بېله دنیا (لنډه کیسه) محب زغم

سبرینا د دوهم پوړ برنډې ته راووته. د کافي ګېلاس یې پر ګردي مېز کېښود. غځوونې یې وکړې. د برنډې د کټارې خوا ته ولاړه. د بلاک مخې ته پارک کې اتل په ټال کې ناست و. په لاس کې یې کتاب و.

سبرینا د هغه په لیدو چورتي غوندې شوه. له ځانه سره یې وویل: ده ته مې څه ویل؟

سترګې یې د بېړۍ پر هغه موډل ولګېدې چې په پارک کې د ماشومانو د لوبو لپاره درول شوې وه. بېړۍ اوبه ور په یاد کړې، اوبو سیند …

په بېړه کور ته ننوته. شېبه وروسته د ټال په څنګ کې ولاړه وه. پر اتل باندې یې غږ وکړ: سهار په خیر اتله! پوهېږې؟ بېګا مې په خوب کې ولیدې.

اتل یوه ګوته د کتاب په لوستل شوي ځای کې ونیوه او کتاب یې بند کړ: ښه دې ولیدم. جالبه ده!

  • جالبه خو خود ده. ډېره جالبه! اوس مې چې ولیدې را په زړه شو. په منډه راغلم چې کیسه یې درته ووایم. البته که مزاحمت در ته نه وي.
  • نه، نه، هیله کوم. هسې هم مطالعې ستړی کړی وم. د جرمني ګرامر سړی ګنګس کوي.

سبرینا په بل ټال کې کېناسته. ویې ویل: دا خو ده. خو د خوب کیسه به درته وکړم چې هسې نه هېره مې شي. ته نو غوږ شه. مور او پلار دې د بلاک په صفري پوړ کې اوسېږي. مور دې یهوده ده، پلار دې افغان.

اتل موسک شو: یهوده؟ زما مور؟

سبرینا په جدي انداز وویل: خوب دی نو. کړکۍ نه ګوري چې مخامخ یو یا دوه کیلومتره لرې درې تنه نازي عسکر پر سړک باندې ولاړ دي. د یوه په لاس کې دوربین دی. هغه د سړک په سر د اېښې موانع له پاسه په دوربین کې ستاسو کور ته ګوري. پلار دې وايي «خدای دې وکي چې دې خوا ته را نه شي!» مور دې د هغوی ویډیو اخیستې وي، هغه مهال چې هغوی ملکي خلک ولي. اوس مور او پلار دې ډارېږي چې که هغوی راشي او د ویډیو هغه کسټ پیدا کړي نو کیسه به ختمه شي.

اتل وویل: خوب نه دی، سمه سناریو ده. ههههه. د نازیانو په وخت کې ویډیو کامري کله دومره پرېمانې وې چې هر څوک دې یې ولري. عجب تخیل لرې!

د سبرینا پر شونډو نرۍ موسکا تېره شوه. ویې ویل: ناولونه مې ډېر لوستي دي. په ویښه کې خو مې تخیل کار نه کوي خو په خوب کې بیا بد نه دی. ښه نو، بیا لاندې د بلاک دروازه ډبول کېږي. مور دې نېغه پر نیالۍ کېني. مور او پلار دې څنګ په څنګ پر غولي پراته وي. د کړکۍ په بېخ کې بیا یو ماشوم ویده دی. مور دې ټیکری په سر کوي. پلار دې ورته وايي: دوی به د ماشوم په خاطر راغلي وي چې ولې له را سره په یوه کوټه کې پروت دی. دوی به وايي چې دا کور درته مناسب نه دی، باید بل کور پیدا کړئ چې د خوب دوې کوټې ولري.

