د پوهنې په بهیر کې ستونزې او حل لارې

د پوهنې په بهیر کې ستونزې او حل لارې

پوهنمل جاوید صاحب زاده

د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنخي رئیس

دا وطن افغانستان دی — دا عزت د هر افغان دی

کور د سولې، کور د تورې — هربچی يې قهرمان دی

افغانستان تل په هر ډګر کې د باتورانو کور پاتې شوی. دلته باتوران په هره بڼه تېر شوي. چا توره د غلیم پر وړاندې له تېغه ویستلې، چا د استعمار پر خلاف ملا تړلې، چا د حق څخه د دفاع په خاطر خپل غږ اوچت کړی، ځینو بیا د جهل د تیارو د له منځه وړلو او د رڼا خپرلو په موخه مټې بډ وهلي ترڅو خلک آرام اوهوسا ژوند وکړي. نن هغه د تورو کور چې تل یې نورو ته د رڼا مشلونه بلول په تیارو کې ژوند کوي او ورځ تر بلې یې حال په خرابېدو دی؛ په داسې حال کې چې نړۍ ورځ تر بلې د پرمختک پر لور روانه ده. مونږ بیا ولې ورځ تر بلې شاته روان یو؟

کېدای شي ځواب مو دا وي چې دلته دا څلوېښت کاله جنګ روان دی. ښه نو بیا دا جنګ ولې کوو؟ په دې هم ټول پوهېږو چې جنګ زموږ نه دی؛ نو بیا یې موږ ولې کوو؟ دلته به مو هرو مرو ځواب دا وي چې، ناپوهي. ځکه، هغه څوک چې پردي جنګونه کور ته راوړي او یا هم د پردیو د ګټو په خاطر د کورنۍ غړو ته تکلیف رسوي، نو پرته له شکه چې دا ناپوهي ده. آیا دا به شوني وي چې افغانستان دې یو ځل بیا د سیدجمال الدین افغان په څېر باتوران نړۍ ته وړاندې کړي او د الازهر پوهنتون په څېر دې نورو پوهنتونونو د عصري کېدو بنیاد کېږدي، او د مصر په شان نورو هېوادونو ته دا اجازه ورنه کړي چې د ایمن الظواهري په څېر اشخاص دې نړۍ ته وړاندې کړي؟؟؟ دا هر څه ممکن دي خو که مونږ وغواړو خپل هېواد پخپله جوړ کړو، ځکه هېڅ څوک یې راته نه جوړوي. د هېواد د رغولو لپاره لازمه ده لومړی هغه عوامل پیدا کړو چې د آبادۍ پر وړاندې خنډ جوړوي. لومړی باید مرض تشخیص شي او بیا دې مریض ته دوا توصیه شي. که غواړو یوه با ثباته ټولنه ولرو نو لازمه ده له معارفه یې پیل کړو، ځکه تجربو ثابته کړې چې په عربونو روپو لګښت جوړې ودانۍ به زمونږ د ناپوهۍ له وجې یوه ورځ هم پاتې نشي. په پیل کې مې په دې خبره تاکید وکړ چې نور خلک هېڅکله نه غواړي مونږ پرمختګ وکړو نو راځۍ چې پخپله د ځان جوړولو لپاره لاس په کار شو ترڅو د نورو له احتیاجه خلاص شو. کله چې یې پخپله جوړ کړو نو بیا یې په قدر پوهېدو شو او هم یې ساتلی شو. که ذهنیتونه جوړ کړو؛ ودانۍ جوړېدای شي.

