د جلرېز پېښې حقیقت او په رسنیو کې بې انډوله پوښښ

د شنبې ورځې یو خبر دا و، چې د پنجشنبې په ورځ سلګونو وسلوالو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په پوستو برید کړی، یو شمیر پوستې یې نیولې او ۲۲ محلي پولیس یې وژلي.

د ولسمشر او د اجرائیه رییس هزاره مرستیالانو دا پیښه لویه فاجعه په دې وبلله چې ټول وژل شوي هزاره ګان دي او ګواکې دلته هم طالبانو توکمیز چلند کړی دی.

په ارګ کې هزاره کړیو، د وژل شویو سرتیرو کورنیو او د ولسې جرګې وکیلانو په حکومت یې تور پورې کړ، چې د کلابندو سرتیرو او محلي پولیسو د ژغورلو لپاره یې هیڅ هم ونه کړل.

خو حقیقت دا دی چې په جلرېز کې دا جګړه د طالب او حکومت یا د توکم په نوم نه ده، او که وي، هزاره وو پیل کړې ده، ځکه له پېښې څو ګړۍ مخکې هزاره محلي پولیسو د کوچیانو په کډو برید کړی، درې پېغلې یې ترې ستنې کړې او له ځان سره یې پوستو ته پورته کړې وې.

نارینه یې د جلرېز شاوخوا کلیو ته ستانه شوي او ځايي خلکو ته یې ویلي، که غیرت او ایمان لرئ، راشئ زموږ په لوڼو یې وکړئ، چې هزاروو راڅخه په روژه کې بوتلې.

د سیمې پښتانه او تاجک هم په دې ور سره یو ځای شوي، چې که نن یې کوچي ته بې ستري واړوله سبا به د دوی وار وي. هغه د ارواښاد نور محمد ترکي خبره، د خدای زور د ولس زور دی. د هزاره وو درې پوستې د ولس په مخ کې لکه د سېلاب په وړاندې د شګو دېوال له منځه تللې او خلکو چې په پوستو کې د کوچیو پېغلو وضعیت لیدلی، هزاره یې هم وژلی او هم یې له مرګ وروسته هغه څه ور سره کړي چې یادول یې نشي کېدلی. دا حالت د طالبانو لپاره ښه چانس و، نورې پوستې یې هم له پولیسو نیولې او دا ادعا یې هم وکړه، چې هر څه دوی کړي دي.

خو افسوس د ولسي جرګې په هغو وکیلانو چې ځانونه د سیمې استازي بولي او حقیقت نه وايي، افسوس د ارګ په هغو چارواکو چې ان د میدان وردګو خلک کابل ته د رایې ور کولو لپاره ورته راغلل، ځکه په سیمه کې خو وسلوالو رایې ور کولو ته هم نه پرېښودل، خو نن په دې پېښه چوپه خوله دي او دا پوښتنه نه کوي، چې ولې محلي پولیس په درېشۍ کې د پښتنو بې ستري او بې عزتي کیږي او د دې څه اړتیا وه چې جلرېز ته د بامیان هزاره راشي او د محلي پولیس په نوم ان د پښتون په ناموس هم لوبې کوي او دا لوبې یواځې تېره پنجشنبه نه دي پیل شوې، بلکې له کلونو راهیسې روانې دي.

له پښتنو سره دا ډول چلند له دیارلسو کلونو راهیسې روان دي، که په مقابل کې یې پورته شوي د طالب په نوم بیا هم قانون ملاتړ کړي، یا وژل شوي یا کډه کول ته اړ شوي، خو یو قوم محوه کېدلی نه شي، اما حکومتونه د ځمکې له مخ ورکېدلی شي، ځکه د پېغمبر حدیث هم دی چې د کفر حکومت پاتې کیږي، خو د ظلم حکومت نه پاتې کیږي، د پښتون کوچي بې عزته کول او په خوندو یې جنسي تېری د ټولو پښتنو بې ستري ده او دا ډول پېښې د هر انسان زړه غچ ته اړ کوي او تاوان یې د حکومت او ګټه یې طالب ته رسیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button