اتل بې له دې چې سبرینا ته وګوري، هماغسې چې په ټال کې یې ورو ورو ټالۍ وهله، پوښتنه وکړه: هغه ماشوم زه وم؟

  • هو. اممممم، ګومان کوم چې ته وې. نه، نه. ته خو وروسته پیدا شوې. مور او پلار دې هاغه مهال لا اولاد نه درلود. نو هغه ماشوم؟ خدای خبر. داسې ګډوډ خوب مې و. ځینې صحنې یې را ته تتې ښکاري. ښه نو، مور دې د اپارتمان ور پرانیزي. ګاونډۍ ښځه له ډاره رېږدي. وايي «ته راسره ځې چې دروازه بېرته کم؟» مور دې د هغې مټ سولوي. وايي «مه ډارېږه! زه درسره یمه.» نازي عسکر درېیم پوړ ته خېژي. هلته هم یوه افغانه کورنۍ اوسېږي. له نازیانو سره په برګه عسکري دریشۍ کې یو بل برېتور هم وي. سترګې یې شنې دي خو ویښتان یې تور. په سر یې سره خولۍ ده. د هغې افغانې کورنۍ سړی خپلې ښځې ته د تاسو په ژبه کومه پټه خبره کوي. ژبه مو څه نومېږي، پستو؟ پاستو؟

اتل وویل: پښتو په «ښـ» لکه په جرمني کې چې «ایښ» وایې.

  • پښـ ـتو، پښـ    ـتو. مننه. دغه بل چې له نازیانو سره ګرځي، ترجمان دی. هغه د کور څښتن ته په پښتو یو څه وايي خو بیا نازیانو ته بله خبره کوي. ګومان کوم چې د هغوی راز پټوي او نازیان تېر باسي. بیا دوهم پوړ ته کوزېږي. هغه چې تلاشي کړي، له بلاک څخه ووځي. مور او پلار دې خوشحاله وي چې له خطره بچ شوي دي خو هغوی بېرته راګرځي. پلار دې مور ته دې وايي چې ژر شه ویډیو پټه کړه. د نازیانو هغه ملګری چې پښتو وايي، غواړي خبره واړوي. پلار ته دې وايي «دا ماشوم څو کلن دی؟» پلار دې وايي «لا خو پنځه کلن دی نو پروا نه کوي چې له موږ سره په یوه کوټه کې څملي.» هغه ورته وايي «پنځه کلن نه، چې پنځه میاشتنی هم وي، بله کوټه کې به څملي. دا د دې وطن قانون دی.»

اتل ټال ودراوه. په خندا یې وویل: عجب تناقض او تضاد! نازي وګوره او ماشوم ته د خوب د جلا کوټې خبره وګوره.

درب شو. د ټال مخې ته یو توپ ولوېد.

د بېړۍ په موډل کې ولاړ ماشوم وویل: زما دی.

سبرینا توپ ور واچاوه. اتل هم له ټاله کښته شو.

سبرینا په بېړه وویل: بله صحنه مې را په یاد شوه. مور او پلار دې ستوني ستغ په هوا کې د سقوط په حال کې دي. لاندې سیند دی.

دواړه سوکه سوکه د شنې غونډې خوا ته روان شول.

سبرینا کیسه وغځوله: ګومان کوم چې په سړکونو کې چې د اوبلارو دغه ګردې اوسپنیزې دروازې دي، دا یې لرې کړې وه او سیند ته یې ور ټوپ کړی و. پلار دې ویل چې هغه ویډیو باید خوندي شي. پلار دې د اوبو په سر لاندې پروت دی، مور دې پرې د پاسه. دواړه ستوني ستغ. دواړه هوار غځېدلي وي. داسې لکه پلار دې چې له ځانه بېړۍ جوړه کړې وي او مور دې ژغوري.

اتل د غونډۍ په لمنه کې د یوې ونې بېخ ته پلتۍ ووهله. سبرینا یې څنګ ته کېناست.

اتل وویل: پلار مې رښتیا هم دغسې وکړ. ځان نه یې بېړۍ جوړه کړه. موږ یې وژغورلو. هر پلار همداسې کوي.

سبرینا وویل: اوه! اوس پوهه شوم. حیرانه وم چې هغه د بېړۍ موډل چې وینم، ولې مې د خوب صحنې رایادېږي. ته په همدې وخت کې د مور په نس کې پیدا کېږي. نه، نه. له دې نه مخکې چې هغوی ځانونه اوبو ته وغورځوي، ته یې په نس کې پیدا کېږي. د توپ غوندې ګردی شی یې، لکه ججوری د هغې په ستوني کې را پیدا کېږي. هماغه ستا نطفه وي. مور دې د کوټې دېوال ته ډډه لګولې ده. پښې یې نس ته ورجوختې کړې دي. وايي ټول بدن مې سوی او خارښت کوي. بیا څوک ورته وايي چې دا هر څه د ماشوم په وجه دي، ته میندواره یې.

