لنډه کیسه

لنډه کیسه
رحمت الله حکیمي

شهیدې اوښکې!
درز شو، ځمکې چېټکه وخوړه، له پوهنتون څخه تورو لوخړو د اسمان په لوري اتڼونه پیل کړل، خدای خبر چې د کومو روحونو ورا یې روانه کړې وه، ګلاب له ځایه نېغ جګ شو، پټکی پسې ول ول خلاصیده له ځانه سره یې وویل: خیر کړې خدایه! ریحان به را رخصت شوی وي کنه؟ موږ ټولو په یوه خوله ورته ووې:
ـ نه ګلاب کاکا، ریحان دې خدای په ګل نه وهي، نوې کوژده یې کړې.
ـ له ځانه سره یې وویل: غوږو ته مې سوې سوې سلګۍ راځي. له دې خبرې سره سم یبلې پښې د پوهنتون په لور ور روان شو، ګوري چې د پېښې د ځای څخه شل مېتره لرې په وینو لت پت لاس پروت دی، د سپینو زرو ګوتمۍ په کې له لرې نه پړکېدله.ګلاب بې سده سده کېده، ګوري چې د ریحان په وینو لت پت بکس شاړې واړې پروت دی. ناڅاپه یې کریغه کړه ریحانه! بې هوښه په ځمکه راپرېوته. شیبه وروسته چې په سد راغی ګوري چې د ریحان بې لاسو پښو تنه یې مخ ته اېښودل شوې، غټې غټې سترګې یې د پلار لیدو ته نیمکښه پاتې وې. د پلار له لیدو سره سم یې په وروستیو زګیرویو کې وویل: پلاره د لاس ګوتمۍ مې پتوني وروړه. ګلاب په ژړاو سر وو، په لوړ اواز یې (دا وطن دی که دوزخ) نارې له خولې وتلې،اوښکو یې دمه نه وه کړې، چې بل درز شو، هېچا زړه نشوای ښه کولای چې د پېښې ځای ته لاړ شي، ساعتونه وروسته چې لاړو ګورو چې د ګلاب اوښکې هم شهېدې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button