
له سیاسیونواو سیاسی ګوندونو سره یوڅواړیني خبرې
اسدالله پیام
د۲۰۱۵کال دمې دمیاشتې پنځه ویشتمه
څوورځې مخکی می دخپل ځان یو څو عکسونه له خپلو فیسبوکي انډیوالانو سره شریک کړل چه تصادفآ ګڼ شمېر دوستانو دمینې او پیرزوینې په ولولو بدرګه کړل او یوه ګران دوست خو مي لا په مینه تر نیوکې لاندې هم ونیوم چه لکه چه دبالیووډ او یا«پغماني»شوق او هوس را سره پیداشوی دی.زه پداسې حال کي چه له
هماغو ټولو دوستانو یوځل بیا مننه کوم باید عرض وکړم چه ماهغه عکسونه نه پدې موخه شریک کړي وو چه دځوانو او یا زړو اکټرانو په لیکه کي ودرېږم او نه هم پدې موخه او شګوم خپاره شوي وو چه زما دوستان زما«مبارک مخ!!!»وویني ترڅو ددوزخ اور پرې حرام شي بلکه له تاسو«هموطنه»ځوانو اوپوخکوله سیاستوالو سره دهمدې اوسنیو اړینو خبرو اترو لپاره یو مقدماتی پیغام وو چه وښیي چه زما انځورنه او انګیرنه که هرڅومره نیمګړې هم وی نه د«ایفل» دبرج له دنګو څوکو څخه خپرېدونکي«ارشادات»دی او نه هم دذاتي«بړاس»دتشولو هڅه،بلکه دکابل او هېواد دستي او ټپي زړه دهغه سوځوونکی درد مستقیم انعکاس ده چه درملنه یې لاډیر دمخه زموږ ټولو ګډ ژمنتوب او دین وو
له دې لنډ سروکی چه اصلي آړ ته راوګرځم نو لکه چه تاسو ډیرکی یا خو خبر او یا هم په خپله په جریان کی یاست ما او ګران دوست کبیر کمال له اړیني مخامخ ارزونې او جاج اخیستنې وروسته دخپل ملي او سیاسی ژمنتوب له مخې دا وپتېیله چه دهیواد په دننه کی له یو شمېر سوچمارو،مخورواو آغېز لرونکو ناپېیلو سیاسی شخصیتونو او همدارنګه دځینو سیاسي ګوندونو او سازمانونو له رییسانو او ددوی دمشرتابه له یو شمیر غړو سره نېغ په نېغه موخه لرونکي خبرې اترې وکړو اودهغو چارو او مسایلو په هکله چه دحل مسولیت یی مستقیمآ موږ ته متوجه دی په ګډه سره دټولو یا ډیرکیو لپاره دمنلووړیوې پایلې اوپرېکړې ته ورسیږو.له نېکه مرغه دیوې میاشتنیو پرله پسې او نه ستومانه کیدونکو لیدنو کتنو پایلې راوښووده چه موږ ټول دخپل وطن دننګونو،شوونتیاوو،ژمنتیاوواو دبېړنیو سیاسي او ملی دندو په اړوند یا یو شان او یا هم یوبل ته ورته هم سوچ او هم تکل لرو،دلوڅو او بې آلایشه خبرو اترو بهیر له دې سره هم مرسته وکړه چه متقابل باور رامینځته او یا هم پوخ شی اودتوپیرلرونکومسایلو لپاره هم دپوهاوي اوحل ګډې لارې چارې وموندل شي
