لرغونې یوناني فلسفه او اسلامي علم الکلام

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد
د پخوانۍ یوناني فلسفې تر چتر لاندې ټول علوم په ګډه لوستل کېده، دغه علوم لکه طبعیات، ماورا طبعیات، عنصریات، فلکیات… تقریباً تر معاصرو میلادي پېړیو پورې سره ګډ و؛ خو له اتلسمې میلادي پېړۍ را پدېخوا ټول هغه فلسفي نظریات، چې د تجزیې، سپړنې، مشاهدې او تجربې وړ و؛ د ساینس په نوم ونومول شول او نور هغه موضوعات، چې قابل د مشاهدې او تجربې نه و؛ د معاصرې فلسفې په نوم یاد شول.
له دې څخه دا پایله اخیستل کېږي، چې اوسنی ساینس او اوسنۍ فلسفه دواړو له لرغوني یوناني فلسفې څخه نشأط کړی.
شا او خوا لسمه میلادي پېړۍ کې لرغونې یوناني فلسفې د بغداد اسلامي مدرسو ته سرایت وکړ، د اسلامي پوهانو تر منځ یې د فکري اختلاف درز را منځته کړ، چې په دې سره د اسلامي پوهانو مختلفې ډلې لکه معتزله، قدربه، جبریه… ظهور وکړ.
په اسلامي شرعیت کې د یوناني فلسفې بدیل علم الکلام دی، علم الکلام (د روحیاتو علم) په لومړیو وختونو کې یوازې قولي و، په دې مانا، چې یوازې له یو نسل څخه بل نسل ته پرته له لاسوهنې نقلېده، چا پکې خپلې سمې او غلطې نظریې نه شوای زیاتولی.
کله چې د بغداد په مدرسو کې فکري اختلافونو زور واخیست؛ نو یو شمېر عالمانو د علم الکلام مطالعې ته مخه کړه، چې په دې سره علم الکلام دوه برخو ته و وېشل شو، لومړۍ برخې ته یې قولي علم الکلام او دوهمې برخې ته یې عقلي علم الکلام وویل شو.
د خدای ج پېژندل، د کائیناتو پېژندل، د انسان مختلفو نظریو ته باور او ارزښت ورکول، په بله نړۍ باور کول، ذهني تخلیقات، د عنصرونو او مادو په جوړښت فکر کول… د عقلي علم الکلام برخه ګرځي.
که څه هم عقلي علم الکلام د اسلام له ظهور ډېر وروسته په عمل کې را پیدا شو؛ خو بنسټ یې د اسلام له ظهور سره سم اېښودل شوی، په دې اړه د یوه شرعي اصل مفهوم داسې دی:
((په تاسو کې غوره هغه څوک دی، چې د خدای ج په کائناتو کې فکر او غور کوي.))
په ساده ژبه که ووایو، علم الکلام د لرغونې یوناني فلسفې، چې بنسټ یې یوازې انساني فکر دی؛ په مقابل کې شته.
په علم الکلام کې اسلامي پوهان یوازې هغې نظریې ته ارزښت ورکوي، چې له الَهي عقېدې څخه بهر نه وي، په داسې حال کې، چې یوناني فلسفه هرې انساني نظریې ته ارزښت ورکوي.
اسلامي هېوادونه له لرغوني یوناني فلسفې څخه د دوه راوتلیو مختلفو ایډیالوژیو، لکه په شلمه پېړۍ کې د کمونیستي مکتب او په یویشتمه پېړۍ کې لېبرالي مکتب؛ دومره وځپل، چې اوس د علم الکلام بحث له ټولو مسلمانانو پاتې شوی.
۲۷/۱۱/۱۴۰۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button