په معارف کې ګمارنې او سیاست

که چېرې په معارف او مکاتبو کې ګمارنې د لیاقت او وړتیا د معیار خلاف د زورواکو په خوښه او یا هم د فساد له لارې ترسره کېږي، نو پرته له شکه چې پایلې به مو منفي وي. د زورواکو په مټ ګمارل شوي کسان همدوی ته کار کوي نه معارف ته. د زده کوونکو د سمې روزنې لپاره اړینه ده چې معارف تخصصي بڼه غوره کړي. د تخصصي کېدو نه مو هدف دا دی چې هر چا ته باید د مسلک او وړتیا په نظر کې نیولو سره دنده ورکړل شي. لا هم په ډیری ښوونځیو کې په ځانګړي ډول په اطرافو او لرې پرتو سیمو کې دا ستونزه نه ده حواره شوې. د پښتو څانګې فارغ التحصیلان مو ریاضي، بیولوژي او یا نور مضامین تدریسوي. او یا هم برعکس د بیولوژي یو لسانسه د بل مضمون په تدریس بوخت وي. د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده لومړی له ښوونځیو احصایه راټوله شي او بیا دې د تبدیل او تغیر په مېکانېزم کار وشي. هڅه دې وشي چې هر ښوونکی د خپل مسلک په اساس مضمون یا مضامین تدریس کړي.

په ښوونځیو کې سیاسي ډلې ټپلې هغه جدي ستونزه ده چې باید مخه یې ونیول شي. په ښوونځیو کې د سیاسي ډلو ټپلو پرځای باید ټولنیزې شوراګانې ایجاد شي چې د هر قشر خلک پکې ونډه ولري. دغه شوراګانې به یواځې مشورې ورکوي، اجرایوي دندې به يواځې د ښوونځيو مسؤلین او ښوونکي په غاړه لري. په ټولنیزو شورا ګانو کې به د ټولنې هغه اقشار شامل وي چې د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو له کړنو اګاه وي او د ښوونې او روزنې په پروسه باندې مثبت اغېز درلودلی شي لکه د سیمې مخور مشران، تعلیم یافته خلک، والدین، لوستي او فعاله ځوانان، مدني ټولنې او پوهې او نظر څښتنان.

