپړ خواړه دي.

همدا راز په پراخه کچه زېنک، بوتیوتین او سیلینیوم هم لري چې د سالیمو ویښتانو لرلو لپاره اړین دي.

د هګۍ ماسک جوړولو طریقه: یوه هګۍ را واخلئ او په یو لوښي کې یې د څو دقیقو لپاره ګډه کړئ وروسته ورسره یوه قاشوغه د ناریال غوړي یوزای او د شل دقیقیو لپاره یې په سر ووهئ.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button