په نوښت کې له خطره مه وېرېږئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

خلاقیت او نوښت؛ معنا دا چې په یوه نوې کړنلارهد یوه کارترسره کول، چې کېدای شي پایله یې مثبته وي او یا هم منفي خوله دې مه وېرېږئ چې کومه پایله به لاسته را نه وړئ.

که مثبته پایله ترلاسه کړئ، نو څومره ښه!

که خدای مه کړه پایله یې منفي وه، هم هېڅ خبره نه ده، دنیا خو څه اخر ته نه ده رسېدلې!

بیا هڅه وکړئ؛ ډېرې لارې شته چې کولای شي تاسو بریا ته ورسوي، خو په دې شرط چې له هڅې لاس وا نه خلئ.

د یوه کار ټول اړخونه وسنجوئ او په موقع سره د خطر په ډګر کې ګام کېږدئ.

له ماتې مه وېرېږئ

دا مه هېروئ چې ماتې او ناکامي له هر کار سره ملګرې ده، خو هغه وېره چې له بایللو مخکې ستاسو په زړه کې پیدا کېږي، هغه زهرو ته ورته ده چې ستاسو وجود فلجوي اوله حرکته یې غورځوي.

که مو سل ځله د «نه» غږ واورېد، کېدای شي په یو سلو یو وم وارد «هو» غږ واورئ چې د دغه غږ په اورېدو سره به مو د وجود ټوله ستړیا له منځه ولاړه شي.

توماس ادیسن وایي، ما اوه سوه ځلې اشتباه نه ده کړې، ما یو ځل هم اشتباه نه ده کړې، بلکې ما اوه سوه هغه لارې پیدا کړې چې بریا ته رسېدل پرې ناشوني و.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button