هم دغو لیدنو کتنواو هم مخامخ او مستقیمو مشاهداتواو ارزونوله ما سره مرسته وکړه چه دمینځته راغلو او یامینځته راتلونکوفرصتونواو شوونتیاوو،نویو اوله پخوا نه راپاتې ستونځو او ننګونو او ددې دواړوپر بنسټ لنډمهاله،مینځمهاله او اوږدمهاله ملی دندوپه هکله یوروښانه،لوڅ او واقعبینانه انځورتر لاسه کړم.دا انځورما په بشپړ تفصیل او استدلال په کابل کی له یو ګڼ شمېر ځوانانو اوسیاسی پارټنرانوسره شریک کړی او داخپل ملی ژمنتوب بولم چه له تاسو ټولو وطني سیاستوالو او سیاستپوهانو سره یی هم درغنده بحث په موخه مطرح کړم خونه په هغه تفصیل چه په مخامخ بحثونو کی پرې تبادل نظر شویدی.ددې ادعا نلرم چه دا انځور به ډیر سوچه او دقیق وی خودراتلونکوارزونو او سنجول شویواقداماتولپاره به چه باید په ملي کچه تر سره شي بې ګټې نه وي نوځکه یی په نښتېځلې توګه او دسروکوپه شکل وړاندې کوم
الف – بنسټیز فرصتونه او شوونتیاوې
اول -دجمهوری ریاست ټولټاکنو له خپلو ټولو ستونځواوسازمان یافته ورانکاریو اولنډه غریو سره سره دافغانستان په تاریخ کی یو نوی څپرکی پرانستی دی کوم ته چه په وروستیو سلوکلونو کی په مختلفو بڼوددولتونو او سیاسي بنسټونو له خوا ناکامې هڅې روانې وې.داځل افغان ولس په بیسارې توګه په خپله ددې نوي څپرکي پرانستونکی دی.دادی دتیرو څلوېښتو کلونو خونړیو ترخو تجربواو په تیره بیادتیرو درویشتو کلونوجهادی-طالبی-جهادی وحشتونو او لوټماریودولس غوڅ اکثریت له اوږده خوبه راویښ کړی اودهمدغه راویښ شوی ولس په اراده او همت د«ملت جوړونې»تاریخي اوږدمهاله بهیرپیل شوی دی.خو له بده مرغه ددې بهیر خورا اړین موسسات او بنسټونه چه«ملی دولت»،سیاسي ملت لمنې لوی ګوندونه اوپر اقتصادی او فرهنګي بنسټ بنا شوی ټولنیزسازمانونه او موسسات دی،داځل ترملت وروسته پاتې شوي او لا هم په دې ستر ملی بهیر کی دګډون تیاری نلری.په بل عبارت دملت جوړونې بهیر په غیرسیستماتیک اوغیرمتشکله توګه پیل شوې چه که په بېړه ددې دریګونونهادونو اساسی رغونه بشپړه نشي کیدای شي شاته تګ پرې وتپل شي
دوم -په یوویشتمه پېړئ کی دآسیا نیمه وچه دیوه ستراقتصادی زون او هممهاله ددوهم نړیوال اقتصادی ځواک په توګه عملآ په ټولوسیمه ایزو او نړیوالو معادلو اومحاسبوکی مطرح اوپر همدغه بنسټ دنوې نړیوالې «سترې لوبې»،ویش اوآرایش ترتنظیم او اجرا لاندې دی.زما باور او ارزونه داده چه وافغانستان ته دمتحده آیالاتو او ناتوراتګ دهمدغو ستراتیژیکو محاسباتو له مخې ووچه دالقاعدې او طالب له پروژو نه داپراتیفی ستر او وسیلو په توګه استفاده وشوه.ددې انکار نه کیدونکی حقیقت معنی داده چه افغانستان دنولسمې او شلمې پیړئ پر خلاف یو ځل بیا دآسیا پراقتصادی محور بدل شوی او دهمدې فکتور پربنسټ دسیمې او نړئ دمطرحو زبرځواکونو اوږدمهاله ګټې حکم کوی چه افغانستان د«بفرستېت»،«ستراتیژیک عمق»اود«نیابتي جکړې دجولانګاه»له بندې خانې نه راووځي او د«محراق»،«محور»اویاد«اتصال»دستراتیژیک موقعیت داحیا لاره ورته هواره شي.زما باور دادی چه زموږ منتخب ولسمشردهمدغه لرلید پربنسټ بهرنیو هیوادو ته خپل لمړني سفرونه تنطیم کړیدی چه تر ډیره حده دافغانستان دهمدغه موقعیت له بیا راژوندې کیدو او تثبیت سره آغیزمنه مرسته کولای شي خو داهم بیخي جوته ده چه دهمداسې یوه موقعیت دتلپاتیوالې لپاره دنورو جدی ګامونو اوچتولو ته هم دهیواد په دننه او هم په بهر کی بیړنئ اړتیا شته
