نامتو هسپانوي لیکوال؛ سروانتس

ریاض مقامزی
هسپانيه د اروپا په لویه وچه کې پرته سيمه ده. دا هېواد له ۵۸ غټو او وړو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. پلازمينه یې “مادرید” نومېږي.
هسپانوي یوه نړېواله ژبه ده، چې نږدې د “۲۲” هېوادونو رسمي ژبه بلل کېږي نو ځکه خو د هسپانيې ادبیات په هسپانوي ژبه کښل شوي دي. ددې هېواد “۱۱” تنو لیکوالو د نوبل جایزې ګټلې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېواد یو نامتو لیکوال وپېژنئ.

میګوئيل دې سروانتس “Miguel de Cervantes”
د هسپانيې دغه نامتو لیکوال په “۱۵۴۷” م کال کې د هسپانیې هېواد په “آلکالا” ښار کې وزېږېد. پلار یې ګرځنده روغتياپال و، نو تل به له یوه ښاره بل ته په سفر کې و. دا چې سروانتس ډېر ځیرک و نو ځکه خو یې له خپل پلار سره په ډېرو سفرونو کې د هغه ملګرتيا کوله. سروانتس د خپلو والدینو څلورم اولاد و. د زده کړو په اړه یې څېړونکو کره معلومات نه دي ترلاسه کړي خو اکثریت یې په دې باور دي، چې نوموړي ايټالوي ادبیات په ښه توګه لوستي وو. د نوموړي د ځوانۍ کلونه له ډېرو غمجنو پېښو څخه ډک دي. په عسکرۍ کې د جګړې پر مهال په چپ لاس ولګېد او شل شو. په بله جګړه کې اسير شو او الجزایر ته یوړل شو. همدارنګه ګڼې نورې پېښې دده د ځوانۍ خاطرې دي. د نوموړي د ژوند دغه بدې پېښې د هغه پر ليکوالۍ ژور اغېز وکړ.
لومړنی رومان یې “ګالاتيا” نومېده. تر ټولومشهور اثر یې “دون کشیوت” نومېږي له ده وروسته نوموړي تقریبا شل ډرامې ولیکلې مګر اوس یې یوازې ۲ موږ ته راپاتې دي.
د هسپانيې هېواد دغه ستر لیکوال د “۱۶۱۶ م” کال د اپرېل په درېويشتمه نېټه د ۶۸ کلونو په عمر ومړ.

د سروانتس څو لنډې ويناوې
ـ که چېرې پت او عزت له تا واخلم، د روح اخیستل دې اسانه کېږي؛ ځکه بې پته انسان تر مړه بدتر وي.
ـ پسرلی ښکلی دی، خو د انسان د زړه او ذهن پسرلی تر هغه زیات ښکلی دی.
ـ رښتيا او صداقت تر ټولو غوره سیاست دی.
ـ که څه هم لوی کارونه مې ترسره کړل، خو په هغو پسې مې خپل ځان بایلوده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button