پښتنو ته د پاچا خان پیغمبري تګلاره

امنه عزیزي

د هر قوم د ټیټېدو او ورک کېدو پر مهال الله تعالی په هغوی کې داسې شخصیتونه پیدا کړي چې هغه قوم یې د پناه کندې ته له لوېدو ژغورلی دی. په پښتنو کې یې د احمدشاه بابا، خوشال خان نیکه، میرویس نیکه او غفار خان رحمة الله علیه په څېر شخصیتونه پیدا کړل.

د پاچا خان فکر، شخصیت، ژوند او مبارزه په یو څو کرښو او پاڼو تورولو سره نه شي بیانېدای. دا به د پاچا خان د مبارزو او قربانیو په حق کې کمی وي، خو په هر حال پاچا خان داسې مهال په پښتنو کې را پورته شو چې پښتون له خپل ځانه ورک و. پښتون نه خپل ځان پېژند، نه خپله خاوره او نه له خپل تاریخه خبر و. پاچا خان پښتون ته د هغوی هویت ور وښودو، خپله خاوره یې ور وښوده او تاریخ یې په لاس ورکړ. هغه د پیغمبري تکلارې په وسیله خپل قوم له ډوبېدو او غرقېدو وژغوره.

پاچا خان د خپل وخت لومړی شخصیت و چې د خپلو همفکرو ملګرو په همکارۍ یې پښتنو ماشومانو او ځوانانو ته قلم ورکړ. لومړنۍ درسګاوې یې جوړې کړې چې په سلګونو پښتنو ماشومانو او ځوانانو ته په کې نه یوازې اسلامیات تدریس کېدل، بلکې د وخت ټول عصري علوم یې ور ښوول.

پاچا خان چې له خپل قوم او کورنۍ ښه پوره و، ښه مال او ځمکې یې وې، د کورنۍ په بار بار ټینګار یې هم و نه غوښتل بهر انګلستان یا بل ځای زده‌کړې وکړي. که نه هغه کولای شوای بهر زده‌کړې وکړي، کار وکړي او کله یې چې سیمه ارامه شوې وای بیا به را ګرځېدلي وای، خو هغه هېڅکله داسې و نه کړل، ځکه پر پښتنو یې بده ورځ نه لورېده، نه یې غوښتل پښتانه نالوستي او همداسې په جهالت کې پاتې شي. د پاچا خان رحمة الله علیه لومړنی ستر کار دا و چې د خپل وخت پښتنو ماشومانو او ځوانانو ته یې د زده‌کړو لپاره منډې ترړې وکړې او بالاخره پښتون ته یې کتاب په لاس کې ورکړ.

هغه له سیاسي مبارزې سره سره خپله ژبه هم له پامه نه وه غورځولې. پاچا خان پښتو ته نوې ساه ورکړه او بیا یې را ژوندۍ کړه، په پښتو ژبه یې رسالې او ورځپاڼې خپرې کړې چې دا نه یوازې د ژبې د ژوندۍ کېدو په ګټه شوې، بلکې له دې لارې د پښتنو فکري پراختیا را منځ ته شوه او دې کار د پښتنو د پوهاوي او را ویښولو لپاره د پاچا خان په مبارزه کې د تمې خلاف ډېره مرسته وکړه.

پاچا خان رحمة الله علیه به ویل “کوم قام چې خپله ژبه سپکه کړي، هغه خپله سپک شي او کوم قام چې خپله ژبه ورکه کړي نو هغه خپله ورک شي.” ځکه خو یې لومړنۍ هڅه دا وه چې پښتو له سپکېدو او ورک کېدو وژغوري او په خپل دې هدف کې بریالی هم شو. که د پاچا خان د پښتنو او په تېره بیا پښتو ژبې لپاره دا مبارزه نه وای، خدای مه کړه اوس به پښتو هېره او ورکه وه.

هغه د خپلو خلکو د حقونو، اسوده‌ګۍ، خپلواکۍ او مترقي کېدلو لپاره له قربانیو سره مله دومره سخته مبارزه وکړه چې له هغه را وروسته هیچا د پښتنو لپاره تر هغې کچې کار او مبارزه نه ده کړې.

پښتون په سیمه کې ویده زمری دی چې ډېر لېوان یې د همداسې ویده پاتېدلو هڅې کوي، خو پاچا خان په خپل وخت کې د ویده زمرو دا لښکر مخکې د لېوانو له داړلو را پورته کړ.

پاچا خان رحمة الله علیه د پښتنو لپاره په مبارزه کې 33 کاله ژوند په زندانونو کې تېر کړ. 33 کاله ډېر عمر دی، هیڅوک د خپل دومره پرېوتي قوم د را پورته کولو مبارزه کې ان 33 دقیقې په زندان کې نه شي تېرولای، خو له دې سره سره هم هغه له خپلې مبارزې او خدمته لاس په سر نه شو.

د دښمن هیڅ ډول تؤطیو او ځورونو پاچا خان له پښو و نه غورځاوه او نه یې هم تشدد ته اړ کړ. هغه هیڅکله د دښمن د سختو ظلمونو پر وړاندې تشدد و نه کړ، ځکه هغه پر دې اند و چې تشدد په تشدد له منځه نه ځي، بلکې لا پسې زیاتېدای شي، ځکه یې د عدم تشدد تګلاره ټاکلې وه. تشدد، تاوتریخوالی او انسانیت تر پښو لاندې کول د پاچا خان د مبارزې سرې کرښې وې چې پاچا خان ترې هیڅکله تېر نه شو او نه یې دا حدونه مات کړل.

د پاچا خان د عدم تشدد فکر او فلسفه دومره پراخه شوه چې ټولې نړۍ ته خپره شوه. د پاچا خان او د نړۍ یو شمېر نورو عدم تشدد همفکرو مشرانو دا فلسفه ټولې نړۍ ته غځولې. اوس که څوک د روا حقونو د غوښتنې لپاره په مبارزه کې د مقابل اړخ د هر ډول ظلم او تشدد پر وړاندې له عدم تشدده کار اخلي، همدا درس او زده‌کړه یې د پاچا خان د عدم تشدد له فلسفې ده.

اوس چې په پښتونخوا کې د پي ټي اېم یا پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د عدم تشدد پر کومه تګلاره د پښتنو لپاره مبارزه کېږي، هغه هم د پاچا خان د فکر او عدم تشدد د فلسفې الهام دی.

نن چې په پښتونخوا کې پښتانه له علمي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي اړخه کوم ښه ځای ځایګی لري، دا د پاچا خان د هلو ځلو، مبارزو او قربانیو برکت دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button