دریم -طالب او القاعده له هماغه لمړنیو شیبو بیا تر دا اوسه هغه پروژې وې او دي چه افغانستان ته دامریکې دمتحده ایالاتودراننوتلو او همدلته دپاتې کیدو لاره هواره کړی چه لویه موخه یی دمنخنئ،سهیلي اوجنوب ختیځې آسیا اقتصادی زیرمو ته لاسرسی او یا کنترول دی.دافغانستان او امریکې ترمینځ دستراتیژیک تړون او امنیتی موافقتنامی له لاسلیک کیدو سره سم دامریکې متحده آیالات دخپلې ستراتیژیکي موخې لمړنی پړاو ته بالفعل ور ننوتی دی نو دطالب او القاعدې اودهغو دواړو دسرپرست وکیل(پاکستان)دنیابت ماموریت هم په افغانستان کی پای ته رسیدلی دی.له همدې امله په ډاډ ویلای شم چه که دافغانستان منتخب دولت دهمدغو محاسباتو پربنسټ سنجول شوی او دقیقه پوځي،سیاسي او دیپلوماتیکه ستراتیژی او کړنلاره پلي کړای شي دلمړی ځل لپاره دا شونتیا رامینځته شویده چه له څلوېښت کلنې نیابتي جکړې نه وتلپاتې او رښتینې سولې ته ګذاروکړو.د«داعش»په هکله زما ارزونه داده چه دا پروژه سره له دې چه دطالب او القاعدې بدیل دی خو اصلی اوږدمهاله ماموریت یی دافغانستان لپاره نه بلکه زموږ دشاوخوا سیمې او منځنی ختیځ لپاره پلان شوی دی،دداعش تر نامه لاندې ځني وروستي عملیات یا خوریکلامی او تبلیغاتي جنبه لري او یا پاکستان په مهارت سره ددې هڅه کوی چه په مصنوعي توګه ځان دداعش سرپرست معرفی کړی ترڅودمذاکراتو په اوسنئ لړئ کی د مانور دوسلې کارځني واخستلای شی.البته داپه دې معنی نده چه دداعش لاسوهنواوراننوتلو ته لاس تر زنې کښېنو
څلورم -دانتخاباتو بهیر او له انتخاباتو را پدې خوا واقعیتونه دا راښیی چه دولس غوڅ اکثریت او دځوانانو اوپړاوو ښځواتفاق ته نژدې ډیرکی دجهاد او ددین له درواغجنو ټیکه دارانو او پردي پالوشوکمارو سیاستوالو څخه مخ اړولی ،دجهاد له کارت نه دګټې اخیستنې بازارسوړ شوی ، د«هیڅ افغان له بل افغان نه کښته او پورته نه دی»شعار ته په ټولنیز وجدان کی لاره هواره شویده او دامنیتي قواوو په ځوانانو کی هیوادپالنه په مسلط اصل بدل شویدی
پنځم -دسیمې بازارونو ته دلاس رسي مسابقه خورا توده شوې،دافغانستان دطبیعی زیرمو راایستلو ته هم نړیواله اوهم سیمه ایزه لیوالتیا په زیاتیدو ده اودهیواد دمواصلاتی کرښو پراختیا اوګلوبالیزې کیدل دیوې سیمه ایزې اقتصادې اړتیا په توګه مطرح شویدی،نوله همدې کبله دلندن د وروستني کنفرانس پروعده شویو مرستو برسیره دسیمه ایزې پانګې اچونې اوحتی وړیا مرستو نوې شوونتیاوې رامینځته شویدي
ب -ننګونې اوستونځې
