څه ډول له پښېمانۍ پرته ژوند وکړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

له پښېمانۍ او افسوس څخه پرته ژوند وکړئ.

ډېری کسان په دې اړه فکر کوي، چې که یې په تېر که دغه او هاغه کارونه کړي وای او یا یې نه وای کړي ژوند به یې د اوس په پرتله ښه وای. په داسې حال کې، چې د تېر په اړه دغه ډول خبرې او فکر کول هېڅ کوم درد نه شی دوا کولای، بلکې په اوس کې مو هم د ځینو کارونو د تر سره کولو څخه پاتې کوي.

د پښېمانۍ او افسوس پر ځای ښه ده، چې خپلې تېروتنې ومنئ او له هغو څخه درس واخلئ.

پښېماني څه شی ده؟

پښېماني په خپل ذات کې له خپلو کړو کارونو څخه نا راضایتي ښکاره کول او یا هم په تېر کې د غفلت کولو پایله ده. په ټوله کې هغه کسان، چې د پښېمانۍ له احساس سره یو ځای ژوند کوي، دوی په اصل کې د هغه کارونه په اړه افسوس کوي، چې په تېره زمانه کې یې له وسه پوره و، خو نه یې دي تر سره کړي.

یوازې تاسو نه یئ، چې په تېره زمانه کې، د هغه کارونه په اړه افسوس کوئ او یا هم پښېمانه یئ، چې نه مو دي تر سره کړي، دغه احساس ډېره کله موږ ټولو ته پیدا کېږي. خو ښه خبره دا ده، چې همدا اوس هم خپل ژوند ته په ژور او دقیق نظر وګورو، تر څو پوه شو، چې ایا اوس هم په سمه لاره روان یو او که نه؟

یوه خبره دا هم ده، چې ډیره کله د وړو او کوچنیو کارونو په اړه اوږد فکر کول هم د انسان پر زیان تمامېدای شي او کېدای شي د یوې وړې مسلې په اړه زیات فکر کول مو له ژور خپګان سره مخ کړای شي.

د پښېماني ښکاره کول او افسوس کول یوه عادي خبره ده، دومره هم باید لویه نه شي، چې ان د وخت اختیار مو هم په لاس کې واخلي. ځکه که داسې وشي، کېدای شي له رواني او روحي ستونزو سره مو مخ کړي، چې پایله یې بیا ژور خپګان، د سر او ملا درد او د اورېدو په سېستم کې ستونزې پیدا کېدل دي.

۱- له پښېمانۍ څخه د ځان خلاصولو لارې چارې.

کله، چې د یوه کار په اړه پرېکړه کوئ ښه ده، چې د هغه موضوع ټول اړخونه ښه وسنجوئ. مثبې او منفې پایلې ارزول یې کولای شي،چې په راتلونکې کې مو له پښېمانۍ خلاص کړي. تل هڅه وکړئ، چې ځان ته د پرېکړې کولو وخت ورکړئ، په خپل سر او عجولانه پرېکړې هېڅکله هم مه کوئ. سمه ده، چې د ډیرو شیانو په اړه پرېکړه کول ستاسو له وسه پورته او لرې خبره ده، خو که د هر کار په اړه سم مهال وېش ونه لرئ او کارونه مو په سم ډول تر سره نه کړئ، نو لرې نه ده، چې د بدو عواقبو شاهدان به یې هم اوسئ.

۲- تل قاطع او کلکه پرېکړه کوئ.

کله، چې د یو څه په اړه تصمیم نیسئ او پرېکړه کوئ پرېږدئ، چې عملي شي. ډاډه اوسئ او هېڅ شک مه کوئ. اجازه مه ورکوئ، کوچني خنډونه مو د کار د عملي کېدو مخه ونیسي او له موخې مو منحرف کړي.

۳- ځینې پېښې ومنئ.

واقعیت ومنئ. هغه حادثې قبولې کړئ، چې تاسو ترې بې خبره یئ. دغه څه چې پېښېږي کېدای شي ځینې یې ښه وي او ځینې یې بد. د بدو مزه باید وڅکئ، تر څو د ښو په خوند پوه شئ. موږ نه شو کولای، چې د پېښو مخه ونیسو، باید ویې منو او تر خپلې وسې پورې ترې ګټه واخلو.

۴- عملی یې کړئ.

په دې اړه فکر وکړئ، چې د څه شي په اړه آرمان کوئ، هڅه وکړئ، چې تر خپلې وسې پورې یې جبران کړئ. که په دې اړه فکر کوئ، چې د محصلۍ په دوره کې مو چکر نه دی وهلی او یا په مسافرۍ نه یئ تللي همدا اوس درته د سفر یو پروګرام جوړ کړئ او عملي یئ کړئ. هغه کارونه، چې نه مو دي کړئ او آرمان یې کوئ همدا اوس یې وکړئ.

۵- مثبت فکر وکړئ.

هڅه وکړئ، چې لیدلوري ته مو بدلون ورکړئ.

څه مو، چې له لاسه ورکړي په اړه یې فکر مه کوئ. ځکه کېدای شي بېرته یې لاسته راوړل ناشوني وي. هڅه وکړئ، چې په راتلونکې کې کوم کارونه تر سره کولای شي د هغې په اړه فکر وکړئ.

په تېره زمانه کې مو، چې څه هم له لاسه ورکړي، کېدای شي یو حکمت په کې نغښتی وي. پوره هڅه وکړئ، چې له هغې څخه درس زده کړئ او له تجربو مو ګټه واخلئ. یوازې د اوس او راتلونکې په اړه فکر وکړئ، ځکه تېر شوی وخت اوس تېر شوی دی او په هېڅ صورت بیا لاسته نه راځي.

د ژوند له هرې لحظې مو خوند واخلئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button