زه ويده يم، ته ويده يې خو نور ويښ دي

شاعر: فضل مو لا توره کی

د وطن د غم لوی بار مې په سر پروت دی
سور غمی يم خو غبار مې په سر پروت دی

پر څپاند څپاند سيندو يې نور خړوب دي
ګوټ اوبو ته انتظار مې په سر پروت دی

د غاټول او د نرګس جامونه راکړئ
د مودو مودو خمار مې په سر پروت دی

لاس مروړم او د پرون ورځې ارمان کړم
څه وم څه شوم تش يادګار مې په سر پروت دی

زه ويده يم، ته ويده يې خو نور ويښ دي
د پردو چې اختيار مې په سر پروت دی

د ړندو، کڼو، شلیانو او ګونګيانو
په مالت کې يم لوی کار مې په سر پروت دی

د لعلونو خزانه افغانستان يم
ښه راګوره تور ښامار مې په سر پروت دی

هغې دغې پسې شاته شاته تلو کې
خړپړ ښکارم ګرد د لار مې په سر پروت دی

د تکبير ملکوتي غږ به مې واورې
د نيکونو افتخار مې په سر پروت دی

توره کی يم څپوټواله عرب نه يم
مسنونه ښکلی دستار مې په سر پروت دی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button