محمد عثمان روستار تره کی چې ما ليدلی

ډاکتر لمر

د دغه ليکنې انګېزه په رسنيو او د افغانانو په ټولنيز ژوند کې د ښاغلي پوهاند محمدعثمان روستار تره کي په اړه د يو شمېر څرګندونو په اړه ما ته پيدا شوه، چې لاندې څو کرښې پرې تورې کړم. په دې هيله چې دغه څو کرښې د درنو افغانانو او په تېره بيا د رسنيز ډګر د فعالينو خوا پرې بده نه شي، ځکه زه دغه څو کرښې د خپل شخصي ليدلوري په اړوند ليکم، چې نه کتابي خبرې دي او نه هم کومه ځانګړې څېړنه ده.

څو کاله مخکې له ښاغلي آصف وردګ سره په يوه فاتحه کې مخامخ شوم، چې وروسته له فاتحې مو د افغانستان، خپل ګاونډ او همدا ډول په کابل کې د خپل بودوباش په اړه د زړه خواله وکړه. د خبرو په ترڅ کې ښاغلي آصف وردګ د هرات شينډند ته د خپل يو سفر خاطره ياده کړه، چې ګواکې ښاغلي آصف وردګ له يو شمېر نورو افغانانو سره د سيمې له قومي مشران او پښتنو سره ليده کاته کړي وو، چې په دغه سفر کې ورسره ښاغلی ډاکتر روستار تره کی هم مل وو. د خبرو په ترڅ کې ياده شوه، چې ګواکې د سيمو خلکو د پروګرام په پای کې يوه لونګۍ د ښاغلي آصف وردګ پر سر کېښوده او يوه چپنه یې پر اوږو وروغوړوله.

کله چې ښاغلي آصف وردګ دغه څو ټکي ياد کړل، نو نغوته يې دې ته وکړه، چې خلکو ښاغلی روستار تره کی و نه پېژانده، ځکه يې هسې چې اړينه وه، له پښتني او افغاني دود سره سم يې قدرداني ونشوه او لونګې يې ورپسر نه کړه! او اوږده یې کړه، چې کاشکې په کابلي (افغاني) رسنيو کې زياتره راڅرګندېدلی، نو نن به د دغه سيمې خلکو له ورايه پېژندلی وی او په ښه وريښمنې لونګۍ به يې سینګار کړی وی.

ښاغلی آصف وردګ په عمر او ټولنيز موقف يو مشر سړی دی، خو بيا هم ما ورته وويل، چې د سيمې خلک يې بايد له پروګرامه مخکې او يا د پروګرام په ترڅ کې د ښاغلي استاد روستار تره کي په اړه خبر کړي وی او د ښاغلي روستار تره کي د مبارزې او د افغانستان د اوسني حالت په اړه د هغه دريز ورته څرګند کړی وی، ځکه ډاکتر صيب نه دا چې يو مشر شخصيت دی، مګر د کابل په پوهنتون کي يې په سلهاوو، کېدلی شي په زرهاوو مسلکي حقوق پوهان روزلي وي او نن سبا هم ډېر زغرده دريځ يې خپل کړی دی.

بله موضوع څه موده مخکې د افغان جرمن انلاين د برېښناپاڼې د مشر یوه څرګندونه د «تبصره در مورد یک نابینای سیاسی بنام دوکتور روستار تره کی» وليدله، چې بيا د ښاغلي روستار تره کي، ښاغلي احسان لمر، ښاغلي عبدالله او ښاغلي محمد انور آڅړ لخوا غبرګونونه وښودل شول، خو زما د دغو کرښو موخه د ملامت او سلامت د جوتولو نه ده، مګر دغه کرښې د (روستار تره کی چې ما ليدلی) تر عنوان لاندې ليکل شوې ده، خو یو شمېر پېښو ته به غير مستقيم نغوته وکړم.

زه د افغان جرمن له برېښنا پاڼې سره کومه شخصي پېژندګلوي نه لرم، مګر کله نا کله مې يو څو کرښې تورې کړي دي او وراستول شوي دي، چې يو شمېر يې خپرې کړي او نورې يې له پامه غورځولې دي، چې زه يې د دغه برېښناپاڼې د پاليسي حق بولم، که خپره يې کړه کور يې آباد او که له پامه يې وغورځوله، نو زوی يې لوی شه! د افغان جرمن آنلاين مشر(قیس کبير) هم نه پېژنم.

