واجب الاحترامه خلک

لیکونکی : سرتورملنګ

پنجشیر هغه ولسوالی ده چی په تیرو رژیمونو کی د پروان په ولایت پوری مربوطه وه او خلک ئی زحمت کښه او مسکینان وو د پنجشیر خان او د هستی خاوند هغه څوک وو چی شل د توت ونی به ئی لرلی اوبیا به ئی د توتو څخه تلخان جوړول د خلکو خوراک تلخان وو. په پخوا وختو کی به خلکو له پنجشیریانو سره ټوکی کولی چی نن ستاسو وکیل په پار المان کی پیشنهاد وکړ چی دولت باید په پنجشیر کی د تلخانو فابریکه جوړه کړی. د پنجشیر تر ټولو مشهورشخص رحیم غلام بچه وو چی د ظاهر شاه په در بار کی ئی ډیر رول درلود او د هر مجلس په سر کی به ناست وو . سره له هغه هم هغه د کارته پروان په سیمه کی د غره په لمن کی یو عادی کور د ځان لپاره جوړ کړی وو چی په اوس وخت کی د پنجشیر یو عادی بادیګارد هم همداسی کور لری. نور عادی پنجشیریان ټول په پنچر مینی او سقاوی باندی لګیا ول د کابل ښار ټول پنچر مینان او سقاوان د پنجشیر د ولسوالی وو په هغه وخت کی هیچا د هیچا سره په دی نامه چی د کومی سیمی یا منطقی ده حساسیت نه درلود پښتون، تاجک، هزاره ، بلوچ او نورو ټولو د وروڼو په شان یو له بل سره راشه در شه درلودله.

د پنجشیر ولسوالی هغه وخت ډیره مشهوره شوه چی کله احمد شاه مسعود د شهید محمد داود خان په وخت کی پاکستان ته و تښتیده او د پاکستان د آی اس آی په مرسته ئی د سردار محمد داود خان د جمهوریت په دوره کی په پنجشیر ولسوالی برید وکړ چی وروسته له ماتی بیرته پاکستان ته وتښتیده. مسعود د جهاد په دوره کی بیرته پنجشیر ته راغی اود نظار بدنامه شورا ئی جوړه کړه اود پنجشیر ولسوالی مشران ئی ووژل . د روسانو له راتګ وروسته مسعود د شورویانو سره اور بند امضا کړ او د سالنګ لویه لار ئی د شوروی قواو د راتګ او اکمالاتو لپاره خلاصه او مسئونه کړه، هغه د روسانو په مرسته ډیری درنی او سپکی وسلی تر لاسه کولی تر څو په شمالی او نورو ولایتونو کی د نورو تنظیمونو او په خاص ډول د حزب اسلامی قوت کمزوری کړی او په روسی قواو د یرغل مخه ونیسی. مسعود د ډیرو بهرنیو استخبارتی کړیو سره ټینګی اړیکی درلودلی او دغواستخباراتی کړیو هم په ځپل وار سره د هغه په ګټه کار کاوو سندیګال ( برطانوی ژورنالیست) د مسعود نه افسانوی قهرمان جوړ کړی وو او په خپلو مقالو کی به ئی هغه د مارشال تیتو سره مقایسه کاوو. د مسعود ارتباطات له استخبارتی کړیو سره کومه پټه خبره نه ده او ځینو خو اوس په خپله اعتراف کړی چی مسعود د دوی لپاره کار کاوو( د کا جی بی) اعتراف.

د مسعود د جهاد او جهادی عقیدی په باره کی ثریا بها په خپل رها در باد کتاب کی لیکی چی ( من در اندیشه و هنجاری های مسعود اخوانیت کور را نمی دیدم. بلکه وی را یک چریک ارمان گرا یافته بودم که برای کشورش میرزمید. مسعود چندین بار میخواست شورای نظار را از جمیعت اسلامی جدا کند اما ناگزیری هایی مجالش نمی داد . صفحه ۶۴۸)

ثریا بها د خپل کتاب په یوه بل ځای کی لیکی چی هغی به د روژی په میاشت کی په داسی حال کی چی په خپله ئی روژه نه نیوله او مسعود هم پوهیده چی هغه روزه نه نیسی خو هر ماښام به ئی مسعود ته روژه ماتی تیاراوو او مسعود به له هغی سره ډوډی خوړه او د شپی تر ناوخته به ئی قیصی کولی ، هغه وا ئی چی څو ځلی په ورسج کی حاجی صالح او حاجی مجتبی به خپل زامن ورته را لیږل چی مسعود د تراویح لمانځ لپاره جومات ته ورشی مګرم مسعود به ځواب ورکړ او د تراویح لپاره به جومات ته نه ورته. ( صفحه ۶۴۷).

