چهارشنبه, جنوري 20, 2021
  • د ننه کیدل
انځور ویب پاڼه
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
انځور ویب پاڼه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
کور پاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

له جګړې وتل او حل لاره يې

انځور پاڼه لیکنه انځور پاڼه
جنوري 11, 2021
in سياسي او ټولنيزې ليکني
د لوستو اټکلي وخت1
A A
0
دجهاد د نوم څخه بې ځایه استفاده
Share on FacebookShare on Twitter

ملا عبدالسلام ضعیف

پخوانی ډیپلوماټ، پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر

که موږ په غور سره تیر تاریخ ته نظر وکړو، هيڅکله استعمار او نیواکګرو د افغانستان پر حریم باندي مستقیم یرغل نه دی کړی، ترڅو چې یې تر یرغل وړاندي لاسپوڅي او ګوډاګي غلامان نه وي پیداکړي

، د هر استعمار لپاره اول ګوډاګیو غلامانو کار کړی، استعمار ته یې هیواد ته د ننوتلو زمینه برابره کړي ده، او کله بیا دا کار بلواکو او کمزورو د قدرت د لالچ په نامه کړی، او کله بیا د پیسو د لالچ لپاره دا کار سوی دی، کله د هغه قومي او ژبني تعصب په بنا سوی، چې زموږ کورنۍ کمزوري او خلاوي ښیې، د کورنۍ کمزورتیا لپاره دوه عوامل په ګوته کولای سو، اول داچې د بي عدالتی او سرټمبګي له کبله داسي هڅې سوي، دویم داچې دقدرت د انحصارله کبله سوي دي.

په هر صورت زموږ هغه کمزوري باید په ګوته سي او د حل لپاره یې لاره وموندل سي، کوم چې دښمن هر وخت د هغه څخه ناوړه استفاده کړي او کوي یې.

۱ – د قدرت د انحصار مينه ، چې هرڅوک غواړي مطلق قدرت يې په انحصار کې وي، که هغه د پردي په مټو هم تر سره کېږي باک يې نه کوي، او يا له هرې نا مشروع لارې غواړي واک ترلاسه کړي.

۲ – د بي عدالتي موجودیت

۳ – د قومیت او ژبي تعصب، او د قوميت پر اساس واک ته د رسېدو تلوسه، او د قوميت يا ژبې پر اساس د نورو سلبول

۴ – د پوهي او تعلیم نشتوالی، چې عمومي مشکل دی. تر څو چې عامه پوهه او تعليم زيات نه سي هر ډول خلک د قوم، ژبې او نسب په اساس خپل مينه وال پيدا کوي او قدرت ته يې رسوي.

۵ – د خپل ثقافت او کلتور څخه لیري والی، چې دا هم عام مشکل دی، خصوصاً د استعماري قوتونو له راتګ وروسته چې کلتوري او ديني ارزښتونه سرچپه ښودل کېږي.

۶ – د محرومیت او محکومیت هڅې، يعني په لوی لاس د يو اړخ يا پرګنو ځپل، يا بد معرفي کول او له واک او سياست څخه سلبول.

۷ – د دین او د هغوی د پلویانو د کمزوري کولو هڅې، دا هم د کلتوري يرغل او پردي پال سياست په نتيجه کې چې نه يوازې د ديني خوځښتونو او شخصيتونو په ضد په تبليغاتو لاس پورې کوي، بلکې عملاً د هغوی په ځپلو او کمزوري کولو لاس پورې کوي.

داهغه څه دي چې د حل لپاره یې بایدکار وسي، او دا هغه څه دي چې هر وخت په مختلفو نومونو باندي دښمن او یا هم حریصو واکمنو ته د مداخلې چانس ورکوي، او کله چې داچانس ورکول سي نو بیا ټوله ارکان ( مهم او لوړ پوړي غړي) تر پوره تاثیر لاندي راولي، که څه هم چې تر اوسه هیڅ نیواکګر په خپلو شومو اهدافو کې سل سلنه نه دی کامیاب سوی ، د خپلو ډیرو مصارفو او خساراتو سره سره شرمیدلي او ناکام سوي دي، خو وروسته بیا بله جوفه / استعمار او زموږ نه تجربه موږ بیرته کلونه شاته بیایې.

یوبل اړخ ته په اشاره باید ووایم چې څومره هم تربګني، مرګ او ژوبله، تعصب او دښمني، خود خواهي او جاه طلبي، محرومیت او محکومیت ، ځواکمني او کمزوري دوام وکړي، ګټه هیڅ هم نه لري، بلکي تاوان لري، شاته تګ او د تعصباتو زیژنده کیږي، او حل یې یوازي او یوازي د یوه او بل حق ته درناوی، تحمل او واقعي عدالت ته مراجعه کول دي، دغه فکر باید په ټولوکې پیداسي، هر څه و ازمویل سوه، زور و ازمویل سو، ټکنالوژي و ازمویل سوه، نړیواله مافیا او قدرتونه و ازمویل سوه، استعمار او غلامي و ازمویل سوه، خو حالات کابو نه، بلکي ورځ تر بلې د خطر خواته روان دي، جنګ په هیواد کې د خوښي او رضایت نه، بلکي تحمیلي بڼه لري، څنګه د دغه حالته څخه راوتلای سو.

