له همدې تاریخه زموږ دولتونو ثبات ونه موند

عبیدالله سهاک

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد
له نن کم او زیات ۴۳ کاله مخکې له دې هېواده د امنیت، ثبات او پرمختګ ګډه بار شوه.
د یوه غښتلي واکمن (داوُدخان) پر وړاندې د روسیې استخباراتي شبکې (K.G.B) په افغانستان کې دوه مخالف ګوندونه (خلق او پرچم) سره متحد کړل او په ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه نېټه یې سرادار داوُدخان د خپلې کورنۍ له ۱۸ تنه غړو سره شهید کړ.
دا چې ولې دغه عظیم شخصیت د سیاست له مداره ووېستل شو؛ په دې لیکنه کې پرې بحث کوو.
داوُد خان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د جمهوریت بنسټ کېښود. د سیاسي او ټولنیزو علومو اکثره متخصصین په دې باور دي، چې جمهوري نظامونه د شاهي، سلطنتي، پارلماني… نظامونو په پرتله ټولنې ته زیات د پرمختګ سبب ګرځي.
د داوُدخان د جمهوریت په راتګ سره تقریباً د نړۍ ټولو هېوادونو خپل موافقت او رضایت څرګند کړ، یوازې پاکستان او اېران خوښ نه و، ځکه د دوی لپاره شاهي افغانستان یو استهلاکي او مصرفونکی هېواد و.
د جمهوریت په راتګ سره د پاکستان اقتصادي بازار په سړېدو و. اېران بیا نه یوازې په افغانستان کې خپل اقتصادي بازار له لاسه ورکاوه؛ بلکې د دوی شاهي نظام ته هم د خطر زنګ وکړنګېده، ځکه په هغه وخت کې په اېراني ټولنه هم شاهي حکومت حاکم و.
په هر صورت، راځو دېته، چې د سردار داوُدخان پر وړاندې ولې خونړۍ کودتا وشوه؟
داوُدخان په هېواد مین واکمن و، د خپل هېواد ځان بساینې لپاره یې د نړۍ هر هېواد ته د دوستۍ لاس اوږد کړی. صعودي عربستان ته یې سفر وکړ. د مصر د هغه وخت له ولسمشر انور سادات سره یې ډېرې وعدې وکړې. د لیبیا له باچا معمرالقذافي سره یې د هېواد په اړه ډېرې مشورې وکړې. کویټ ته یې سفر وکړ. پاکستان ته یې هم سفر وکړ…
بلآخره شوروي اتحاد ترې وېره احساس کړه، چې هسې نه افغانستان د دوی له منګلو ونه وځي؟
روسي چارواکي (برژنیف) له داوُدخان سره ناسته چمتو کړه، په ناسته کې برژنیف داوُدخان ته وویل: نورو هېوادونو ته چې سفر کوې؛ نو څه پروا کوي، چې خپل نږدې دوست ګاونډی (شوروي اتحاد) هم په جریان کې واچوې؟
ویل کېږي، چې داوُدخان د دې خبرې په اورېدو سره له خپل ځایه پورته شو او مجلس یې پرېښود. برژنیف غوښتل د داوُدخان غوسه کنټرول کړي؛ نو ورته یې وویل: پرېزېډېنټ! پرېزېډنټ… تاسو زموږ خبرې یو ځل واورئ!
له داوُدخان سره تللي شخص برژنیف ته وویل، د دېپلوماسۍ د اصولو له مخې تاسو باید د ولسمشر (داوُدخان) شا نوره پرېږدئ.
په دې سره داوُدخان کابل ته راغی، غوښتل یې د شوروي پر ځای یو غوره بدیل پیدا کړي، مصر ته یې استازی ولېږه، د مصر ولسمشر د مرستو او همکاریو سینه وډبوله او افغان استازی له مثبت ځواب سره کابل ته راستون شو.
صعودي عربستان، چین او کویټ هم په اقتصادي برخه کې د همکاریو موافقه وکړه. همدارنګه د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر جیمي کارټر سره یې د ۱۹۷۸ م کال په ډسمبر کې ناسته پلان شوه(د دې ناستې تر داېرېدو داوُدخان ژوندی پاتې نه شو)
داوُدخان په کابل کې د کمونسیتي ګوندونو(خلقي او پرچمي) د غړو په نیونه پیل وکړ، د خلق ګوند د عمومي منشي نورمحمد ترکي او د هغه د مرستیال ببرک په ګډون یې ډېر کسان ونیول.
حفیظ الله امین، چې د خلق ډیموکراټیک ګوند د نظامي څانګې آمر و؛ نوموړی د شوروي اتحاد د غیرې مستقیمې همکارۍ پر مټ وتوانېده، چې نظامي پوځ ته د کودتا امر وکړي.
تاریخ وایي، چې له کودتا وروسته خپله امین، ترکي او ببرک بیخي دا فکر لا نشو کولی، چې داوُدخان به داسې ناپامه په دومره کم وخت کې را وپرځول شي.
له هغې ورځې دا دی ۴۳ کاله ووتل، افغانستان سیاسي ثبات ونه موند، پرمختګ او انکشاف په ټپه ولاړ دي، په ملیونونو افغانان له خپل هېواده مهاجر دي او لا هم بشري تېښته روانه ده… خو که له یوه اړخه وکتل شي، افغانستان دا ځل یو زرین فرصت ترلاسه کړی، دولتي صلاحیت د یوې متحدې ډلې په لاس کې دی، د بهرنیو هېوادونو لاسونه لنډ شوي، خدای مکړه که دغه فرصت له لاسه ووت؛ نو بیا د دې هېواد جوړول ډېر ګران کار دی؟!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button