روکفیلران لمړۍ برخه

ژباړن : نورالحق نبي زاده

      جان دویدسن روکفیلر سره له دې چې آن په ۱۹۳۷ کې له دې نړۍ څخه کډه شوی دی خو لا هم د نړۍ تر ټولو نوموتی ( او کېدای شي چې تر ټولو د کرکې وړ ) شتمن کس ګڼل کېږي . په تېره پېړۍ کې هیڅ یوې امریکایي کورنۍ هم د خپلې شتمنۍ او له انګلیستان سره د نږدې اړیکو د لرلو له برکته دومره ځواک او نفوذ پیدا نه کړ لکه هغومره چې روکفیلرانو لاس ته راوړ .

          په تېرو کلونو کې کله چې د پټو ټولنو په اړه خبرې کېدلې د روکفیلر نوم تل رامنځ ته کېده او د هغه مالي چارې خو ټولو ته مالومې وې . خو ننۍ رسنۍ په نړیوالو پيښو کې د روکفیلر د رول په اړه ډېر لږ خبرې کوي .

       د تکزاس ایالت اړوند د ۱۸۹۷ کال په یوه سیمه ییز اخبار کې داسې څه خپاره شوي وو : « جان ډي. روکفیلر د ماښام په اته نیمو بجو ځان هوسا کوي ، د شپې په لس نیمو بجو ویده کېږي او د سهار په اووه نیمو بجو راولاړېږي . هر سهار کله چې هغه راولاړېږي ۱۷۷۰۵ دالره لا بډای کېږي . هغه د سهار په اتو بجو سباناری کوي او په ۸٫۳۰ د ډوډۍ خوړلو له خوني څخه وځي . په دغه نیم ساعت کې د هغه شتمني ۱۰۴۱٫۵۰ دالره ډېرېږي . د یکشنبې په ورځ هغه کلیسا ته ځي او په دغو دوو ساعتونو کې چې دی په کور کې نه و ، د ده شتمني ۴۱۶۶ دالره لا ډېره شوله . هر ماښام کله چې هغه خپله سرینده ( وایلون ) را اخلي د پروني ماښام د هغې شېبې په پرتله چې سرینده یې بېرته په پوښ کې ایښې وه پنځوس زره دالر لا بډای وي . دغه څو کوچني فاکتونه مونږ ته د دغه سړي نه ستومانېدونکې نېکمرغي ښیي »( ۱ ) .

       د جان ډي. روکفیلر پر کاروباري فلسفې او د هغه د پیسو ګټلو د وړتیا په اړه ، کېدای شي د نیلسن روکفیلر یوه ټوکه اضافي رڼا واچوي . لا په ماشوم توب کې ، کله چې جان وړوکی و ، د هغه پلار ویلیم روکفیلر چې د درملو په یوه موټر کې یې د سرطان ناروغۍ ضد دارو خرڅول ، یوه ورځ یې خپل زوی ته دا ورزده کول چې د چوکۍ له پاسه د ه ته ټوپ ووهي .  یو ځل پلار خپل لاسونه د زوی وخوا ته وغځول خو کله چې کوچني جان ټوپ کړل نو یې خپل لاسونه بېرته لېرې کړل . لویدلي زوی ته په کلکه وویل شول : « په یاد ولره ، هیڅکله پر هیچا باندې بشپړ باور مه کوه ، آن که زه هم وم » ( ۲ ) .

         په امریکا کې د کورنۍ جګړې په پیل کې روکفیلر د اوهایو ایالت د کلیولند په ښار کې د کرهنیزو ماشین آلاتو د رواجولو یو دلال و . هلته د هغه پام د راټوکېدلي نفتي صنعت پوتانسیال ته وروګرځېده نو ځکه یې په ۱۸۶۳ کال کې د خپلو شریکانو سره یو ځای یوه د نفتو فابریکه جوړه کړله . نوموړي په کال ۱۸۷۰ کې د اوهایو ایالت د « سټنډرډ اوئل کمپني » په نوم یې یوه نفتي کمپنۍ پرانیستله .