ثریا بها په کراتو کراتو دا خبره لیکی چی مسعود به د هغی میړه صدیق راهی ته ویل چی ته د دی ښخی لیاقت نلری هغه لیکی چی مسعود به هغی ته قوماندان ویل او صدیق ته به ئی مدیر صاحب ویل. ثریا وا ئی چی یوه ورځ مسعود صدیق ته زما تر مخ وویل (من نمی دانم خودت چی گفته مدیر صاحب را ګرفتی که جو دو خر راهم تقسیم کرده نمیتواند).

ثریا یو بل ځای لیکی چی کله دوی په خینج کی وو نو صدیق به د کوماندو د کښته کیدو له ډاره دشپی د مسعود له چریکانو سره په پوسته کی ویده کیده او دا به تنها له اولادو سره د غره په ښمځه کی ویده کیده.( صفحه ۵۷۴)

ثریا په پنجشیر کی داسی د خوشحالی ډک ژوند لاره چی میړه او هر څه ئی هیر کړی وو او په دی خوشحاله وه چی د مسعود لپاره خواږه خواړه پاخه کړی او بیا ئی د هغه سره یو ځای وخوری. ثریا وا ئی چه یوه ورځ صدیق ورته وویل چی مسعود ته ووا ئی چی ( یکسال گذشت چرا هنوز هم در جبهه هستیم ). و من به بی تفاوتی سیلاب هوسهای خارج رفتن وی را در هم میشکستم و رفتن را جدی نمیگرفتم زیرا هر دو با فضای ذهنی متفاوتی وارد جبهه جنگ شده بودیم وی برای عبور از مرز و رسیدن به غرب و من برای رهایی از چنگال نجیب و ایستادن در برابر قدرت .صفحه۶۳۴)

کله چی داکتر نجیب و پتییله پس له اوږدو خبرو اترو او دملل متحد له منخګړیتوب نه وروسته په سوله ایزه توګه د قدرت واګی د ملل متحد تر مشری لاندی یوی ۲۵ کسیزی بی طرفی کابینی ته وسپاری او په خپله د ملل متحد په الوتکه کی هند ته لاړ شی نو مسعود د پرچمیانو په مرسته د هغه په ضد کودتا وکړه او نجیب ئی پری نښود چی له هیواد نه ووځی او د ملل متحد د سولی او انتقالی حکومت پلان ئی شنډ کړ. مسعو د پرچمیانو په مرسته کابل ونیو اردو ئی ړنګه کړه او د اردو ټول تجهزات او وسلی ئی چی په ملیاردونو ډالره ارزښت ئی درلود پنجشیر ته نقل کړل. مسعود د قدرت د ساتلو لپاره د حزب اسلامی، وحدت اسلامی او جنبش حزبونو سره په جګړه شو او د دی جګړو په ترڅ کی ۷۰۰۰۰ بیګناه کابلیان ووژل شول او د کابل نیم ښار به کنډواله بدل شو د خلکو په سرونو او ناموسونو باندی داسی لوبی وشوی چی چنګیز، هلاکو او دنړی نوروجنایتکارانو ته ئی برات ورکړ.

ډ طالبانو له راتګ نه وروسته مسعود پنجشیر ته و تښتیده ، کله به په پنجشیر کی وو او کله به د تاجکستان په کولاب کی وو. مسعود د پنجشیر ولسوالی د تخار ولایت او بدخشان ولایت د طالبانو تر ماتی پوری تر خپل تسلط لاندی وساتل چی اوس د نظار شورا هغه وخت ته مقاومت وای ګویا دوی د طالبانو په مقابل کی مقاومت وکړ.