سبرینا اتل ته وکتل. هغه د بېړۍ موډل ته سترګې نیولې وې. نرۍ موسکا یې وکړه: موږ دغسې یو نو. له هماغه اوله مور ځوروو، تر آخره پورې یې ځوروو. هر وخت یې ځوروو. ښه نو بیا؟

  • ته ودرېږږږږږه! هو. په سیند کې غټې غټې ګارې دي، ګردې ښویې، نیمايي په اوبه کې ډوبې، نیمايي د اوبو په سر. ګارې ډېرې دي، ګډوډې پرتې دي. اوبه کمې دي خو ډېرې تېزې بهېږي. پلار دې ستونی ستغ لکه بېړۍ پروت دی او مور دې د پاسه ورباندې ستونی ستغ غځېدلې ده. اوبو په مخه کړي دي. پلار دې سر کوږ نیولی دی چې ګارو ته یې پام وي. په لاسونو د تګ لوری سموي چې له ګارو نه چپ شي. دلته دوی تر پله لاندې وي. زړه مې درزېږي. وایم تر پله چې ها خوا ته وځي، نازیان به یې وویني. نازیان د سیند په غاړو کې پیره کوي او څوک چې د سیند له لارې تښتي، ولي یې. بیا ته پیدا شوې. په اسپانیا کې. مور او پلار دې اسپانیا ته تښتېدلي وو. ته چې پیدا شوې، پلار په غېږ کې زنګولې. پوهېږې؟ ته د بېړۍ غوندې وې. نه، نه، د بېړۍ غوندې نه، سم دم بېړۍ وې خو ډېره وړوکې بېړۍ. ههههههه. څومره احمقانه ده. کنه! خوب دی نو.

اتل هم وخندل: بلا کوې! دومره قوي فانتزي؟

سبرینا وویل: خو کاش په ویښه کې هم دغسې فانتزي ولرم. زړه مې غواړي کیسې ولیکم. لیکوالي مې خوښه ده خو چې قلم په ګوتو کې ونیسم، تخیل مې کار پرېږدي. یوه جمله لا نه شم لیکلی.

  • نو خوبونه دې ولیکه. بهترینې کیسې به وي.
  • که نور یې ولیکم که نه، دا خو به خامخا لیکم. دا بېخي بل رقم خوب و. هو رښتیا، بله صحنه مې رایاده شوه. ستاسو په کور کې یو کتاب وینم. ډېر زوړ کتاب. پوښ یې په ګرد سپېره دی. هغه پخواني کتابونه چې دي، همغسې پوښ یې دی، پېړ، سخت، څرمن وزمه. کتاب د بل چا په لاس کې وي. ما ته وايي دا وګوره. په ګوتو د کتاب د پوښتۍ له یوه ځای نه ګرد پاکوي. په طلايي رنګ لیک وي خو ځلا یې نشته. لیک لکه حک شوی چې وي لږ ژور دی. سم نه لوستل کېږي. بیا یې هم په ګوته پاکوو. لیک لږ لږ واضح کېږي. اوه! بخښنه غواړم! پای یې دردوونکی دی. همدومره بس دی. نور یې نه وایمه. هسې هم خوب و نو څه حقیقت خو نه و.

اتل چې زنه یې پر ورغوي او ورغوی یې پر زنګانه تکیه کړی و، سر اوچت کړ. پښې یې ورټولې کړې. ویې ویل: ته وا حقیقت دردوونکی نه دی؟ لطفاً! کیسه دې پوره کړه.

سبرینا یې سترګو ته وکتل. ویې ویل: هیله ده چې غمجن نه شې، خوب دی نو سړی څه ووايي. د کتاب پر پوښتۍ لیکلي دي چې … امممم رښتیا هغه د ویډیو خبره نه وي. مور او پلار دې اصلاً همدغه کتاب له نازیانو نه پټ ساتي. د کتاب پر پوښتۍ لیکلي وي چې «‌لس میاشتې وروسته په اسپانیا کې مړ شو» توبرکلوز وژلی وي. پلار دې یادوم.