        « د کلیولند ملي ښاري بانک کوم یو چې د کانګرس د پوښتنو او ځوابونو په غوندو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د روتشیلد له درېوو بانکونو څخه یو نومول شوی و ، جان ډي. روکفیلر یې د نفتي کارو بار د انحصارولو په موخه په پیسو سمبال کړ چې د « سټنډرډ ائل کمپنۍ » جوړېدنه د دغه انحصار پایله وه » ( ۳ ) .

       روکفیلر ویل چې « سیالي – ګناه ده » . هغه په پوره بې رحمۍ سره  سیالي له منځه وړله ، دغه کار هغه یا له ځان سره د شریکولو او یا هم د اخیستلو له لارې تر سره کاوه . هغه تر هغو پورې بیې راټيټولې تر څو چې سیالان یې د خرڅلاو لپاره راضي کېدل . همدا شان هغه د اورګاډو پر لارو د وړلو راوړلو داسې سودمن جوړ جاړی سازماندهي کړ چې د نفتي انتقالاتو کابو بشپړ انحصار د ده شو .  « سټنډرډ ائل » کمپنۍ چې د « ایکسون » کمپنۍ سکه نیکه دی په چټکتیا سره وغوړېده او مالک یې – روکفیلر د ۱۸۸۰ – یم کال په شاوخوا کې د امریکا په متحده ایالاتو کې یې د نفتو د راایستلو ۹۵ سلنه یا د ده خپله وه او یا یې سمبالوله . ( ۴ ) .

     د روکفیلر لپاره بې خوندۍ هغه وخت پیل شولې کله چې په ۱۹۰۲ کې د مېرمن ایدي تربیل یو شمېر مقالې خپرې شولې . د مېرمن ایدي پلار د پنسلوانیا د نفتو هغه استخراج کوونکی و چې د روکفیلر له شراکت څخه يې ځان بېل کړی و . د ایدي تربیل لیکنې د هغې د پنځه کلنې څېړنې محصول وه چې د « سټنډرډ ائل کمپنۍ تاریخ » تر سر لیک لاندې د « مک کلورز » په مجله کې چاپ شولې . د مجلې  چلوونکي د یادې مېرمنې تر سره شوې څېړنه « د هغه اخلاقي جنایت زړه وره بربنډونه چې د ښاغلتیا او عیسویت جامې یې اغوستي دي » وبلله ( ۵ ) .

      د مېرمن ایدي تربیل بربنډونه د دولتي او قضایي پلټنو په تر سره کېدو پای ته ورسېدله او پایله یې دا شوه چې « سټنډرډ ائل کمپنۍ » خپل نفتي انحصار له لاسه ورکړ . مګر روکفیلر د « سټنډرډ ائل ترست » په تأسیسولو سره وتوانېده چې خپلې معاملې پټې کړي . په دې تړاو د « بریتانیکه » نوی دایرة المعارف لیکي : « ترست یو ډېر زیات شمېر قانوني جوړښتونه رانغاړلي وو ، کومو ته چې عمومي لاسرسی عملأ د نه رسېدو وړ و » .

      دغه شان ګټې اخیستنې تر ۱۸۹۲ پورې دوام درلود . په دغه کال کې د اوهایو ایالتي سترې محکمې د روکفیلر د ترست د ړنګېدو پرېکړه وکړه . د محکمې د پرېکړې سره سم روکفیلر د « سټنډرډ ائل ترست » خای ناستی نیویارک ته ولېږدوه او په ۱۸۹۹ کال کې ټوله پانګه ، شتمنۍ او د بانکي سلنې ګټې د « نیوجرسي سټنډرډ ائل کپني » په نوم بله بڼه غوره کړله .