د جرمن افغان آنلاين د برېښناپاڼې څښتن مې د لومړي ځل لپاره ګومان کوم په ۲۰۰۷ يا ۲۰۰۸ ميلادي کال د جرمني د ليورکوزن ښار په يوه افغاني غونډه کې وليد، چې په هغه غونډه کې درې برېښناپانې وستايل شوي، چې يوه يې د افغان جرمن آنلاين برېښنا پاڼه وه. ما د دغه پاڼې مشر، چې هغه مهال به د ۲۸-۳۵ کلونو په شاوخوا کې ځوان، منځنۍ بېيه، ګڼ تور وېښته چې پورته يې ږمنز کړي وو، وليد، چې يو شمېر نور ځوانان ترې راچاپير ول او د افغان جرمن برېښناپاڼې په اړه ورسره ګړېدل، نو دا د وياړ خبره ده، چې دغه شخص افغان ولس ته په پردېسي کې خدمت کوي.

د ښاغلي احسان لمر او ښاغلي محمد انور آڅړ ليکنې مې په افغان جرمن برېښنا پاڼه کې تر سترګو شوي دي او کله کله مې لوستې دي. دا زما نېمګړتيا ده، چې د ټولو محترمو ليکوالانو د ليکونو د لوستلو لپاره د خپلې بوختيا په چاپېر کې ډېر کم وخت لرم، مګر د هر ليکوال ليکنې او په تېره بيا پښتو ليکنې د افغان ولس لپاره يو ستر غنيمت او ژبنی نعمت ګڼم. زه د ټولو ښاغلو او آغلو ليکوالو نومونه دلته نه شم يادولی، ځکه يو خو د ليکنې موضوع ډېره ځانګړې ده او بل دا چې زه له فرهنګي، ادبي، سياسي چاپېره ډير پردی سړی يم، مګر يوه نيمه کرښه کله کله توروم، چې ځان په دې برخه کې يو آماتور ګڼم او خپل غم په ليکلو بدلوم.

مخکې له دې چې د ښاغلي روستار تره کي په اړه څه وليکم، ښه به دا وي، چې د افغانستان اشغال او يا نه اشغال په اړه څو ټکي ياد کړم. افغانستان له خپلې اماني خپلواکي راهيسه تر ننه پورې يو خپلواک هېواد نه دی. د يو مملکت په خپلواکي د هغه اقتصادي خودکفايي نغوته کوي، مګر افغانستان د خپلې ادارې، اينفروسترکچر او رغونې لپاره له زبرځواکونو او ګاونډيو مرسته تر لاسه کړې، نو اقتصادي خپلواکې يې نه درلودله، مګر په وروستۍ نيمه پېړۍ کې افغانستان د سابقه شوروي اتحاد د بربڼده اشغال سيمه ګرځېدلې وه، چې د هغه مهال کمونيستي واکمنو يې هم د يرغل زمينه ورته برابره کړې وه او هم يې د اشغال لپاره د ملل متحد ۵۱ ماده پلمه نيولې وه، خو د مملکت اداره د روسانو په نغوته تر سره کېدله.

هېڅ جګړه پرته له پيسو، وسلې، پټنځايونو او خوراکه نه کېږي او حلوا هم په جنګ کې نه وېشل کېږي، مګر د جګړې لپاره د انګېزي او تقدس لارې چارې د يوې او يا بلې مفکورې په شاليد کې سمبالېږي، په کابل کې د مجاهدينو د ملکولطوايفي يا انارشي په ترڅ کې په کندهار کې يوه ډله د طالب په نامه راپورته شوه او خپل نظامي، سياسي او مذهبي مزل يې له کندهاره شروع کړ او په دوو کلونو کې تر کابله ورسېدله، د دويمې سقوي ټغر يې ټول کړ او د افغانستان ۹۵ سلنه خاوره يې تر خپلې ولکې لاندې راوستله، چې دغه جګړه هم پرته له اقتصادي، وسلوال او انساني ځواکه نه شوی تر سره کېدل، هغه بل پلو هم همداسې درواخلی.

