د حضرت محمد (ص) سپیڅلي مینه !

د حضرت محمد (ص) سپیڅلي مینه !
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص) د حضرت بی بی امنه بنت وهب له مطهر رحم او بطن څخه دنیا ته سترګی را وغړولې (۵۷۰ ـــ ۶۳۲) . د ده مبارک ولادت د مخه یې مبارک والد عبدالله بن عبد المطلب وفات شو.
حضرت محمد ص یتیم دنیا ته راغی . خو د خپلې مهربانې مور په مقدسه غیږه کې ېې د خپلې ادې شیدې ورودلې او بیا وروسته بي بي حلیمه سعدیه په غیږه کې په ډیر اعزاز پالنه کیده او هغه یې رضاعي مور باله شي . کابو پنځه کاله اودوه ورځې یې د حضرت محمد ص په روزنه او پالنه کې برخه واخیسته . په شپږ کلنۍ کې یې خپله مور حضرت بي بي آمنه له مکې څخه مدیني ته د سفر په لاره په ابواء نومي سیمه کې وفات او هلته خاورو ته وسپارل شوه . حضرت محمد ص به تل د خپلې مهربانې مور په زیارت د عقیدت او عاطفې اوښکې تویولې .
د ځوانی په مهال حضرت محمد د مکې معظمې د پولدارې او سوداګرې میرمنې حضرت بي بي حدیجه سره د سوداګرۍ په چارو کې برخه واخیسته . د هغه د بې ساري صداقت، امانت ساتنې ، له پیرزوینو ډک سلوک او غوره حمیده اخلاقو په برکت یې د حضرت بي بي حدیجه پاملرنه ځانته را واړوله . او د دې مبارکې په غوښتنه یې د حضرت محمد سره ازدواج وکړ. حضرت محمد ص ۲۵ کلن او حضرت بي بي حدیجه ۴۰ کلنه وه . د بعثت د مخه خدای پاک هغوته شپږ اولادونه ورکړل. دوه زامن قاسم او عبد الله . څلور لورګانې زینب، رقیه، ام کلثوم او فاطمه .
حضرت محمد ص د بي بي حدیجې په ژوندانه بل واده ونه کړ.
حضرت محمد ص ته خپله میرمن دومره ګرانه وه چې د وفات په ورځ یې هغې ته له خپل کمیسه کفن جوړ کړ او پخپلو مبارکو لاسونو یې په قبر کې ځای پرځای کړه او د خاورو د اړولو وروسته د تیږي یوه شناخته د هغه په قبر کیښوده . د دې د وصیت سره سم یې کوچنۍ لور بي بي فاطمه ډیره نازوله . د خپل کاکا زوی علي رض سره عقد نکاح چې د حسن اوحسین مورده .
د بشریت په عالم کې لومړنی ښځه حضرت بي بي حدیجه ده . چې د اسلام په دین مشرفه او د ام المسلمین ویاړیې وګاټه .
د پورتنی لیکنې موخه مې د ځوریدلي او کړیدلي هیواد ویرجن افغانستان په اوسنی ګدۍ ناست طالبانو عزیزانو ته ده چې د ښځې مقام ته درنښت اورښتیني اعزاز ولری . تاسو هم د میندو له غیږو پیدا شوي . د هغو په پا کوشیدو روزل شوي اولوی شوي یاست . تاسو لا په ګرده نړۍ کې هیڅ هیواد آن ستاسو نازولی او د سترګو تور هیواد پاکستان په رسمیت نه پیژني . خوله بده مرغه مو د نهی عن المنکرله منبرونو او وزارتونو له مقامونو د هیواد د درنو میرمنو، پاک لمنو پيغلو د تحقیر، تعجیز او تعذیب په کارولو مو د هیواد غرونه او رغونه ولړزول . د ښځو چارو وزارت له حذف سربیره د زده کړو په لاره کې د تورو تبعیضي پردو را ځړول ، د سپورت په ډګر کې د کریکیټ او فوټبال له لوبود ملالو پیغلو مخ نیوی ، په تور جهنمي حجاب کې د ښځو نغښتل او له محرم سره له کوره وتل ستاسو د تحجراوڅرګند تکدر ښکاره بیلګه ده . او له بده مرغه د خادمانو پرځای مود میرغضبوحاکمانو دریځ غوره کړی . او د امریکا د ګریت پاور ځواک په ګونډو کولو اوله هیواد څخه د شړلو افغاني افتخار به له خاورو سره خاورې کړی . او دا لامل دی چې له هیواد له غیږې لوستې او نالوستې افغانان بهر ملکونو ته په تیښته دي . او د کابل حضوري چمن د شریفو کابل ښاریانو د کور د سامان آلاتو د لیلام او خرڅلاو په بازار اوښتی . او تاسو به هرو، مرو د خپلو اعمالو پایلې وګوری .
هو! چې څه کرې . هغه به ریبې . اوخپل عمل د لارې مل دی .
۱۶/۹/۲۰۲۱
بسم الله اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button