        په ۱۹۰۶ – م کال کې د امریکا حکومت د « سټنډرډ ائل کمپنۍ » په دې تورنه کړله چې د شیرمن له انحصاري ضد قانون څخه یې سرغړونه کړې ده . که څه هم د یادې کمپنۍ رسمي دفاعیه کوونکو دا ومنله چې « سټنډرډ ائل » کمپنۍ یواځې د ټولنیز خپګان د احساساتي څپو او په لوی کاروبار کې د  ډېروالی قرباني شوې ده خو د امریکا سترې محکمې د ۱۹۱۱ کال د مې د میاشتې پر پنځلسمه نېټه خپله پرېکړه اعلان کړله چې په یوې برخه کې داسې راغلي دي : « په یوه اولسي  ضد توطئې کې اووه کسان او یو سهامي میکانیزم  سره یو ځای شول . د جمهوریت د امنیت په نوم حکم کوو چې دغه خطرناکه توطئه  د نومبر د میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې باید تصفیه شوې واوسي ».  ( ۶ ).

       د ترست له ړنګېدو وروسته د کمپنیو له عمومي شمېرې څخه اتو کمپنیو د « سټنډرډ ائل » نوم وساته خو د دې لپاره چې د بدلون هڅې وښيي دغه کمپنۍ هم بدلې شوې . د « نیویارک سټنډرډ ائل » کمپنۍ د « وکوم ائل » ترست سره یو ځای شوه او د « سوکوني وکوم » کمپنۍ راوپنځېدله چې همدغه کمپنۍ وروسته په ۱۹۶۶ – م کال کې د «موبیل کارپورېشن » شو . د « اندییانا سټنډرډ ائل » ، د « نیبراسکا سټنډرډ ائل » او د « کنزس سټنډرډ ائل » کمپنۍ سره یو ځای شولې ، په ۱۹۸۵ کال کې یې د « آموکو کارپورېشن » تأسیس کړ . په ۱۹۸۴ کې د « کلیفورنیا سټنډرډ ائل » او د « کنتوکي سټنډرډ ائل » کمپنۍ سره یو شوې او د « شیورون کارپوریشن » پرانیستل شو . هغه کمپنۍ چې پخوا د « نیوجرسي سټنډرډ ائل » کمپنۍ وه په ۱۹۷۲ کې د « ایکسون کارپوریشن » شو . د « سټنډرډ » نورو کمپنیو د انتلانتیک بډای کانونه ، د « بک ای » د تیلو پاپلاین ، « پنزوی » او د « یونیون ټانکر » کمپنۍ سره یو موټی کړل .

       په هر حال دا ډېره عجیبه ده چې د « سټنډرډ » ړنګېدو یواځې د روکفیلر شتمني ډېره کړله ، اوسمهال هغه د تیلو د هغو ټولو دري دېرشو کمپنیو څلرمه برخه لري چې د « سټنډرډ ائل » د ړنګېدو په پایله کې راجوړې شولې . د پېړۍ د اوښتو په درشل کې روکفیلر د امریکا لمړنی میلیارد در شو .

        هغه څېړنه  چې د امریکا په تر ټولو سترو سهامي شرکتونو کې د روکفیلر د ملکیتونو په تړاو د ۱۹۳۰ – مو کلونو په پای کې د امنیتي ارګانونو او د کنترول د کمیټې له خوا تر سره شوله ، دا یې ومنله چې روکفیلر پر ټولو کمپنیو باندې کنترول لري . یاده څېړنه چې په ۱۹۴۰ کې خپره شوه لیکي : « په ۲۰۰ سترو غیر مالي  شرکتونو کې د ملکیت  ( شتمنۍ ) وېش . څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل چې د روکفیلر له حقیقت نه لېرې ښکاره کېدونکې کوچنۍ سپما باوجود       ( یواځې د ونډو شل سلنه ) ، دغه ملکیتونه د دې لپاره بسنه کوي « تر څو روکفیلر دغه سهامي شرکتونه کنترول کړي » ( ۷ ) .