ما د امريکا د سپتامبر د ۱۱ نېټې د پېښې په اړه يوه اوږده پړپړه ليا لس کاله مخکې او يو شمېر ليکنې مې ليا د ۲۰۰۱ کال د امريکايي يرغل په پيل کې کړې وي، چې يو شمېر يې افغان جرمن آنلاين هم خپرې کړې وې، نو زما په ګومان په افغانستان امريکايي يرغل د روسانو له يرغله هېڅ توپير نه لري، ځکه نو د ټولې غربي اروپا تر ۵۰ سلنه خلک په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امريکايي ځواکونو د يرغل مخالف ول او اوس خو ليا امريکايي چارواکي پخپله نارې وهي، چې دا يو يرغل وو او افغانستان اشغال شوی دی او حتی د امريکا جمهور رئيس هم همدا نارې وهي.

راځم د ښاغلي روستار تره کي ژوند او مبارزې ته. په ۱۳۶۲ شمسي کال زه د حبيبيې د ليسې زده کوونکی وم. زما ګڼشمېر خپلوان د کابل په پوهنتون کې او د پوليتخنيک په انستيتوت کې يا محصلين ول او يا يې چارواکي ول. د حقوق په پوهنځی کې هم زما يو شمېر خپلوان محصلين ول. افغانان هغه مهال هم لکه نن په دوو بنسټیزو برخو وېشل شوي ول، يو شمېر کمونيست نه ول، خو له کمونیستانو سره مل ول او نور بيا مجاهد نه ول، خو د روسي اشعال پر ضد ول او له ايارني پلوه او پېښور مېشتو مجاهدينو سره خواخوږي ول. هغه مهال په کور کې يوه ورځ يو شمېر نومونه ياد شول، چې د استاد ودير ساپي او استاد روستار تره کي نومونه هم یاد شول، نو یوکس ياده کړه، چې استاد روستار نيول شوی دی او بندي دی! هغه مهال به د ورځې په سلهاوو بندي کېدل او ژوندي ورکېدل، زه دغه پېښې ته چندانې ځير نه شوم! وروسته له دغه پېښې کلونه تېر شول او په افغانستان کې د کمونيستانو او بیا د مجاهدينو غميزه غزېدلې وه.

په ۲۰۰۰ ميلادي کال د طالبانو واکمني ليا پر ځای وه، خو يوه غونډه همغه کلونه په جرمني کې د کولن په ښار کې جوړه شوې وه، چې زه هم لکه مهمان نا خوانده! ورغلی وم. د غونډې مشري د پوهاند روستار تره کي په مشري پيل شوه. ما يو ډنګر، ميانه بېيه د شپيتو کلونو په عمر يو سړی وليد چې ستيج يا دريځ ته روان شو. ګامونه يې ورو ورو اخيستل، چې د غونډي د رياست پر ځای کيناستلو، خپلې خبرې يې په فارسي پيل کړې. زما په ذهن کې د دغه نامه اړوند زړه انګازه وشرنګېدله! زه په تېرو خاطرو کې لاهو شوم.

په غونډه کې ناڅاپي يوې مېرمنې لاس پورته کړ، چې پوښتنه وکړي او که څه! خو له پوښتنې مخکې يې ځان معرفي کړ، چې نوم يې زرکه ملياره ده او په اوتريش کې حقوق پوهه ده، خو له ښاغلي روستار تره کې نه يې مننه وکړه، چې دا يې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې شاګرده وه او د ده له برکته نن يوه حقوق پوهه ده! صرف همدا مې غوښتل ووايمه او ستاسو مننه وکړمه! دا وې د دغه مېرمنې څرګندونې! خو زما سترګو ته د کارمل لاسپوڅې واکمني او د روسانو يرغل ودرېدل او د خاد ظلمونه او د هغه مهال د محصلينو د خبرو يادون بيا راتازه شو او زه ښاغلي اوستاد روستار تره کي ته په ځیر شوم!

له بده مرغه او یا له ښه مرغه زه په خپله دونيا کې داسې بوخت يم، چې ډېرو پېښو ته مې يا پام نه کېږي يايې وخت نه لرم، مګر د امريکايي اشغال په ترڅ کې بيا د جرمني په لېورکوزن کې د افغانانو يوه غونډه وه، چې بيا يې هم مشري ښاغلي ډاکتر روستار تره کي کوله. دا غونډه د ۲۰۰۲ کال کې وه او په بهر مېشتو افغانانو کې د اشغال ضد او د اشغال ملو افغانانو کرښې واضح شوې وې، چې روستار تره کې په هغه غونډه کې په زغرده د امريکايي اشغال خبره وکړه او افغانان يې يوې شعوري مبارزې ته راوبلل، ښه ويل شوي دي، چې آش مرد ها دېر پخته میشود!

