طالب مشران دملا عمر ویډیويي پیغام غواړي، وروڼه او زامن يې د مرګ او ژوند مالومات نه لري

 

له روهي ویب پاڼی څخه

یو شمېر طالب مشرانو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر څخه غوښتي، چې د خپل ژوند د ثبوت  په موخه  طالب مشرانو ته د ویډيويي پیغام له لارې ډاډ ورکړي، او کنه دوی  به له البغدادي سره بیعت وکړي. د ملا محمد عمر مشر زوی پردې باور دی، چې پلار یې شهید شوی او وروڼه یې له دیارلسو کلونو راهسې دنوموړي داستوګنځي په اړه هیڅ مالومات نه لري.

 

 

د ابو طالوت الخراساني په  مشرۍ یو شمېر افغان دیني عالمانو  له ملا محمد عمر څخه غوښتي، چې د ویډیويي  پیغام له لارې دا ثابته کړي، چې نوموړی تر اوسه ژوندی دی، که داسې ونشي، موږ له دې پرته بله  لار نه لرو، چې  له البغدادي سره بیعت وکړو.

 

دابو طالوت الخراساني له لورې خپره شوې خبرپاڼه، چې روهي ویبپاڼې یې هم یوه کاپي تر لاسه کړې ده لیکي، له کومې ورځې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شوی دی موږ ملا محمد عمر نه دی لیدلي، ما ( ابو طالوت الخرساني) او نورو طالب مشرانو  له څو کلونو راهسې دا غوښتنه کوو، چې طالب مشر باید خپلو پلویانو ته د ویديويي پیغام له لارې خبرې  او وینا وکړي، چې موږ باوري شو، چې هغه ژوندی دی. الخراساني وايي دهمدې خبرې د اثبات په موخه زه د ملا محمد عمر مشر زوی ته ورغلم او د ملا محمد عمر د ژوند په اړه مې ترې وپوښتل، زوی یې په ځواب کې راته وویل: زه د خپل پلار د استوګنځي په اړه هیڅ مالومات نه لرم، خو زما باور دادی،چې دی شهید شوی دی او هیچا په دې اړه موږ ته کوم خبر هم نه دی راکړی .

 

ملا ابو طالوت الخراساني زياتوي، چې له دې وروسته بیا زه اړ شوم، چې دملا محمد عمر له وروڼو هر يو مولوي عبدالمنان اخوند او مولوي صدیق الله اخوند څخه وپوښتم هغوي هم راته  ورته ځواب راکړ.  دوی دواړو راته وویل : دامارت له ړنګیدو وروسته موږ خپل ورور نه دی لیدلی.

 

ابو طالوت الخراساني زیاتوي: زموږ یو شمېر ملګري له داعش سره یو ځای شوي دي او یو شمېر نور بیا په پاکستان هوسا او ارام ژوند لري او له پاکستاني استخباراتو سره یې د جهاد او مقاومت په سر معامله کړې ده.

 

ابو طالوت الخراساني په خبرپاڼه کې له طالب مشرانو غوښتي که چیرې ملا محمد عمر د ویډیويي پیغام له لارې موږ ته د خپل ژوند په اړه  کوم ثبوت رانه کړ، دا مهال بیا موږ ته یوه لار پاتې ده، چې ټول له داعش سره بیعت وکړو.

 

ملا ابو طالوت د روانې میاشتې درېیمه نېټه  ټاکلې وه، چې باید له ملا محمد عمر څخه ځواب تر لاسه کړي، خو دا نېټه تېره شوه او مالومه نه شوه،چې د طالب مشر ملا محمد عمر ژوندی دی او که نه؟ 

 

 

 د ليک متن:

http://www.rohi.af/files/docs/Taliban%20Doc.JPG

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button