په معارف ریاست کې دې په سیستم جوړونې کار وشي ترڅو هدف، فعالیتونه، کریکولم، درسي مفرادات او تدریسي چارو ترمنځ همغږي رامنځته شي. دغه سیستم باید فرد محوره نه وي بلکې شخص باید د سیستم برخه وي یعني د یو شخص په تبدیلۍ یا د دندې په پرېښودلو سره کومه خلاء رامنځته نشي. ډېر وخت داسې هم شوي چې د یوې لېسې یو آمر په یوه لېسه کې مثبته پایله نه ورکوي؛ د شکایتونو پر بنیاد بلې لېسې ته تبدیلېږي. وړاندې تردې چې هغه بلې لېسې ته تبدیل شي، باید هغه عوامل په ډاګه شي په اساس یې نوموړي ښه پایله نه ده ورکړې، که نیمګړتیاوې یې د سیمې د عواملو په اساس وي( هغه عوامل چې د آمر د کارونو پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی وي لکه د هغه سیمې کلتور، خلک، جغرافیه ..) نو بیا په کار ده چې بل هغه ښوونځي ته تبدیل شي چې نوموړی پکې پرته د کوم خنډ څخه مدیریت/آمریت وکړی شي.کله نا کله ضعف د فرد په استعداد، مهارتونو، پوهې او مسلکي توب پورې تړاو لري، که چېرې لامل یې همدا موارد وي نو بیا پکار نده چې بل ښوونځی هم د دې ناکامه شخص مدیریت/آمریت تجربه کړي. د تغیر او تبدیل په مېکانېزم کې بله ستونزه د وخت ده. په پنځه میاشتو یا شپږو میاشتو کې د یو چا د کار پایله نه معلومېږې خو مونږ بیا برعکس هغه اشخاصو ته چې په دندو مو ګمارلي وي په دومره کمه موده کې بېرته له دندو لېرې کوو. یو کس به تر خپلې وسې په یو ځای کې کار کړی وي، بودیجه او انرژي به یې مصرف کړې وي، خو برعکس نوی آمر د زاړه آمر ټولې کړنې له منځه وړي او بېرته هر څه له صفره شروع کوي، تر دې چې د پخواني مدیر یا آمر د مېز او چوکۍ د خونې له یوې خوا څخه بلې خواته وړي او دا ورته نوښت ښکاري. بدبختانه دغه ناوړه دود مو تر ډېره حده په هره اداره کې شتون لري. دلته هر نوی کس ځانته نوی او په خپله خوښه سیستم جوړوي ځکه کوم خاص معیار او مېکانېزم نشته چې دوی یې تعقیب کړي. لسانسه مو بېکاره ګرځي خو دولسم پاس بیا په مکاتبو کې تدریس کوي، اوس خو لسانس ډېر لرو په ډېرو برخو کې دوی باید جذب شي. حکومت ته هم پکار ده چې هغه شته دولسم پاسان مجبور کړي ترڅو لسانسه شي. که څه هم تر ډېره حده حکومت پدې برخه کې کار کړی، خو باید مادي او معنوي امتیازاتو ته قایل شي، د لسانس لپاره شته امتیازات بسنه نه کوي. همدارنګه په معارف کې متوازن انکشاف ته وده ورکول پدې معنی چې د ټولو ښاري لېسو او ولسوالیو ته يو ډول مرستې او امتیازیات ورکړل شي. متوازن انکشاف مو د هېواد اقتصادي پرمختګ کې اوږد مهالې ګټې لري. نن چې په ښارونو کې کوم خوند له میوو، سبزۍ، غوښې او لبنیاتو اخلو، هغه مو د کلیوالو دخولو تویولو نتیجه ده، نو دوی باید د خپلو اولادونو لپاره د بې کیفیته مکاتبو، صحت او نورو ستونزو له کبله ښار ته په کډه کولو مجبور نه شي، بلکې د معارف د متوازن انکشاف له لارې د دوی په تجارت، کرکېلې کې نور هم پراختیا راشي. يو پوه ښاري د یوه ناپوه کلیوال سره بیا ژوند نه شي کولی. دغه ډول د یوه قوم پوه د بل قوم ناپوه سره ګزاره نه شي کولی. د مکاتبو محیط او چاپیریال چې د زده کړې لپاره مهم اصل دی وده او د سالم چاپیریال را منځته کولو لپاره کار کول او دسیپلیني موضوعاتو ته جدي پاملرنه پکار ده. په مکاتبو کې د والدینو کميټې جوړول او له دې ارتباط څخه د یوه پله په توګه کار اخستل اغېمن دي. والدین کولی شي د خپلو کوچنیانو نیمګړتیاوې او پیاوړي نقطې د مکاتبو مسولینو او معالمانو سره شریکې کړي. همدارنګه خپلو کوچنیانو سره په کورنۍ دندو کې مرسته وکړي. والدین کولی شي له دې لارې د خپلو اولادونو د پرمختګ څخه خبر شي او په مکاتبو باندې له دې لارې نظارت وکړي، او د ضرورت په وخت کې لازمې مشورې ورکړي. د نظارت کمېټې باید خپل مسولیت په سمه توګه سرته ورسوي. د نظارت کمېټه باید وخت په وخت له مکاتبو څخه لیدنه وکړي او ځان ډاډه کړي چې مکاتب په خپل ټاکلي مسیر روان دي او چارې یې د پوهنې ریاست د پلان سره سم پرمخ ځي. همدارنکه ځان له دې اړخه ډاډه کړي چې په مکاتبو کې د زده کړې لپاره سالم چاپیریال وجود لري که نه. او د ښوونځیو ضرورتونه د معارف ریاست سره شریکې کړي او د کمزورو ټکو د بهبود لپاره لازمې مشورې ورکړي.

دپوهنې په سکتور کې د ستونزو هوارولو او یا کمولو کې د ولسي وګړو او محلي شوراګانو ونډه