د اتل په سترګو کې اوښکه وځلېده. ويې ویل: کاش داسې شوی وای.

غږ یې ژړغونی غوندې و.

سبرینا وویل: بخښنه غواړم چې خپه مې کړې. خووووو په دې ونه پوهېدم چې ولې وايې کاش دغسې شوی وای.

اتل پر زنګنو سر لګولی و. لاسونه یې له پښو نه چاپېر کړي وو. سونګېده.

سبرینا یې ژړا حس کړه. ورنژدې شوه. څټ یې په ورغوي وسولاوه. بیا یې بخښنه وغوښته.

اتل ژړل. کتاب یې د ګوتو له منځه ولوېد.

سبرینا کتاب راپورته کړ. غلې کېناسته. نه پوهېده چې څه ووايي یا څه وکړي چې اتل پرې آرام کاندي.

اتل بې له دې چې سر پورته کړي، وویل: لس

ژړا یې زور ونیوه. سبرینا یې بیا څټ وسولاوه. ویې ویل: وروسته به یې راته ووایې. اوس دې زړه تش کړه. وژاړه. زه همدلته یم. درسره یم.

اتل وویل: لس میاشتې.

ژړا وار ورنه کړ.

درېیم ځل یې هڅه وکړه: لس میاشتې یې وشوې.

دا وار یې ځان قابو کړ: خو کاش ستا د خوب غوندې توبرکلوز وژلی وای. کاش هغه وخت مړ وای چې ډېر کوچنی وم. داسې وخت چې زما به نه یادېده. چې هېڅ خاطره مې ورنه نه درلودلای. لکه ستا په خوب کې چې نوی زېږېدلی وم. کاش هغه مې نه یادېدلای.

  • کاش ویلي مې درته نه وای.

اتل نرۍ موسکا وکړه: نو څه به بدل شوی وای؟ ګناه ستا نه ده. لطفاً بخښنه مه غواړه. بخښنه دې هغوی وغواړي چې ګناه یې کړې ده، جنایت یې کړی دی. پوهېږې! وژلي یې هم موږ یو او عفوه هم موږ ته کوي.

  • طالبان یادوې؟
  • هو. دغه د سپي زامن یادوم.
  • پلار دې هغوی وژلی؟
  • ټوک ټوک یې کړی و. په موټر یې مقناطیسي بم لګولی و. د موټر ټوټې او د آغا د غوښو ټوټې سره ګډې وې.

اتل د لاسونو ورغوو ته وکتل.ویې ویل: په همدې لاسونو مې د آغا د غوښو ټوټې راټولې کړې. لیکوال و. تا غوندې پر کیسو مین و. ما به کله کله ورسره لانجه کوله. ځواني ده نو سړی کله کله اوتې بوتې وايي. ورته ویل به مې چې هسې دې وخت ضایع کوې. په دې وطن کې نو کتاب څوک لولي چې ته یې ورته لیکې. ده به ویل: بې لیکلو مې نه کېږي. لکه په بدن کې مې چې آبسه وي. د آبسې درد په هېڅ شي نه کرارېږي. یوازې په دې کرارېږي چې زوه ترې وباسې، چې تخلیه یې کړې.

سبرینا د اتل مټ وسولاوه.

اتل نرۍ موسکا وکړه. بیا یې وویل: ښه خبر وو چې ژوند ته یې خطر دی. ډېر کله به مې مور سره جنګونه کول چې ولې آغا نه مجبوروي چې خارج ته لاړ شو. مور مې ګرمه نه وه. آغا د هېچا نه منله. هلته حالات ډېر خراب وو. طالبانو په موټرو مقناطیسي ماینونه نښلول. داسې ورځ نه وه چې په کابل کې دې چاودنه ونه شي. څوک یې په مرمۍ ویشتل، څوک یې په بم الوځول. پلار ته مې اعصاب خراب وو چې ولې مو خارج ته نه باسي. کاش چې ځورولی مې نه وای. زه بد هلک وم، ډېېېر بد.