       په کوم ځل له مشرتابه سره اړیکې روکفیلر او نورو ته دا موقع ورکوي چې د نفتو د راایستلو پر صنعت باندې کنترول وساتي . په دې اړه د فدرالي تجارتي کمیسیون د اصلي اقتصاد پوه دستیار داکتر جون بلیر ولیکل : « په ۱۹۷۲ کال کې د نفتي صنعت  اته تر ټولو سترې  کمپنۍ د بانفوذه تجارتي بانکونو او کم تر کمه د عالي ګروپ د یوه استازي د منځګړي توب په پایله کې سره یو موټي شولې . « ایکسون » څلور دغه شان تماسونه لري – له « موبیل سټنډرډ انډ تکساکو » او « آرکو » سره . موبیل بیا درې اتصاله لري : له « ایکسون » ، « موبیل » او د « انډیانا سټنډرډ ائل » سره . او « شل » له « موبیل » سره اړیکه لري » ( ۸ ) .

        په هر حال عجیبه یې لا دا ده چې نوې پېړۍ ته په اوښتو سره د « ایکسون » او « موبیل » چې دواړې د نړۍ ډېرې سترې او ځواکمنې نفتي کمپنۍ وې ، یو بل سره د یو ځای کېده له لارې  يې د      « سټنډرډ » پخوانی انحصار مات کړ . خو دغې د ۷۵ میلیاردو دالرو سترې معاملې ژر « د روکفیلر د غچ اخیستنې » ( ۹ ) لقب خپل کړ . په دې توګه د نفتي کمپنیو ټینګښت دوام وموند .

       تر ۱۹۳۷ – م کاله پورې روکفیلر او د هغه یواځيني زوی کشر جون ډي. روکفیلر نه یواځې د نفتو یوه حیرانوونکې امپراتوري جوړه کړله بلکې یو شمېر مؤسسې یې هم تأسیس کړلې چې تر ټولو مهمې یې دا دي : د روکفیلر د طبي څېړنو انستیتوت ( د تأسیس کال ۱۹۰۱ ) ، د ښوونې او روزنې مرکزي جرګه ( ۱۹۰۳ ) ، د شیکاګو پوهنتون ( ۱۸۸۹ ) ، د روکفیلر بنیاد ( ۱۹۱۳ ) ، د لنکولن ښوونځی ( ۱۹۱۷ ) چېرې چې د روکفیلر ماشومانو ښوونې او روزنې تر لاسه کړلې ، او په نیویارک کې د روکفیلر پوهنتون .

        همدا شان د روکفیلرانو ټبر د یوژنیک ( هغه علم چې د انتخابي جوړو د واده کولو له لارې د انسان د نسل اصلاح ، روزنه او وده څېړي – ژ ) علم پر مختګ ته ډېره لېوالتیا لرله . دا د « ایدیالو انساني ځانګړتیاوو » د سمبالتیا او ښه والي لپاره  په علمي اساساتو ولاړ پروګرا مونه وو چې د نفوسو کنترول یې هم یو جز و . دغه نظریه د ویکتوریایي زمانې د عالم سر فرنسیس ګالستون له آثارو څخه را وټوکېدله . ګالستون د خپلې څېړنې په پای کې دې پایلې ته ورسېده چې د انګلیسي ټولنې اغېزمن غړي له دې سببه دغه کچې ته لوړ شوي دي ځکه چې هغوی  « وتلي » پلرونه او میندې لرلې . په دې توګه د طبعي غوراوي په اړه د داروین نظریه د دې طبقاتي پوښتنې سره ادغام شوله چې « ستا پلار او مور څوک دي ؟ » .

         دا د هتلر د وختونو نازي تجربې ته ورته دي ، په تېره بیا که دا هم په حساب کې راولو چې په نولسمه پېړۍ کې د امریکا متحده ایالات له څورلسو هغو نورو هېوادونو سره یو ځای شو چې د یوژنیک په تړاو یې قوانین وضع کړي وو . نورو دېرشو هېوادونو هم  دغه شان داسې قوانین تصویب کړل چې له فکري پلوه د وروسته پاتې ناروغانو او د ساده بډنګ انسانانو شنډونې ته ځای ورکړل شوی و . دغه شان شپېته زره واده شوي کسان په  قانوني توګه شنډ کړل شول . ( ۱۰ ) .