مسعود د ۲۰۰۱ کال د سیپتامبر په نهمه نیټه د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو، د نظار شورا اوسنی واکمنان د هغه وژل د دوو عربانو له خوا چی ګویا د ژورنالیستان په جامه کی هغه ته د مرکی لپاره ورغلی وو او د کامری په انفجار ورکولو سره یی هغه وواژه مګرم مسعود خلیلی د مسعود د اولین تلین د لمانځلو په مراسیمو کی وویل چی ګویا یوه لویه د اور شعله د کلکینی له لاری اطاق ته راغله او وروسته بیا هغه پوه نشو چی څه پیشه شوه. او داسی هم واوریدل شول چی د ژورنالیستانو کامره هم جوړه پاتی وه او یو ژورنالیست هم جوړ وو چی بیا وروسته د فهیم په امر ووژل شو.

د سپتامبر د یولسمی پیښی نه وروسته چی د امریکا جمهور رئیس بوش د اکتوبر په اومه نیټه په افغانستان یرغل وکړ نو د پنجشیریانو د بخت ستوری را وخوت او دوی ټول د پنجشیر له ښمڅو را ووتل، پلنګی دریشی ئی واغوستی او د امریکایانو سره ئی د دوستی تړون لاس لیک کړ. فهیم د امریکا له حملی مخکی له هغو نه په طیاره کی پنځه ملیونه ډالر واخستل او امریکایانو ته ئی د هر راز مرستی وعدی ورکړی.

د طالبانو له ماتی وروسته د پنجشیر د نظار شورا لنډه غری کابل ته د امریکایانو له اجازی پرته داخل شول اود کابل ښار ټول آمنیتی ارګانونه ئی په ځپل واک ونیول، فهیم دجمهور رئیس لمړی مرستیال او د دفاع وزیر، قانونی د کورنیو چارو وزیر، عارف دملی آمنیت رئیس ،داکتر عبدالله د بحرنیو چارو وزیر، محمود لوی څارنوال همدارنګه په سلهاو نور دولتی پوستونه دوی د غنیمت په شکل ونیول. د بن له کنفرانس وروسته په انتقالی دوره کی هم دوی دغه پوستونه له ځانه سره وساتل او کرزی تش په نامه رئیس جمهور شو. داکتر عبدالله د امریکایانو سره تړون لاسلیک کړ چه امریکایان هر چیری چی په چا مشکوک شی کولای شی هغه ونیسی او بندی ئی کړی او د خلکو کورونه تلاشی کړی. د پنجشیریانو غوا لنګه شوه هر چیری چی پښتون وو یا سپین پټکی هغه ئی د طالب او القاعدی په نامه امریکایانو ته په لاس ورکول او د هغو نه ئی ډالری اخیستی. د پښتنو په سیمو کی ئی د واده مراسم په امریکایانو بمباران کړل او په زرهاو بیګناه پښتانه ئی په امریکایانو ووژل او یا ئی هم ګوانتنامه او د بګرام زندانونو ته ولیږل. په دولتی بودجه چور ګډ شو، ټول لوی او واړه قراردادونه پنجشیریانو ته ورکړل شول.کرزی فهیم ته د مارشالی رتبه ورکړه او د پنجشیر ولسوالی په ولایت بدله شوه او د پنجشیر واړه کلی په ولسوالیو بدل شول. دولتی مامورین به په موټرو کی د مسعود قبر ته د لیدو لپاره ډله ډله تلل او د هغه زیارت به ئی کاوو خبره دی ځای ته ورسیده چی د ټولو وزارت خانو لوړ پوړی چارواکی د مسعود زیارت ته ورغلل او د پنجشیرخاوره د کربلا د خاوری په شان مقدسه و ګڼل شوه، ډ پنجشیر هر و ګړی قهرمان او واجب الاحترام وګڼل شو ځکه د دوی په اصطلاح له یوی خوا ئی جهاد کړی وو او له بلی خوا مقاومت. د مسعود مقام د اولیاوو سره برابر شو د هرموټر په شیشیه کی به د مسعود عکس وو او د ښار په څلور لارو کی به د هغه لوی لوی عکسونه ځړیدل. غلواو داړه مارانو به هم د مسعود عکس د موټر په شیشه کی ایښی وو تر څو خلک او پولیس ور څخه وډار شی. د کابل ښار په ټولو غلاو او جنایتونو کی همدغو د نظار شورا لنډه غرو او جنایتکارانو برخه درلوده چی تر اوسه پوری هم دا لړی روانه ده.