زما (لیکوال) په نظر یوازنی حل یې دادی، هغه لاره چې د کلونو جنګونو د پای لاره ده، هغه باید ټول افغانان خپله کړو، کوم چې د یوه واقعي سم تفاهم رښتوني لاره ده، دا تفاهم باید د غلبې او مغلوبیت له پاره نه، د تسلیمي او د یوځای کولو له پاره نه، د نیواکګرو او اشغال د بقا لپاره نه، د جلب او جذب له پاره نه، د قدرت د لالچ او وېش له پاره نه، بلکي د ستونزو د حل له پاره وي، د هیواد د بقا او خپلواکۍ له پاره وي، د وینو تویولو د مخنیوي له پاره وي، د جنګ د قانونیت او مشروعیت د اهدافو دپلي کولو له پاره وي، او په ځانګړي توګه د جنګ د افغاني کولو د مخنیوي له پاره وي، باید داسي تفاهم وي چې تر ټولو وړاندي دجنګ له پاره په اصولوباندې بنا وي، او بیا د حل لپاره،که دجنګ په اصولوباندې تفاهم مثبت تمام سي، بیاکیدلای سي نور پرمختګ هم وسي، که څه هم د نیواکګرو په موجودیت کې د جنګ اصول چې افغاني عنعناتو ورته یوچوکاټ درلودی، دړې وړې کړل سو، او د هغوی په موجودیت کې دا کار ډیرګران او خلکو ته به غیر ممکن معلوم سي، خو زه د غه امکانات وینم او شوني کیدلای سي، مګر چې یو سم او واقعي تفاهم رامنځته سي، او تفاهم باید د دې له پاره وي چې څنګه افغانان د جنګ د سونګ د موادو د حالت څخه ژغورلی سو، د جنګ یو مخ دریدل د افغانانو تر وس تیره خبره ده، ځکه جهاد او جنګ تر ډیره تحمیلي بڼه لري او خبره د مجبوریت حد ته رسیدلي ده، دا هغه توپان دی چې اوس په ټوله اسلامي نړۍ کې په تيزۍ روان دی او لاپسي تيزېږي، مهمه او ډیره ارزښتناکه خبره داده چې څنګه کیدلای سي د افغانانو په یو موټي کولو سره افغانان د دغه توپانه نجات پیداکړي، دا کار یوازي د افغاني تفاهم دلاري کیدلای سي. او نسخه یې داده:

بسم الله الرحمن الرحیم

فإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (۵۹) سورة النساء.

که په څه کې مو سره شخړه راغله نو الله Y او رسول ته یې ور وګرځوئ، که (رښتیا) تاسي په الله Y او د اخرت ورځ باندي ایمان لرئ، دا غوره او په پایله کې ډیره ښه ده.

اللَّهُمَّ أعِنَّا عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ ، اللهم من أراد بلادنا بسوء فأشغله بنفسه، ورد كيده في نحره، واجعل تدبيره تدميرًا عليه، واجعل هذا البلد آمناً مطمئنًا.

یارب العالمین برحمتک یاارحم الراحمین

یادونه: پورته لیکنه د ملا عبدالسلام ضعیف د کتاب “طالبان له کندهاره تر مزاره، چاپکال – نومبر ۲۰۱۷” د “پای خبري ” له متن څخه را اخیستل شوې، اوس وخت کې د سولې روان بهیر او د جګړې زیاتوالي له امله یې خپراوی موږ اړین وباله.

ټګونه: ټولنيزېسياسيسياسي او ټولنيزې ليکنيليکني
ShareTweetShare
پخواني

ولې ګازرې زموږ روغتیا ته ډيره ګټه لري؟

مخته

د درې ډوله خوړو له ګټو ځان خبر کړئ

انځور پاڼه

انځور پاڼه

ورته ليکنې

ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟
سياسي او ټولنيزې ليکني

زمونږ د خلکو لید د راتلونکي نسل په هکله

جنوري 18, 2021
د هدفی وژنو تر شاه
سياسي او ټولنيزې ليکني

د هدفی وژنو تر شاه

جنوري 18, 2021
پاکستان ترهګر له منځه نه وړي بلکه امتیاز پرې اخلي
سياسي او ټولنيزې ليکني

سیاسي سوداګر د پاکستان په لمن کې

جنوري 18, 2021
د میړوخـــــرپ یا ترپ !
سياسي او ټولنيزې ليکني

د میړوخـــــرپ یا ترپ !

جنوري 16, 2021
مخته
د درې ډوله خوړو له ګټو ځان خبر کړئ

د درې ډوله خوړو له ګټو ځان خبر کړئ

د ټولنې د پرمختګ مهم پړاونه

د ټولنې د پرمختګ مهم پړاونه

د کاري مرکې شپږ ډولونه

د کاري مرکې شپږ ډولونه

پدې اړه بحث post

وروستۍ ليکني

ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟

جګړه- لنډه کیسه

جنوري 19, 2021
هغه څه چې د نړۍ نامتو لیکوالانو او پوهانو د انسان په اړه ویلي

زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

جنوري 19, 2021
ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

په بشریت کې د ژوند لار!

جنوري 19, 2021
د نبي کریم ﷺ غوره ویناوې!

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رهبرۍ مهارتونه

جنوري 19, 2021
د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

جنوري 19, 2021

ډېر لوستل شوي

  • جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • شاه زل څوک دی ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان ولې اوربند نه مني ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملت ساتنه او که ځان ساتنه !؟؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پښتو لنډۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
انځور ویب پاڼه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

ارشیف

  • اسلام اومذهب
  • اسلامي لارښوني
  • بريښنا پاڼې
  • پښتو شعرونه
  • پښتو لنډۍ
  • پښتو متلونه
  • تاريخي ليکنې
  • ټوكې ټكالې
  • خبرتياوي او پيغامونه
  • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • سياسي او ټولنيزې ليکني
  • ښکلی غږونه
  • طنزونه او ادبي ټوټې
  • علمي او معلوماتي لیکني
  • لنډي کيسې
  • مركې
  • ویډیو
  • وېشنيزه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

Welcome Back!

OR

Login to your account below

Forgotten Password?

Create New Account!

OR

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist