د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

ریاض مقامزی

د وخت ارزښت موږ ټولو ته لکه د لمر روښانه دی. کله چې وخت تېر شي بېرته هېڅکله نه راګرځي. همدارنګه موږ او تاسو په هغه څه قسم یادوو، چې ارزښت راته ولري. الله “ج” په “والعصر” سورت کې پر وخت قسم یادوي نو له دې دا معلومېږي، چې وخت د ډېر ارزښت وړ دی او یوه دقیقه هم باید بې ځایه تېر نه کړو.
موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د وخت د ضایع مخنيوي لارې چارې وښيو.

د وخت ارزښت ته قایل شئ!
که موږ د وخت په ارزښت پوه نه شو نو د ضايع کېدو په اړه به یې هم کومه خاصه پاملرنه و نه لرو. کوښښ وکړئ وخت ته په ارزښت قایل شئ. ستاسو لومړنی کار همدا دی، چې وخت ته په درنه سترګه وګورئ. که د وخت قدر وکړئ د ضايع کېدو مخنيوي یې خپله کېږي.

هدف مو معلوم کړئ!
لومړی باید ووایم، چې دا کار یوازې نويو ځوانانو لپاره اړين نه دی بلکې هغوی چې عمرونه یې له ۳۰ هم اوښتي وي مهم دی.
موږ ټول باید داسې اهداف وټاکو، چې هماغه پسې هره ګړۍ هڅه وکړو. موږ باید دنیا ته څه ډالۍ کړو؟ په کوم کار کې بریالي کېږو؟ غواړو ۲۰ کاله وروسته په کوم موقف کې اوسو؟ دا هغه پوښتنې دي چې موږ ته خپل هدف واضح کوي او کله چې هدف واضح شي کولای شو، وخت د خپل هدف لپاره بېل کړو او بېځایه تېر نه کړو.

له ډېر چکر او بنډارونو ځان وساتئ
چکر او بنډارونه زموږ ذهني سکون لپاره خورا مهم دي. مګر که له اندازې ډېر چکر مو وخت ضايع کوي. کوښښ وکړئ، د خپل کار ارزښت ته په کتو وخت ورته بېل کړئ.

منظم خوب وکړئ
موږ ته خوب د وخت ضايع ښکاري مګر هر هغه کار چې زموږ صحت او پرمختګ لپاره اړين وي د وخت ضايع نه ده. که تاسو خوب ددې لپاره نه کوئ، چې وخت مو ضايع کېږي په ناسمه یئ.

کارونه له مهالوېش سره سم ترسره کړئ
ډېری خلک دې ټکي ته خاصه پاملرنه نه کوي. حال دا چې د وخت د سپما لپاره مهالوېش سره سم د کارونو ترسره کول زموږ د وخت د ضايع مخه نیسي. تاسو که د هر کار لپاره مناسب وخت وټاکئ ستاسو د کار ښه والي کې هم پوره مرسته کوي. همدارنګه کوښښ وکړئ، چې مهالوېش کې لوبو ته هم وخت ورکړئ.

لومړيتوبونه ټاکل
هغه کارونه چې ترسره کوئ په څلورو ګروپونو ووېشئ:
– عاجل او اړین
ـ اړین مګر عاجل نه دي
ـ عاجل مګر مهم نه دي
– نه عاجل دي او نه اړين
په پورته شکل د خپلو کارونو ترسره کول د وخت د سپما ډېره ښه لاره ده. ځينې وخت موږ یو کار ترسره کړای وي خو ګورو چې له هغه ډېر اړين کارونو مو پرېښي وي.
نو دا چې کارونه مو سم منظم او وخت ضايع نه کړئ پورته لارښوونې په بشپړ ډول تطبیق کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button