سبرینا یې لاس په ورغوي کې ټینګ کړ. ویې ویل: ځان مه ملامتوه. ته ګرم نه وې. تا د ټولو خیر غوښت.

 اتل په پټه خوله لږ غوندې وموسېد. په ټیټ غږ یې وویل: مننه.

دواړه پاڅېدل. نري سړک ته کښته شول.

اتل وویل: یوه شېبه! تا ویل لس میاشتې، په اسپانیا کې …

  • هو. همداسې وه.
  • ته راځه!

اتل ګامونه چټک کړل. سبرینا هم ورسره چابکه شوه.

اتل د بلاک د دروازې مخې ته پر یوې ګونډې کېناست. د برق د ساکټ په اندازه د ژړو درې مربع شکله لوحې پر سړک ښخې وې. دوې څنګ په څنګ او بله ترې لاندې د دواړه په وسط کې. اتل پر یوې لوحې ګوتې تېرې کړې. ویې ویل: دا وګوره! «آلفرډ دویچ – تولد ۱۹۰۵ – په ۱۹۴۲ کې اسپانیا ته فرار شو – لس میاشتې وروسته هلته مړ شو».

سبرینا وویل: نه! باور مې نه کېږي. دا نو څنګه کېدای شي؟

اتل ور وکتل: دا دې نه وه لوستې؟

  • نه، نه. باور وکړه. اصلاً. بېخي مې ورکتلي هم نه دي.
  • دا بله وګوره. «انا دویچ – تولد ۱۹۰۸ – په ۱۹۴۲ کې اسپانیا ته فراره شوه – مړینه ۱۹۷۸» دا به یې مېرمن وه.

سبرینا د دریېمې لوحې لیک ولوست: «هانس دویچ – تولد ۱۹۴۲–– مړینه ۲۰۲۰» او دا به یې زوی وي. پوهېږې؟ د هغه کتاب عنوان همدغسې و. کټ مټ همدغسې و. نه. لږ توپیر لري. د دې لیک رنګ تور دی ځمکه یې طلايي ده خو د هغه کتاب پوښتۍ توره وه، عنوان یې طلايي. رښتیا ته څنګه وپوهېدې چې پر دې لوحو نومونه او سنې حک شوي دي.

  • د کورس استادې را ته وویل. یوه ورځ چې له کورسه ووتو، ګومان کوم چې ته په هغه ورځ نه وې راغلې، په لاره کې یې را وښودلې. د هر کور مخې ته د هغو یهودانو معلومات دي چې په کې اوسېدل. نو آلفرډ دویچ او انا له هانس سره په همدې بلاک کې وو. سړی څه پوه شي، کېدای شي چې همدا ستا په اپارتمان کې به اوسېدل.

سبرینا د خپل اپارتمان برنډې ته وکتل.

اتل د سړک بلې غاړې ته اشاره وکړه: هغه نورې لوحې ولوله. اکثره یې وژل شوي دي. آلفرډ نېکمرغه و چې تښتېدلی و.

دواړه پاڅېدل.

اتل وویل: مننه چې د خوب کيسه دې را ته وکړه.

  • هیله کوم. دردوونکې وه. ته مې هم و دردولې. خو دې ته چورت وړې یم چې زما خوب ته دغه شیان څنګه راغلي دي. نه مې دا لوحې کتلې وې، نه مې یې په اړه اورېدلي وو. اسپانیا ته تېښته، لس میاشتې وروسته، یو زوی … دا څنګه کېدای شي؟ بېخي یې ګنګسه کړې یم.
  • نه پوهېږم. خوب بېله دنیا ده. له وطنه احوال لرې؟ پلار دې ښه دی؟
  • ښه دی خو ورته سودا مې ده. لس وارې مې ورته وویل چې ته خو معلم یې، ستا یې له جګړې سره څه. وايي چې پخپله د وطن دفاع ونه کړم نو شاګردانو ته به مې وطنپالنه څنګه ورزده کړم.
  • بده خو ولله که وايي.
  • اممممم. څه ووایم. ډارېږمه. پرون یې ویډیو رالېږلې وه. د روسانو ټانکونه یې ویشتلي وو. ده او ملګرو یې خوشحالي کوله.

اولڅېن، جرمني

نور ښکاره کړئ
Back to top button