والدین ټولنه او معلم هغه درې عمده فکټورونه دي چې د شاګردانو په زده کړه کې اساسي رول لوبوي. د دې دریو ترمنځ همغږي د کوچنیانو په زده کړه او پرمختګ کې د مهم عنصر په ډول یادولی شو. له بده مرغه چې مونږ هره پړه په مکتب، معلم او حکومت اچوو. د انګرېزانو په اصطلاح یو ډول بلیمینګ ګیم روان دی چې د مکتب مسولین مو کوچنیان او والدین ملامتوي او والدین بیا پړه په مکتب او معارف اچوي خو حقیقت دا دی چې حکومت، ښوونکو، والدینو او ټولنې مو خپل مسولیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی. تر ټولو زیاته ونډه شاګردانو په زده کړه کې والدین لري خصوصآ میندې، د مور غېږه لومړنی ښوونځی دی، هغه ځای چېرته چې کوچنی خپلې لمړنۍ زده کړه پیلوي. پلار خو هسې هم د نفقې ګټلو په هڅه کې وي کېدای شي هغومره وخت اولادونو سره نه وي، خو میندې بیا ډېر وخت د اولادونو سره وي او د یوې مهربانې ښوونکې دنده پرمخ وړلی شي. د والدینو ښکیلتیا د خپلو کوچنیانو په زده کړو کې، د زده کړو لپاره داسې چاپیریال جوړوي تر څو زده کړې یواځې د ښوونځي د دروازې په داخل کې محدود نه شي. د والدینو وڼده د خپلو اولادونو په زده کړه کې کوچنیانو ته د پوهې، وړتیا او لاسته راوړنو کې مرسته کوي. دلته یې ګټې په لاندې توګه یادولی شو:

مکتب ته په منظم ډول تګ کې مرسته.

په ځان باورتیا او د کورني کار په منظم ډول ترسره کول.

څېړنو دا ښودلې هغه کوچنیان چې والدین یې دوی سره ښکيل دي او د مکاتبو سره یې دوامدارې غونډې ترسره کوي، په لوستلو کي ۴ برابر، او ۱۰ برابره په رياضیاتو کې تر نورو مخته دي.

کوچنیانو کې د سالمې انګیزې رامنځته کولو کې مرسته کوي.

دوی سره د ټولنیزو عادتونو په لاسته روړلو کې مرسته کوي.

په نورو هیوادونو کې حکومتونه د دې لپاره ځانګړي پالیسانې لري چې څرنګه وکولی شي والدین د خپلو اولادونو په زده کړه کې دخیل کړي. مګر له بده مرغه پرته د یو څو ګتو په شمار خصوصي ښوونځيو څخه، نور هېڅ دولتي او خصوصي ښوونځيو دې برخې ته پاملرنه نه ده کړې. زمونږ ښوونځي معمولآ د دې لپاره چې انتقاد او ګوتنیونه پرې ونه شي، د دې مهم اصل څخه ځان اوباسي. دوی باید پوه شي چې نقد عیب نه دی بلکې د عیب له منځه وړوونکی دی. کله چې انتقاد کېږي، نو اصلاح راځي.

د ښوونې او روزنې په بهیر کې او د ښوونځيو په فعالیتونو کې د والدینو ښکېلتیا د ښوونيز نظام په تقویت مستقیمه اغېزه کوي. والدین باید اولادونه په سم ډول زده کړو ته وهڅوي، ملاتړ یې وکړي او د هغه له ښوونکي سره په دوامداره ډول په اړیکه کې پاتې شي ترڅو اړونده ښوونکي ته د خپل اولاد د فردي تفاوتونو، رواني وضعیت، ذهني سلوک او نور ځانګړنو په اړه وخت په وخت معلومات ورکړي. دا ډول اړیکې په حقیقت کې د یوه پله حیثیت لري چې زده کوونکي ترې په تګ راتک کې کار اخلي. دلته برعکس، معلم کوتک په لاس په ښوونځي کې ولاړ دی او پلار په کور کې. دا داسې ده لکه د یو چا څخه چې زینه لرې کړې او بیا ورته ووایی چې بام ته وخېژه چې دا یو ستونزمن کار دی. په دې سره د کوچني ذهنیت بیا د معلم او پلار له وېرې ناسم لور ته سوق کېږي.