       بې شکه چې د تر ټولو ناولي ژن د تعینولو لپاره د نفوسو تفصیلي احصائیه یوه اړتیا وه . خکه نو په کال ۱۹۱۰ کې د لندن د « ګالستون » ملي لابراتوار په چوکاټ کې د « یوژنیک د ثبت دفتر » د یوې څانګې په توګه راجستر شو چې مشري یې د آغلې اي. هریمن په غاړه شوه .  آغلې هریمن د اورګاډي د لارو د سلطان ایدوارد هریمن مېرمن او د دیپلومات آوورل هریمن مور وه . په کال ۱۹۱۲ کې آغلې هریمن د نیویارک د بانک د ونډو یوه زیاته برخه د جي. پي. مورګان اړوند « ګرنتي ترسټ » باندې وپلورله ، د دغې معاملې پایله دا شوه چې د دغه بنسټ ( د یوژنیک د ثبت دفتر ) کنترول عملأ مورګان ته وسپارل شو . ( ۱۱ ) .

        د هریمنانو کورنۍ چې د ۱۹۰۰ – وم  کال نه وروسته یې د پرسکاټ بوش د کورنۍ پيل کېښودلی دی ، له مورګانانو سره په ګډه یې له ۱۱ ملیونو دالرو څخه لا ډېرې پيسې د یوژنیکي مسئلو د څېړنې لپاره ورکړلې . دغه علمي – څېړنیز لابراتوار  د نیویارک د کولډ سپرنګ هاربر په سیمه کې جوړ شو ، او همدا شان د هاوارد ، کولمبیا او د کورنل په پوهنتونونو کې هم د یوژنیک د څېړنې لابراتوارونه پرانیستل شول . د یوژنیک په تړاو لمړنی نړیوال کانګرس په ۱۹۱۲ کې په لندن کې پرانیستل شو چې مشري یې ونستون چرچل کوله . ښکاره ده چې د دغو خلکو لپاره « د شجرې » مفهوم خورا  ستر رول درلود .

        د یوژنیک د ۱۹۳۲ – م کال د نیویارک په کانګرس کې د هریمن ، جورج بوکر او پرسکاټ بوش اړوند د « هامبورګ – امریکا » د بېړیو د کمپنۍ له برکته رسوخ لرونکي المانانو هم ګډون درلود . د المانانو له ډلې څخه یو تن د برلن د ویلیم پاچا د نسب پېژندنې او ډېموګرافۍ له انستیتوت څخه داکتر ارنست رودین و . داکتر رودین د رایو په اتفاق سره د یوژنیک ټولنو د نړیوال فدراسیون د رئیس  په توګه له دې کبله انتخاب شو چې د الماني نژادي سپېڅلتیا ټولنې د جوړېدنې لپاره یې ښه کار کړی و . یاده ټولنه د هتلر د نژادي انستیتوتونو پلرنۍ ګڼل کېږي . ( ۱۲ ) .

       د یوژنیک وده د اصلو کورنیو تر سمبالنې لاندې اوس هم دوام لري . جنرال ویلیم اچ. درېپر ( کشر ) په ۱۹۳۲ – م کال کې د یوژنیک د نړیوال کانګرس د ملاتړ ګروپ غړی و ، د هریمن او بوش له کورنیو سره د خپلو اړیکو له برکته د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د المان لپاره د متحدینو د کنترول په شورا کې د اقتصادي څانګې مشر وټاکل شو . څېړونکي ترپلین او چایکین د دې پخلی کوي چې « جنرال درېپر  وروسته  « د نفوسو د بحران کميټه » او د « درېپر بنیاد » پرانیستل  او د نفوسو د کنترول لپاره د یوژنیک د ودې په موخه د روکفیلر او دوپونت له کورنیو سره یو ځای شو . د اولسمشر لیندون جنسون په اداره کې چېرې چې جنرال درېپر سلاکار و ، په استوایي ( حاره ) هېوادونو کې د نفوسو د زېږېدنې د کنترول د چارو مالي سمبالتیا پیل شوه او د دغه کار لپاره د امریکا د نړیوال انکشاف ایجنسۍ وکارول شوه . ( ۱۳ ) .