دا ټولو ته څرګنده ده، چې ګڼشمېر بهر ميشتي افغانان په امريکايي افغاني اداره کې لوړ پوړي چارواکي شول، چې يو شمېر يې تر ننه په کابل کې په وزارتونو کې لګيا دي او د اشغال تله یې درنه ساتلې ده. يو شمېر افغانان لندن ته ولاړل او د هلمند په کلي کې وګومارل شول او د پښتني سيمې دودونه يې اشغالګرو ته په ګوته کول، چې په څه ډول په پښتنې سيمو کې چلند وکړي او د سيمې خلک جاسوسي او اېلتوب ته وهڅوي. دا ډول مرکزونه يواځې په لندن کې نه ول، بلکې په جرمني، يونان او نورو اروپايي ملکونو کې هم دا ډول د نخرو مرکزونه پرانيستل شوي ول.

دا جوته خبره ده، چې افغان ولس د ډانګ او پړانګ تر منځ دی! يوې خوا ته ورته اشغالګر درېدلي دي او بلې خوا ته وسلوال مقاومت او یو شمېر ديني او مذهبي شيطاني ډلې، چې نن سبا يې په افغانستان کې فکري، ټولنيزه او امنيتي انارشي جوړه کړي ده. د ښاغلي کرزي او ښاغلي اشرف غني په واکمنيو کې له بهره تر څو تريلونه ډالره لاندې باندې شول، چې يو شمېر پکې د قارون مرتبې ته ورسېدل او ۹۸ سلنه خلک د سهار او بېګاه د لوږي نس سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان ۹۸ سلنه خلک مذهبي دي او ديني عقايد ته درنښت کوي او پاکه عقيده پرې لري، ځکه نو هغه ډلې چې د اسلام په نامه د مبارزې ډګر ته راودانګي، نو ميدان وړي، ځکه ۹۹ سلنه خلک بنسټپاله اسلامي مفکوره لري او د افغاني شريعت پلې کول غواړي. ځينې به وايي، چې ولې پر ځان شريعت نه پلی کوي، بايد ياده کړم، چې زه حتی د ځنګله له قانون سره هم موافق یم، خو چې سم تطبيق شي، مګر په افغانستان کې فکري او ټولنيزه انارشي ده، چې وچ او لوند ټول پکې سوځي. د کمونیستانو په غميزه کې د انتي سوېتيکوس، ضد انقلاب او اشرار په نامه افغانان ځپل کېدل، د مجاهدينو او طالبانو په موسم کې پر هر چا تکفيري ټاپه لګېدله او له ژونده بې برخې کېدل. اوسمهال يې د انتي ډېموکرات او يا طالب چومبۍ پر ټولو پسې رااخيستې ده!

وايې يو کور ته کوم څوک بې وخته مېلمه ورغلی وو، د کور خاوند اړ شوی وو چې نوره سودا راوړي، د کور مېرمنې چې مېلمه وليدلو، نو د آونګ لاستی يې راواخيست او غوړ يې پرې وموښل! مېلمانه ترې وپوښتل چې وه خورې! دا چومبۍ ولې غوړوې؟ نو د کور مېرمنې ورته ووېل، چې اوس مې خاوند راځي، نو کله چې زموږ کره ناخوانده مېلمه راشې، نو دا جومبۍ يې په غره ورمنډي! خو زما زړه درباند وسوځېدو، ځکه مې مخکې له مخکې درته غوړه کړه، چې په عذاب نه شې! مېلمانه چې دا خبرې واورېدله، نو ترپ يې کړ او وتښتېدلو! د مېرمنې خاوند چې کور ته راغی، نو ويې پوښتل چې مېلمه څه شو! مېرمنې ورغبرګه کړه چې مېلمه زما نه د آونګ چومبۍ وغوښته، خو ما ورنه کړه، نو خفه شو او له کوره ووتلو! د کور خاوند کرجن شو، یوه نه دوه به دې ورکړې وي! خاوند له مېرمنې چومبۍ راواخستله او بېرون ووتلو، چې سترګې يې په مېلمانه ولګېدلې، نو ورنارې يې کړې، چې يوه نه دوې چومبې دروړم! د سړي دوې خپلې وې او دوې يې پردۍ کړې! له بد مرغه د افغانستان په سياسي مبارزه کې هم هره ډله خپله چومبۍ بلې ته غوړوي!