اول – جرمي اقتصاد هغه ستره او توره بلا ده چه دنیابتي جګړې،مافیایی څومخه شبکې،دجنایی جرایمو دسازمانونو،فقر،راننوتي جګړه ایزفرهنګ،مخدره موادو اواداری فساد په مټواوس په یوه ښاماري سیستم بدل شوی دی چه دافغانستان دولتی جوړښت یی یو فرمان منونکی او اجرایی برخه جوړوی،دټولنې پراجتماعي وجدان اوفرهنګ لکه د«تورې خپسې»په شان دراپریوتلو په درشل کی دی او په خورا منظمه توګه دسیمه ایز و او نړیوالو ورته شبکو اوسازمانودډاډمنې انډیوالي پر لورې روان دی.داسیستم چه لمړني عاملین او زیږونکی یی شیعه او سني جهادی تنظیمونه دي که همدا اوس اوس دیوې جامع اوټول لمنې ملي ستراتیژی له لارې مهار اوړنګ نه شي په ټوله پېړئ کی به زموږ داوسنی او راتلونکو نسلونوژوند اوښیګڼې له ستر ګواښ سره مخامخ کړي
دوهم – تپل شوې او نیابتي کابو څلوېښت کلنه جګړه لکه دتل په شان زموږد ملی بقا،ملی واکمنی(نه یواځې دولتي واکمني)،ملی ښېګڼو،ملی ثبات او پرمختګ پروړاندې لوی اوبنسټیز خطروو او لا هم زموږ پر سر ولاړ دی،او که دداعش له جګړه ایزې ستراتیژي سره په دقیقومحاسباتو مقابله ونه شي کیدای شې دغه پردئ جګړه هم په موږوتپل شي.دجګړې لاملونه،کورني او بهرنی ابعاد،دپیل اوپایښت څېرې او دداعشي جګړو څیړل یو لوی او جامع ملی بحث ته اړتیا لری خوتلپاتې سولې ته ګذار چه لا ډیر دمخه دټول ملت غوښتنه او اړتیاوه همدا اوس اوس یوه پیچلي اوحساس پړاو ته ورننوتونکی دی،دښوییدنې او غولیدنې خطرونه شته خصوصآ له دې آمله چه موږ دپاکستان په شان له یوه مکار او فریبکار دښمن سره ناګزیرآطرف یو.زه پداسې حال کی چه دهیواد دبهرنی سیاست په هکله دولسمشر غنی لمړني اخستل شوی ګامونه ستایم،دپاکستان او دسولې دپیل شوې هڅو په هکله می سپارښتنه داده چه دافغانستان نوي کارتونه او فرصتونه باید دپاکستان دژغورنې لپاره نه بلکه دهغه دوروستني کشت او مات لپاره وکارول شي،پاکستان به دخپل موجودیت په اوږدو کي په موږنه رحم وکړی اونه به مو ثبات ته پرېږدي مګر چه پرې تحمیل شی
دریم – د«ملي دولت»تاسیس اوبشپړول لا ډیر پخوا هم دیوې شوونتیا او هم ديو ملی آړ په توګه مطرح ووخود۱۳۹۳کال دټولټاکنوبهیراو ددوهم دورپایلوداواقعیت وځلاوو چه دولس غوڅ اکثریت یوه تاریخي ګذاراوبدلون ته تیاردی او دټولټاکنو ددوهم دور دپایلو پربنسټ باید منتخب ولسمشرالزامآ اوقانونآ له همدغه تاریخي فرصت نه په استفاده د«ملي دولت»له پېژندل شویوارزښتونه سره سم دولتی هډانه رغولې او سمبال کړې وای تر څو د«دولت – ملت»جوړونې تاریخي ګذار هممهال پیل اودبشپړیایی پړاوونو په لوریی یوځای او متوازن حرکت کړی وای.