د غویی د اتمی نیته په مناسبت

سیدعبدالله پاچا

نه ویشت کاله وړاندي په همدغه ورځ د افغان ولس جهاد بریا خپله کړه، هغه بریا چې په هغي کې د افغانانو د ملي یووالی او میړاني څرګندوالې جوت شو او نړیوالو ته یې روښانه کړه چې افغانان تل یو موټئ او نه بېلدونکي دي که څوک د افغانانو د جلا کیدو هڅه وکړي عاقبت به یې د پخواني شوروی په شان وي نو د افغان ولس جهاد ته درناوي او لمانځنه اړین او تل باید وستایل شي.

زموږ نیکونو او پلرونو په تش لاسونو ستر ویاړ افغانستان او نړئ ته په برخه کړ او په پوره ځواک او میړانه یې له خپل ټاټوبي نه دفاع او ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې افغانان د پردیو په وړاندي یو موټئ او هېڅ ابر قدرت نشي کولای د افغانانو ټینګ عزم له ماتي سره مخ کړي چې د بیلګي په توګه د پخوانی شوروی او د پنجابیانو د تور لښکر په و ړاندي د افغانانو مقاومت یادولی شو چې افغانانو وکولای شو دغه ستر ځواک په ډیره میړانه او زړورتیا له خپلی سپیڅلي خاوري شاتګ ته اړ او له ماتي سره مخ کړي، ښکاره خبره ده چې افغانانو تل د یو واحد او نه جلاکیدونکي صف تر سیوري لاندي له خپلی سیمی دفاع او ساتنه کړي او زموږ ګران هيواد افغانستان داسې میړني بچیان په غیږ کي روزلی چې په هر حالت کې جوګه دي ترڅو د دې هېواد له شرف او عزت نه دفاع وکړي.

کچېری زموږ پلرونو د روسانو په وړاندي پاڅون او مقاومت وکړ او د اشغالګرو تندي یې په خاورو و موښل او د عبرت درس يې ورکړ نو زه هم پلرونه ته په خطاب کې وایم چې ستاسو بچیان هم آرام ندی ناست د هېواد د امنیتی ځواکونو په چوکات کې د ستاسو په قدمونو پل ایښې او ستاسو موخې تعقیبوي او د هيواد د ځمکنئ بشپړتیا او ملی نوامیسو ساتنه خپله ملی دنده بولي، هغوی هم خپل ځانونه سپر کړي ترڅو نور زموږ د میندو او پلرونو له سترګو د غم او درد او ښکی ونه بهیږي او په څیرو کې د ښادئ او خوشحالی څپي خوري شي.

امنیتی ځواکونه د خپل ولس څخه ساتنه کوي او په دې برخه کې هر ډول قرباني ته تیار دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button