د جنګ توګې ډول ډول دي، چې د جبهې مخامخ جنګ د خرپ او ترپ يا چريکي جنګونه توپير لري. افغانستان يو بې وزلی هېواد دی، چې د مقاومت د جګړې خپلې توګې لري، که مې وخت وموندو نو په دې اړه به يوه مفصله ليکنه وکړم، ځکه دغه موضوع ډېره پېچلې او ستونزمنه ده، چې خدای مه کړې، څوک راڅخه بيا خپه نه شي او پر ما هم د ريکسيونېست يا تروريست مختاړی او ورستاړی راونه نښلوي. دا موضوع به بیا په خپل وخت سره وسپړم.

څنګه چې مخکې ياده شوه د امريکايی يرغل او ننني اشغال په اړه هم افغانې ټولنه وېشل شوې ده، چې په غربي اروپا کې ښاغلی روستار تره کی يوه پېژندل شوې څېره ده، چې د امريکايي اشغال په اړه د مبارزې خپل آند او دريځ لري او په ډېرو افغاني غونډو کې يې خپلې څرګندونې تشرېح کړې دي. په ۲۰۱۱ ميلادي کال د امريکايي يرغل د لسمې کليزې د غندنې په غونډه کې چې د هالنډ په اوترېخت ښار کې جوړه شوې وه، بيا هم د غونډي مشري ښاغلي روستار تره کي کوله او د هغه غونډې د مقالو کتاب په جلال آباد کې د مومند د خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی دی، چې اوس هم په جلال آباد او کابل کې موندل کېږي.

ما ښاغلی روستار تره کی د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جون مياشتې په ۳۰ نېټه د برلين ښار د برلين کلتوري مرکز په تالار کې وليدلو. د غونډې د لومړۍ ورځې موضوع د افغانستان په سياسي، امنيتي او اشغال پر سر راڅرخېدله، چې بيا هم د برلين ښار کوربه د غونډې مشر ښاغلی روستار تره کی وټاکلو، چې غونډه د سهار له اتو د مازديګر تر ۶ بجو وغځېدله.

په هغه غونډه کې د اروپا له ګڼشمېر ملکونو د ۳۰ ټولنو په استازيتوب يو شمېر افغانان راغلي ول. همدا ډول د جرمني او يو شمېر اروپايي هېوادونو د پارلمانونو په استازيتوب د پارلمان غړو، په افغانستان کې د جرمني د دولت استازې او د افغانستان د هغه مهال د دولت په استازيتوب هم يو شمېر خلکو ګډون کړی وو. غونډه د ښاغلي روستار تره کي په مشرتوب پيل شوه، نو په هغه غونډه کې هم ښاغلي روستار تره کي د امريکا او د هغې د اروپايي ملاتړو د اشغال نښې په حقوقي بنسټونو تشريح کړې، چې خبرې يې په انګرېزي او آلماني مېلمونو ته ژباړل کېدلې.

په اروپا کې د افغاني ټولنو د استازيو د راغونډولو یوه اساسي موخه دا وه، چې د افغان روڼاندو په اتفاق او هوکړه په اروپا کې د افغاني جرګې بنسټ کېښودل شي، چې هغه مهال يې د غونډې پرېکړه ليک په افغاني رسنيو، په تېره بيا په ټول افغان برېښناپاڼه کې خپور شو، چې د دغه بهير او خوځښت يو پوتنسيال هم ښاغلی روستار تره کی وو، اما له بده مرغه چې يو شمېر افغانانو په دې برخه کې بې غوري وکړه، څوک لاړ له اشغالګرو سره ملګری شول او څوک په خپله خودخواهي کې لاهو شول.

د دغه غونډې په پای کې ښاغلی روستار تره کی ما ته او هغه يو شمېر ځوانانو ته، چې په غونډه کې يې خبرې کړې وې رانيژدې شو او هغه ځوانان يې د هغوی دجرئت او پوهې په اړه وستايل، خو زما يې پوښتنه وکړه چې زه په کومې ډلې پورې اړه لرم، ما په احترام ورته وخندل، چې زه هسې هواباز يم، کله دلته کله هلته يم! دواړو وخندل … خو ښاغلي روستار تره کي راته ياده کړه، چې کله د کمپيوټر شاته کېني، نو پښې يې ډېر ژر ستړې کېږي او کله کله بېخي مړې شي! ما هم د خپل طبي مسلک په چاپېر کې ورته سپارښتنه وکړه چې څه وکړي، مګر په زړه کې مې تېر کړل، چې اويا کلن سړی وګوره او له خپل هېواد او خلکو سره يې مينه وګوره، چې هرې غونډې ته روان وي، په زغرده د اشغال ضد دريځ خپلوي او تل خپل ليکنيز آند په مناسب وخت خپروي!