هغه مجالس، کنفراسونه، سیالۍ، فراغت غونډې او نور بېلابېل پروګروامونه چې د ښوونځيو د ښه والي په مومه دایرېږي، باید والدین او ټولنېزي شوراګانې هم دعوت شي. دا پروګرامونه او ناستې باید په داسې وخت کې په لاره واچول شي تر څو د شوراګانو غړي او د شاګردانو والدین په ګډون وکړای شي. زمونږ د څېړنې پایلې په کندهار کې ښایې چې ۷۳.۵٪ والدین له دې موضوعاتو بې خبره ساتل شوي دي. ۵۳٪ والدین بیا د خپلو کوچنیانو احوال د بوختیاوو له وجې نشي اخستی. ۳۱.۵٪ نور بیا ښوونکي ګرم بولي چې پدې برخه کې مرسته نه کوي. یوویشتمه پیړۍ د ټکنالوژۍ عصر دی. ښوونځي کولی شي د دودیزو لارو پرته د والدینو نظریات د ټلیفون، ایمیل او یا هم د ګڼو نورو انټرنېتي وسیلو له لارې واخلي. که د امکاناتو د نه شتون ستونزه وي نو بیا دې وکورنیو ته د کوچنیانو په لاس خطونه واستوي ترڅو د زده کوونکو په تړاو د کورنیو سره د نظر تبادله وکړي.

د ټولنی ونډه:

کوچنیان مو په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول له ټولنې اغېزمن کېږي. د ټولنې باسواده کول به اوږد مهال وخت ونیسې. خو دلته مونږ کولی شو په ټولنه کې د تعلیم د اهمیت په هکله له مختلفو اړخونو کار وکړو او د یوې باسوادې ټولنې د جوړېدو هڅې پیل کړو. د ویاړونو کوم تاریخ چې لرو بیاځلې ییې د قلم په زور وګټو چې دا کار د تورې او ټوپک په زور نه کېږي. که کیدای نو دا څلویښت کالو کې به شوی و. مونږ باید لمړی د تعلیم پر مټ له نړۍ سره ځان سیال کړو. که چېرې مونږ د قوي ایمان ترڅنګ په عصري علومو کې پرمختګ وکړو نو بیا د جهل تیارو ته رښتينې رڼا له دې ځایه خپرولی شو. د جاپان هېواد که په بل ډول نه پیژنو، چې ولې تر نورو هیوادونو مخکښ دی. کیدای شي د ناکامورا د کړنو له مخې یې وپېژنو. د هغه کړنې چې د زمونږ په هېواد کې یې ترسره کړي، زمونږ لپاره یوه ښه بېلګه ده چې ولې جاپان پرمختللی دی. د جاپان دولت د اورګاډي یو سټیشن دلمنځه وړلو پلان کالونه کالونه یواځې د دې پخاطر وځنډوه، یوې مسافرې نجلۍ په دې لاره ښوونځي ته تګ راتګ کاوه. فکر وکړئ چې دا خلک څومره تعلیم ته ارزښت ورکوي چې د یوې نجلۍ لپاره یو ریل سټېشن فعاله ساتي. راځی له خپل هېواده یې پیل کړو. زمونږ د ترانسپورت ریاستونه هم له اجارو ویستل غواړي او که نه؟ راځئ که لرې نه شو تلای، نژدې خپلو ګاونډیو هیوادونو هند او پاکستان ته وګورو، چې څومره امتیازات یې محصل او متعلم ته په نظر کې نیولي. د بس تخفیف څخه نیولی تر سوپر مارکیټونو پورې پکې محصل او معتلم ته خاص تخفیفونه ورکړي. د ولسونو په منځ کې دوی ته خاص مقام ورکړل شوی. مونږ څه کوو ایا محصلین مو د هېواد بیچاره ترین مخلوق نه دی؟ هغه کوچنیان مو چې ښوونځي ته د تګ په عمر کې د نفقې په راټولو بوخت دي، کله مو ترې د علت پوښتنه کړې؟ زمونږ سوداګرو او بهر مېشتو هیوادوالو دنیا لیدلې. هلته او دلته د ژوند کولو توپیر دوی ته تر هر چا ښه معلومېږي. د اروپا مهاجرت که هر څومره خوندور وي او د محلونو ژوند ورته د هېواد له کڼدوالو غوره ښکاري، نو دا یې انساني او اسلامي وجیبه ده ترڅو هر هغه څه چې ځان ته یې خوښوي نورو ته یې هم خوښ کړي او د هېواد راتلونکي پخاطر د هېوادوالو د ژوند د ښه کولو لپاره هم یو څه کار وکړي ترڅو د راتلونکو نسلونو د هوساینې او آرامۍ لپاره یې خپل داین ترسره کړی وي.

