د پښتو ژبې اوسني لیکدود ستونزې او فونیمیکه الفبأ

ریاض مقامزی

که څه هم ژبه او لیک سره نږدې اړیکې لري خو بیا هم ژبه بېله پدیده ده او لیک بېل. ژبه له غږونو جوړ سیستم دی، چې د پوهولو او راپوهولو غوره وسیله ده. لیک بیا له سیمبولونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې د وینا انځوریزه بڼه ده. د پښتو ژبې مروج لیکدود عربي دی او د ځینو ستونزو له امله یې وخت ناوخت د بدلون غوښتنه کېږي. یادې ستونزې په عمده ډول داسې بیانولی شو.
۱ ـ د څو غږونو لپاره د یوه ګرافیم (سیمبول، توری، کرکټر) کارول. لکه: “لور – داس (Sickle)، لور ـ دختر (Daughter)” ددې بېلګو د منځ غږونه جدا ـ جدا دي مګر یو ګرافیم (و) ورته کارول شوی دی.
۲ ـ د یوه غږ لپاره د دوو تورو کارول. لکه: “اوړه، اور، اوبه” ددې بېلګو د پیل غږونه یو دي، مګر دوه ګرافیمه (او) ورته کارول شوي دي.
۳ـ د ځینو غږونو لپار د ګرافیم نه شتون. لکه: “سر، ژړل او …” د “سر” لغات له درېیو غږونو جوړ دی. د “س” او “ر” ترمنځ یو بل غږ “زور َ ” هم شته؛ خو په لیک کې یوازې دوه ګرافیمه وینو. همداسې “ژړل” له پنځو غږونو جوړ دی؛ مګر په لیک کې یوازې درې توري لیدل کېږي.
داسې ستونزې د نړۍ په ګڼو نورو ژبو کې هم شته. ځینو خو آن لیکدود هم بدل کړ. د عثماني خلافت له زوال وروسته د “اتاترک” په وخت کې د ترکي ژبې لیکدود له عربي، لاتینیي ته واړول شو.
کله چې “پښتو په انګلېسي” قاموس خپرېدو ته چمتو شو. پښتو ټولنې تصمیم ونیوه چې تلفظ به یې په فونیمیکه الفبأ لیکي. تر څو د ناسم ویلو مخنیوی وشي.
نو “۱۳۵۵ل.ل” کال د حمل پر دېرشمه د پښتو ژبې نامتو پوهان ( استاد عبدالحی حبیبي، استاد عبدالشکور رشاد، استاد رحیم الهام، استاد عبدالرؤف بېنوا، استاد سید بهاألدین مجروح، استاد محمد صدیق روهي، استاد مجاور احمد زیار، استاد عبدالحکیم هلالي او …) سره راټول شول تر څو پښتو ژبې لپاره فونیمیکه الفبأ وټاکي. همداسې وشول. د پښتو ژبې ټولو غږونو لپاره یې ځانګړي ګرافیمونه (نښې) وټاکل.
څېړنوال عبدالحکیم هلالي لیکي: “… یو داسې سیستم غوره سي چې د یوې خوا بین المللي شهرت ولري او د بلې خوا په افغانستان کې په ژبنیو تحقیقاتو کې زموږ تر منځ یو معیاري حیثیت غوره کړي…” له متن څخه معلومېږي، چې ښاغلو استادانو دا ټاکنه هېڅکله ددې لپاره نه ده کړې، چې ګوندې لیکدود دې بدل شي.
په هر حال؛ ځينې په دې نظر دي، چې د لیکدود د بدلون پر ځای دې اوسنۍ مروجې الفبأ ته ځینې ګرافیمونو ورزیات شي. تر څو پورته یادې شوې ستونزې ختمې شي.
په داسې حال کې چې دا کار یو ځل پخوا هم شوی دی. د سلطان محمود غزنوي په وخت کې د حسن میمندي په غوښتنه قاضي صیف الله د پښتو ژبې سوچه غږونو ته ځانګړي ګرافیمونه وټاکل. اوس نو بیا هم شونی دی. یوازې حرکت په کار دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button