دپښتورګو( ګردو له منځه وړونکي لس عادتونه

محمد امين بسمل
زموږ په بدن کې ګردې له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي، دا ګردې دي چې زموږ بدن وینه تصفیه کوي، هرمون، بولې (میتازې) تولیدوي، زهري مواد له منځه وړي …. نو په کار ده، چې د خپلو ګردو د ساتنې په برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلو، په کار ده، چې له دې عادتونو څخه ځان وژغورو، چې ګردې مو روغې او با صلاحیته وي، دا هم امکان لري، چې زموږ د ګردو ځینې برخې له منځه ولاړې شي او یا یې دنده یو څه ټکنۍ شي او څو کاله وروسته پرې پوه شوو، که یوه ګرده ۲۰ ٪ وړتیا له لاسه ورکړي بیا هم کولای شي، چې خپله دنده په پوره او سمه بڼه ترسره کړي .

ډاکتران د ګردو ناروغۍ ته د «غلۍ ناروغۍ» نوم ورکوي لاندې لس عادتونه مو ګردې له منځه وړي:

۱- پوره اوبه نه څښل:

د ګردو مهمه دنده د وینې تصفیه، له زهري موادو څخه دبدن ژغورل، که چیرې د ورځې په اوږدو کې پوره اوبه ونه څښو، د دې شونتیا شته، چې زهري مواد په ګرده کې راټول او زموږ بدن له ستونزو سره مخ کړي.

۲- په خوړو کې د زیاتې مالګې کارول:

زموږ بدن مالګې ته اړتیا لري، چې په ښه بڼه خپلې دندې ترسره کړي، خو ځینې خلک په خوړو کې ډېره مالګه کاروي، چې د فشار د لوړیدو لامل ګرځي او پر ګردو فشار ډیروي، د تجربې له مخې د مالګې د غوره کارونې لپاره باید هر انسان د ورځې له ۵ ګرامو څخه ډېره مالګه ونه کاروي.

۳- دطبیعي کارونو ژر نه ترسره کول :

ډیر خلک، چې کله تشناب ته اړتیا پیدا کړي سمدلاسه دا کار نه کوي، دوی یا بوخت وي یا له عامه تشنابونو څخه ځان ساتي دا ډول یو عادت د میتازو/بولو فشار ډیروي، چې په پای کې ګردې اغیزمنوي، د ګردو د تیږو او د میتازو د بهیدو لامل ګرځي، که غواړئ، چې سالمې ګردې ولرئ باید د اړتیا پرمهال سمدلاسه تشناب ته ولاړ شئ.

۴- د خوږو موادو زیاته کارونه:

علمي څیړنې په ګوته کوي کوم وګړي چې د ورځې دوه ځلې یا ډېر خواږه مواد څښي د دوی په میتازو کې پروټین راڅرګندیږي او په میتازو کې دپروټین راڅرګندیدل دا مانا ورکوي ،چې د دی کس ګردې لکه څرنګه ،چې په کار ده هسې کار نه کوي.

۵- د ویټامینو کمښت:

پاکه خواړه، له سبزیو ، تازه میوو څخه جوړ خوړنیز پروګرام کولای شي، چې د ګردو روغتیا تضمین کړي، د ویټامین B6 کمښت د دې لامل ګرځي چې په ګردو کې مو تیږې راپیدا او یا له کاره ولویږي. نږدې %۸۰-۷۰ امریکایان پوره B6 نه اخلي ځکه خو د ګردو له ناروغۍ سره لاس وګریوان دي.

۶- دحیواني پروټین ډېر کارول :

د پروټین ډېر کارول په ځانګړې توګه سره غوښه، پر ګردو فشار راوړي، د خوړو په پروګرام کې د ډېرې سرې غوښې کارول ګردې اړ باسي، چې له اړتیا زیات کار وکړي، خو د وخت په تیریدو یې په لوی لاس له منځه وړو .

۷- پوره خوب نه کول :

موږ ټولو دا خبره اوریدلې ده، چې شپې له اړخه پوره او ښه خوب وکړو، پرلپسې بې خوبي د ګردو د ناروغۍ سربېره د نورو هغو لامل ګرځي، د شپې له اړخه ګردې د هغو برخو د بیا رغونې عملیه پیلوي، چې د ورځې پرمهال زیانمنې شوې وي، که غواړئ چې ګردې مو د شپې له اړخه ځان راټول او بیرته منسجم کړي باید پوره او ښه خوب وکړئ، په دې برخه کې د هر لمانځه لپاره تازه اودس، ژر ژر اوبه څښل او تشناب ته تګ هم بې ګټې نه دي.

۸- پر قهوه ځان روږدې کول :

د مالګې په څېر کوکاین هم د وینې فشار لوړوي او پر ګردو اضافه فشار راځي، د وخت په تیریدو د قهوې زیات کاورل د دې لامل ګرځي چې ګردو ته زیان ورسوي.

۹- د درمل ناسم کارول :

یو شمېر وګړي د ډېر کوچني درد لپاره هم درمل کاروي، که سړی یو څه هڅه وکړي کېدای شي د درد د مخنیوي لپاره له نورو طبیعي لارو چارو هم ګټه پورته کړي، د مسکن درملو زیاته کارونه د دې لامل ګرځي چې ګردې او ځیکر له کاره وغورځوي.

۱۰ – دالکولو ډېره کارونه :

په رښتینې مانا الکول قانوني زهر دي چې پر ګردو او ځیکر مرګوني فشار پریباسي.

د ښې روغتیا او د ګردو له ستونزو څخه د ژغورنې په موخه باید تازه خواړه وخوړل شي، که تر خپل وسه هڅه وکړو او پورتني لس عادتونه له منځه یوسو او ګردې مو د پرلپسې فشار لاندې نه وي نو بدن مو کولای شي چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button