کیدای شي اوس مو دکرونا وبا په دې فضاء کې مو دا تجربه کړې وي چې څه ډول هر هېواد د خپلو وګړو ژوندانه ته په نورو مهاجرو غوراوالی او لومړیتوب ورکوۍ. د یوه افغان تر ژونده به ورته د یو ایټالوي، یو امریکایې، یو چنايې، یو برېتانوی، پاکستاني، ایراني ژوند کول مهم وو. هر چا ته خپل وطن کشمیر معنی به اوس مونږ زده کړې وي. بدبختانه چې زمونږ انرژي د نړۍ په جوړولو او د خپل هیواد په ورانولو مصرف شوه، خو بیا هم هیچا مونږ ته د بشر په نظر ونه کتل او هر چا د خپلو ګټو پخاطر قربان کړو.

مونږ ته پکار ده چې خپل د زکات او خیرات پیسې په طالب العلمانو، متعلمینو او محصلینو چې د هېواد راتلونکی پرغاړه لري ولګوو. په مدارسو کې د دیني علم ترڅنګ عصري علوم هم شامل کړو او عصري علومو د زده کړې سره سره یې یې فکرونه هم په سم ډول وروزو ترڅو عالم مو د چا د کور ډوډۍ ته محتاج نه وي، بلکې د دې ترڅنګ چې یو دیني عالم وي ورسره ډاکټر وي، اینیجنر وي او د نورو کمالونو څښتن هم وي. نو بیا به ترې په منبر کې د حق ویلو تمه کولی شو. که داسې نه وي او دغه حالت چې اوس روان دی او همداسې دوام وکړي، د مسلمان نه به ورځ تربلې خلک فاصله اخلي.

په ښځینه ښوونځيو کې د اناثو د نه شتون له وجې د نارینه و لخوا تدریس کېږي چي دا یوه ستره او اوږد مهاله ستونزه ده. ولسونه کولی شي دا ستونزه په اسانۍ سره حل کړي. مونږ الحمد الله مسلمانان یو او ټول پدې پوهېږو چې اسلام په نارینه او ښځینه وو علم فرض کړی دی. دا چې ځیني خلک خپلې لوڼې مکاتبو ته نه لېږي، دا پدې معنا نه ده چې په اهمیت یې نه پوهېږي، بلکی دوی ته سالم چاپیریال چې د دوې خویندې او لوڼې پکې په خوندي شکل مکاتبو ته لاړې شي نه دی برابر. دلته نو بیا د هغه قومي تړو او تړونونو څخه ګټه اخیستل پکار دي، په کومو کې چې د خلکو ناموس په کور او ګودر کې خوندي وي.

استادانو او معلمینو ته پکار ده چې زده کړه یواځې د شاګرد د پوهې برخې ته محدوده نه کړي، بلکې دپوهې ترڅنګ یې مهارت، اخلاقو او فکري روزنې باندي هم کار وکړي. د زده کړې مرکز زده کونکی وګرزوي او په دوی کې د کارونو ترسره کولو د وړتیا پیدا کولو لپاره خپې هڅې پیل او دا د زده کړې هدف وکرځوي. مدني فعالان، ملا امان، حکومت، د ټولنې فعاله قشر او مېډیا ته پکار ده چې خپل رسالت په دغه برخه کې اداء کړي او د خدای، ضمیر او ټولنې پر وړاندې خپل مسولیت په صحیح ډول ترسره کړي. که مو خپل رسالت په صحیح ډول اداء نه کړ نو بیا به د یو خدای، وجدان او ټولنې پر وړاندې مسول یو. يو وخت افغانستان نړۍ ته کدرونه ورکول اوس نو بیا ولې ورځ تر بلې نړۍ ته محتاجه یو چې ستونزې مو را حل کړي او مرستو ته یې سترګې په لار یو.

نړی ته به مونږ د رڼا مشالونه وړو او هغوی ته به دا ښایو چې افغانستان د انسانیت او سولې کور دی. دا خاوره د مولانا کور تېر شوی د خالد بن ولید کور تیر شوی. د اقبال لاهوري په شعر خپله لیکنه پای ته رسوم:

اسیا پیکر آب و گل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

ز گشاد او گشاد آسیا

ز فساد او فساد آسیا

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button