دجمهوری ریاست په لومړئی انتخاباتو کی کرزی د امریکا په اشاره فهیم د لومړی معاونیت نه لری کړ ولی په ځای ئی احمد ضیا مسعود راوستل.په لومړی څلور کلنه دوره کی فهیم د دولت مخالف اپوزسیون جوړ کړ او د کرزی او دولت لپاره لوی سر خوږی وو په آمنیتی ارګانونو کی بیا هم لوی اکثریت د نظار شورا او جمیعت ګوند کسان وو. د جمهوری ریاست په دوهمه دوره کی کرزی بیا فهیم د لومړی معاون په صفت د ځان سره کاندید کړ او تر بری وروسته د حکومت واګی ټولی د فهیم په اختیار کی وی کرزی هسی په نوم رئیس جمهور وو . وکیلان هم د ملا معنوی له برکته په پیسو پارالمان ته راغلل او سم نیم د فهیم په ګروپ کی شامل شول. په دفاع وزارت کی تر دوه سوه زیات جنرالان او کورنیو چارو وزارت کی تر سلو زیات جنرالان د نظار شورا او یا جمیعت مربوط وو همدارنګه په ملی آمنیت کی هم اکثریت کلیدی پوستونه د نظار په شورا پوری مربوط وو په کابینه کی د وزیرانو سر بیره ۱۹ معینان د نظار شورا او جمیعت غړی ول د کابل حوزو آمرین او جنایی امرین هم اکثریت د پنجشیر شریف د سیمی خلک ول چی تر اوسه پوری همدا خلک په قدرت کیدی. په یوه خصوصی غونده کی داکتر عبدلله ویلی وو چی ۳۵٪ د دولت لوړ پوستونه د دوی په اختیار کی دی او باید دا فیصدی په آینده کی هم د دوی سره وی. دا چی ډاکتر اشرف غنی په لوړه فیصدی ګټلی انتخابات د عبدالله سره سم نیم اویا ۵۰٪ شریک کړل دا تول د نظار شورا د تهدیدونو او اخطارونه له وجی وو هغو په شکاره دولت تهدیداوو چی که د دوی غوښتنی و نه منل شی نو دوی به په زور ارګ ونیسی او دوی کولای هم شول ځکه وزارت داخله، دفاع ، ملی امنیت د دوی په اختیار کی ده او همدارنګه د خیرخانی مینی غونډی ټولی د پنجشیریانو نه ډکی دی چی په هر کور کی سپکی او درنی وسلی ځای په ځای شوی دی. نواشرف غنی همدی تهدیدونو ته په کتو سره د جور جاړی حکومت کولو ته غاړه کیښوده او نن ورځ بیا هم همدغه تهدیدونه دی چی اشرف غنی هیڅ شی هم د دوی له اجازی پرته نشی کولای حتی یو رئیس او جنرال هم نشی مقررولای.

پنجشیریان په ښکاره تهدیدونه کوی او وایی چی که دوی ته د خوشی وړ برخه ور نکړ شی نو دوی به بل څوک هم پری نږدی چی حکومت وکړی دوی د جهاد او د دوی په اصطلاح مقاومت په نامه د دولتی واک ۴۰٪ برخه د پنجشیر یانو لپاره تر لاسه کړی او دوی د مقاومت تر نامه لاندی ځانونه واحب الاحترام ګڼی . خو په واقیعت کی د نظار ښورا ډله د سرطان دانه ده چی د خپل پیدایښت له وخته تر اوسه پوری ئی تل د وطن او خلکو په سر نوشت لوبی کړی ، تر څو پوری چی دا دانه له بیخه و نه ایستل شی په دی هیواد کی د قانون پلی کیدل او د عدالت تامینول غیر ممکن دی.

په در نښت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button