خو له بده مرغه دډاکترعبدالله او دهغه دجهادي ټیکه دارانو دشهکاریو اوځینو بهرنیانو دلاسوهنو له برکته یوناقص الخلقته موجود چه«دملی یووالې حکومت» نومیږی موقتآ پر پیل کیدونکي بهیر وتپل شو چه دادی اوس په یوه جدي خنډ اوننګونه اووښتي دی چه هم یی ولمسشر ،هم ملت اوهم یی بنسټیز بدلونونه برمته کړي دي.دحکومت دستګاه دماشومانه چانې وهلو له امله نه داسې چه رغول شوې نده بلکه عملآ او په لوی لاس دفلجیدو په خوا ټیلوهل کیږي،قضایی دستګاه لکه دپخواپه شان دفساد،زورواکی او جرمی سیستم دفاعی سنګر دی چه لالمړنی اوخورا اړین تغیرات ندي په کي پیل شوي او خدای بښلې مقننه قوه چه له ولسه پرته دهرچا او هرهیوادپه چوپړ بوخته ده داحتضار په حالت کی بیا ساه واخیسته ځکه چه پارلمانی او دولسوالی شوراګانو ټولټاکنې کم له کمه یوکال ځنډیدلې دي او که طالب جان ته هم له دې دولتي غنایمو څخه یوه ونډه ورکړل شي نوبیا خو ددولتي دستګاه شوم برخلیک معلوم دی چه کومې خواته به ځي.زه قصدآ دملی مصالحو درعایت لپاره هغو نورو بوګنوونکو جزییاتو ته نه ځم کوم چه په ملکي او پوځي برخه کي ددولت او هیواد برخلیک ننګوی او مامستقیمآله نژدې یا ولیدل او یا په امانت داری راته وویل شول خو دومره باید هرومرو ووایم چه جلالتمآب ولسمشر غنی(چه زه یی لا تر اوسه هم په درایت،پوهه،لرلید اووطنپالنې باندې شک نلرم)باید دجوړجاړي او برمته شوي حالت څخه په قاطعیت او چټکي راووځي او دمنتخب جمهوررییس پرهغو صلاحیتو،رسالت او ژمنتیاوو ډډه ولګوی کوم چه اساسي قانون،ملت او ملي ښېګڼواو تاریخ ده ته ورکړې اومطرح کړېدي
څلورم – سیاسي ګوندونه اوقانونی سیاسي پلورالیزم هم ددموکراسي او هم د«ملت سازی»بنسټیزه او اړینه مولفه ده چه لا ډیر دمخه آن دخپلواکي دبیا ترلاسه کولو سره بلود باید دولتي واکمنانودقوانینو په محدوده کی ورته پاملرنه کړې وای خو له غازی امان الله خان نیولې بیا دخلک دموکراتیک ګوند تر واکمني پورې دغي تاریخي غوښتنې اوضرورت ته چا دقانونی لارې دپرانستلواراده او یا هم جریت ونکړ.دې تاریخي غوښتنې ته دلمړي ځل لپاره ډاکتر نجیب الله، په خورا ستونځمنو او پېچلیو شرایطوکی چه په خپل سراو یا دبهرنیانو په نقشه مینځته راغلي ګوندونه په وسله والوجوړښتونو بدل شوي وو،مثبت او قانونی ځواب ووایه چه دنوموړی دزعامت دوخت دسیاسی ګوندونو دتصویب شوي قانون پربنسټ اودوام دادی نوی ګوندی او سیاسی پلورالیزم خو په غربی رنګ او سټایل بیا را پیل شواو په خورا بېړه هم دودې او هم دزوال په لورروان دی.په دې هکله به ددې لیکنې په وروستنئ برخه کی زه یو څه په تفصیل خپل آند،ارزونه اووړاندیزله تاسو سره شریک کړم اما باید دې اساسی او تریخ واقعیت ته ستاسو پام راواړوم چه دپروژه یی،سلیقه یی،قومی،کاغذی او کاپی شویو ګوندونو او دګوند جوړونې مسابقې،سیاسې ګوندونه چه همدا اوس یې راجسترشوی شمېر۶۸ ته رسیدلی دی یوې داسې مرحلې ته رسولي دي چه په خپله هم ددموکراسي او هم دملت سازی پروړاندې په یوه خنډ او ننګونه اوښتي دي چه یواځې دبیارغول شویو اولویوملی ګوندونو چه ټولټال شمیریی پنځویا شپږو ته هغه هم دمشخصواقتصادی مدرنو موډلونوپرمفکوره راټیټ شي له دغه ستونځې او ننګونې څخه راوتلای شی