يو دوه کاله مخکې مې د افغان جرمن آنلاين په برېښناپاڼه کې د مرحوم پوهاند سيد خليل الله هاشميان په يوه ليکنه کې ولوستل، چې کله روسانو په افغانستان يرغل وکړ، نو د کابل پوهنتون په استادانو کې د روسي يرغل پر ضد يو ډول شور ماشور جوړ شوی وو. ګڼشمېر استادانو غوښتل چې د آزادي په یو ملي خوځښت کې راټول شي، چې د دغه بهير مُحرک یو نا پېژندل شوی شخص وو. يوه ورځ يې د معرفت او په دغه بهير کې د ګډون لپاره له مرحوم پوهاند محمد حسن کاکړ سره د شهر نو په خوا وخوځېدلو. په شهر نو کې يوه دوه پوړيزه کور ته ورننوتلو، په ور کې يوه سړي راسره ستړي مشې وکړې او ځان يې راته معرفي کړ: محمد عثمان روستار تره کی، استاد پوهنځی حقوق! چې د روسي يرغل پر ضد يې د کابل پوهنتون د ازادي د بهير مشري کوله! د کارمل په واکمني کې هغه مهال ګڼشمېر استادان تر تعقيب لاندې ول، چې يو شمېر يې وتوانېدل له افغانستانه ووځي اما ګڼشمېر يې د کمونیستي دولت لخوا ونيول شول، چې ي، شمېر يې تريتام شول او په بنديانو کې ښاغلی پوهاند روستار تره کی هم وو، چې له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۹ پورې په پلچرخي کې بندي وو او بيا د ۱۹۸۹ په پای کې د خپلواکي لپاره د يو حزب د جوړولو په تور د دويم ځل لپاره جېل ته واچول شو، آيا هر څوک کولی شي د خپلواکي د بهير مشال شي!

له بده مرغه په وروستيو څو لسيزو کې په افغانستان کې ملې مفکوره او ملي ذهنيت او هويت ځپل شوي دي، څوک تکفير شوی، څوک داسې مسلمان شوی، چې تر څنګ بل مسلمان نه ويني، مګر تر ټولو يې بدتر، چې يو شمېر روس پلوه، يو شمېر امريکا پلوه او تر دې هم بدتر، چې يو شمېر ايران پلوه او ګڼشمېر پاکستان پلوه شوي دي او ماديات د ژوند مسير او بهير تعينوي. په افغانستان کې د امريکا تر څنګ روسان، چينايان، هندوان، ايرانيان، عربان او پاکستانيان خپلې استخباراتي موخې پلې کوي او ګڼشمېر رسنۍ يې په بډو روږدي کړي دي، چې له بده مرغه حق او نا حق څوک نه شي معلومولی. زه د آزاد ژورناليزم پلوی يم، خو په دې مې هم سر خلاصېږي، چې په مفتو خبرو ګېډه نه مړېږي!

زه شاعر نه يم، مګر بيا هم د افغان جرمن آنلاين برېښنا پاڼې کې مې د ښاغلي معصوم هوتک يو شعر د روشنفکرانو تر سرليک لاندې وليد، چې محتوای يې ډېره په زړه پورې ده او زه يې دلته را نقل کوم!

روشنفکـــران مـــو، په شمــار د ګـوتو هر وخت يې جنګ وي د بل پر سـوټو

جلا لـــــه خلکــــو، بېـــل لــــه اولسـه ارزښت يې کم کـړ، خپل تر دوو توتـو

په پای کې زه په ټولو درنو افغانانو غږ کوم، چې ځانونه په داسې بحثونو کې مه ښکېلوی، چې د يو او بل په سپکاوي ختم شي او يا هم د دوښمن د تبر لاستی شي او ټول پرې وځپي، ښه ويل شوي، چې کله کله په يوه څپېړه سل مخونه خوږېږي! نو هڅه وکړی، ځينو داسې بحثونو ته د پای ټکې کېږدي، چې د افغانستان د ډبېدونکې بېړۍ ورځې نورې هم رالنډې او ګړندۍ نه کړي!

ومن الله التوفیق

ورته مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button