        جنرال درېپر د نفوسو په اړوند مسئلو کې د جارج بوش مربي و . د هغه زوی او ځای ناستی ویلیم اچ. درېپر په ۱۹۸۰ – یم کال کې د اولسمشرۍ  په انتخاباتو کې د جارج بوش د ملي کمپاین لپاره د مالي امکاناتو ، نورو وسایلو د راغونډولو او سازمان ورکولو په چارو کې د رئیس مرستیال و . همدا شان کشر درېپر په ملګرو ملتونو کې د نفوسو د کنترول په چارو کې هم ښکېل و .

       د یوژنیک په ډګر کې د رودین د کار زیاته برخه له مالي پلوه د روکفیلر له خوا سمبال کېدله . لکه څرنګه چې څېړونکی ایک یې څرګندوي ، « دغو شتمنو امریکایي کورنیو لکه په برتانيې کې د خپلو انډېوالانو په شان یې ځانونه د لوړ نژاد خاوندان ګڼل او د نژادي برلاسۍ په لټه کې وې » ( ۱۴ ) .

      نیپوتیزم ( خویش خوري ) د هغوی د کورني ځواک ځانګړې نښه اوسېدلې ده . د ۱۹۱۷ – م کال په پیل کېدو سره او د راتلونکو پنځو کلونو په بهیر کې مشر روکفیلر خپله شتمني خپل یواځیني زوی ته وسپارله .

      جان روکفیلر ( کشر ) سره له دې چې خیریه کارونه یې تر سره کول خو د خپل پلار د معاملو میتودونه یې هم تعقیبول ، په تېره بیا د خپلو متحدینو سره اریکو ته یې ځانګړې پاملره کوله . په  ۱۹۱۴ کال  کې د کولارادو په ایالت کې د روکفیلر د یوې کمپنۍ پر اعتصاب کوونکو کارګرانو باندې د اولسي داوطلبانو له خوا ډزې وشوې چې له امله یې څلوېښت کسان ووژل شول . دغه کمپنۍ « فیول انډ آیرن » نومېده او د لودلو په سېمه کې ځای پر ځای وه .

       کشر روکفیلر د دوهمې نړیوالې جګړې د سرتېرو لپاره د ګډو خدمتونو سازمان په جوړولو کې مرسته وکړه او په منهتن کې یې د روکفیلر د مرکز ساختماني چارې سمبال کړلې . له جګړې نه وروسته دا روکفیلر و چې د ملګرو ملتونو سازمان د مېشت ځای لپاره یې په منهتن کې ځمکه ډالۍ کړه .

       کشر روکفیلر یوه لور او پنځه زامن لرل . لور یې اېبي نومېده چې په ۱۹۷۶ کې د سرطان د ناروغۍ له کبله د دوه اویا کلونو په عمر مړه شوه . زامن یې : دریم جان ، نېلسن ، لورنس ، وینتروپ او دیوید وو .

       د کشر روکفیلر مشر زوی دریم جان د روکفیلر د بنیاد رئیس شو او په ملیونو دالر یې د هند نړیوال مرکز او د جاپان نړیوال کور په شان په نړیوالو ایجنسیو کې ولګول . هغه خپله شخصي شتمنۍ د ختیځ پر هنري کلکسیون ، د  اوسېدونکو د شورا په جوړولو ، د کورنۍ د پلانولو په مرکز او د نفوسو د زیاتوالي پر مسئلو ولګولې . دریم جان په ۱۹۷۸ کال کې مړ شو خو د هغه زوی جان ( جي ) دویسون روکفیلر د امریکا د لویدیځې ورجینیا د ګورنر په توګه د کورنۍ سیاسي تګ لارې ته دوام ورکړ .