پنځم – د«ملی یووالی حکومت»یوه تپل شوې پروژه ده چه دټکني حالت څخه دعبور په موخه دوو سیالونوماندانو دانتخاباتو دقانون،اساسی قانون اوملت په غیاب کی پرې جوړجاړی کړی دی او تر هغو چه دانتخاباتو په قانون او اساسي قانون کی قانونی تعدیلات نه وی راغلی ددوی دواړو ترمینځ شوی توافقات چه دقانون داحکامو نه بهر اویا په خلاف وی دهیڅ حقوقي او حکمی شخصیت لپاره نه یواځې داچه اساس او الزامیت نلری بلکه دهرې ورځې په تیریدو نوي کړکیچونه او ستونځې زیږوی همدغه وجه ده چه په تیرواتو میاشتو کی دهیواد دننه ستونځې نه یواځې داچه حل شوي نه دي بلکه نوی ابعاد یی زیږولی دي
شپږم – انځوریزي،رادیویی،انترنیتي او چاپی رسنئ او خپرونې هغه بیسارې مثبته لاسته راوړنه ده چه دنابللیو میلمنوله !!!برکته مو په برخه شوېده.خو له بده مرغه ورو ورو همدغه هم پر یوې ملي ننګونې داوښتو په حال کي ده.تلویزیوني کانالونه چه شمېر یی اوس ۶۲ ته رسیدلی دی او ورسره داف ام او منځني څپو خوریدونکي رادیو ګانی دبهرنیو موسساتو او یا هم بهرنیو څارګرو ادارو له خوا هم تمویلیږي اوهم لوری ورکول کيږي.مافیا اونور جنایت کاره سازمانونه چه دافسانوی شتمنیو خاوندان شوی هم ددې خپرونو په کږولو او فاسدولو کی لوی لاس لري.دهمدغو نوموړو خپرونو مالکان او چلوونکي بهرنیو سفارتونو ته مستقیمآ غوښتل کیږي او دخپلو موخو اوګټو سره سم ورته لارښوونه او سپارښتنه کوي.ډیری تلویزیونونه او رادیوګانې داسې خپرونې کوي چه لیدونکي او اوریدونکي ګمان کوی چه دابه دایران او دپاکستان مستقیم نشرات وي.ګردی میزونه اومخامخ خپریدونکې مرکې چه په لمړي پیل کی یې مثبت اولوری ورکونکي آغیز درلوود او س د جمیع الکمالاتو«شنونکو!!!»او«کارشناسانو!!!» له برکته دتربګنیو،نفاق او ابتذال دترویج په وسیله بدل شوی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چه تردااوسه درنګارنګ بې فرهنګه بیکارانو او یا د«خانقایانو»ډیپو وونه یواځې داچه سیل بین پاتې شویدی بلکه په ډیرو مواردو کي له همداسې انحرافاتو سره مرسته کړیده.دانترنیتی خپرونو او شبکو اود چاپي خپرونو حالت هم دژورې اندېښنې وړدی،له مطبوعاتی آزادیو نه ډېره ناوړه ګټه اخستل کیږي او کوڅه یی فرهنګ نه ډیره استفاده کیږی
.
محترمو دوستانو
داچه دپرتوستونځو،ننګونو اومطرحو ملی دندو په هکله دولتی چارواکې مسولیت لری هيڅ شک نشته او داددوی ژمنتیاده چه یا دوتلو لارومومي او یا دملت او تاریخ ځواب ووایي خو