        نېلسن اولدریچ روکفیلر هم په سیاست کې ښکېل و . له دوهمې نړیوالې جګړې نه مخکې هغه د جنوبي امریکا د فرهنګ او د نفتو د کاروبار د څېړنې په موخه وینزیولا ته په یوه اوږده سفر لاړه . اولسمشر فرانکلین ډي. روزولت چې د ده د نیویارک د وختونو ملګری و ، دی یې په حکومت کې د کورنیو چارو کې د منتظم په توګه وټاکه . نوموړی پرته له ځنډه څلور دورې د نیویارک ګورنر پاتې شو .

        په ۱۹۵۳ کال کې د روغتیا ، پوهنې او  ښیګڼې  وزارت تشکیل شو او روکفیلر د دغه وزارت د وزیرې مېرمن اویتا کپ هوبي د  سپارښتنې سره سم د هغې مرستیال وټاکل شو . په دغه مقام کې روکفیلر وتوانېده چې ډېر ټولنیز پروګرامونه پر مخ بوځي . په دې تړاو اېلویس ماسکو لیکي : « په عام نظر کې داسې نه ښکارېده چې اویتا کپ هوبي دې وزیره وي ؛ نېلسن د صحنې تر شا کار کاوه ، د بېلا بېلو پروګرامونو د مشرتوب لپاره یې وړ کسان پيدا کول  ، څېړنې یې کولې ، نوي پروګرامونه یې جوړول ، دغه پروګرامونه یې د آیزنهاور د ادارې یا د کانګرس له لارې سمبالول . آیزنهاور حتی روکفیلر يې په بهرنیو چارو کې خپل ځانګړی دستیار وټاکه ، په همغه دفتر کې چې د اولسمشر نیکسن په دوره کې د هغه دوست هنري کیسنجر یې مشر کوله » ( ۱۵ ) .

       نېلسن روکفیلر په پر له پسې توګه هڅې کولې چې د جمهوریت غوښتونکو له خوا اولسمشر شي خو په ۱۹۶۰ او ۱۹۶۸ کلونو کې نیکسن او همدا شان په ۱۹۶۴ کې سناتور باري ګولډواټر د هغه پلانونه ګډوډ کړل . په پای کې روکفیلر په ۱۹۷۴ کې هغه وخت د امریکا د متحده ایالاتو د اولسمشر مرستیال وټاکل چې جرالډ فورد اولسمشر شو . فورد په خپله د اولسمشر ریچارد نیکسن پر ځای ټاکل شوی ځکه چې هغه د واترګیټ رسوایۍ په پایله کې مجبور شو چې استعفا وکړي . روکفیلر په ۱۹۷۹ کې د اویا کلونو په عمر په یوه نا څرګند وضعیت کې مړ شو چې د ده د خپلو اپراتو څخه یوه ځوانه اسیسټانټه په کې  ښکېل وه .

        لورنس سپلمن روکفیلر د ټولو ورونو په پرتله په بزنس کې ډېر فعال و او د یوه بریالي بزنسمن په توګه ډېر وځلېده . هغه په ډېره ځوانۍ کې د هوابازۍ  مینه وال شو ، په ۱۹۳۸ کې یې په ختیځو هوایي کرښو کې پانګه اچونه وکړه ، له نوموتي پيلوټ ، کیپټان اېدي ریکنبایکر سره په ګډه یې دغه شرکت د نړۍ په یوه ستر شرکت بدل کړ . همدا شان روکفیلر د کشر جیمز مکدونل په نوم د ځوان سکاتلندي د رویا د تر سره کېدو لپاره يې ښه ډېره پانګه اچونه وکړله او هغه څه یې راوپنځول چې اوس د مکدونل دوګلس ایرکرفټ  کارپوریشن په نوم یادېږي . لورنس روکفیلر همدا شان په چارپېریال ساتنه کې فعال ګډون درلود او د چارپېریال ساتنې د کنترول لپاره د اولسي مشورتي کميټې مشر او د نیویارک د ژوبڼ ټولنې رئیس شو .            

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button