قانون نو هغه وؤ


قانون نو هغه وؤ

سحرګل سحر

د طالبانو دحکومت وروستی کال وؤ، زه به لس کلن وم پیاد مي دي یو ورځ دمارجې د لوه چهاراهي په سیمه کي اونیزه مېله جوړه سوې وه چي د ډیرو نورو سیمو څخه خلک ورته د سودا لپاره راغلي وه، داسي مېلې اوس هم جریان لري، په اونۍ کي یوه ورځ په هره ولسوالي کي داسي مېله جوړیږي نو کله به چي طالبانو د یو موضوع په اړه خلکو ته خبر ورکوئ نو دا مېله د دوئ لپاره ښه ځای وؤ ځکه د ډیرو ولسوالیو څخه خلک پر دغه یو ځای راغونډېدل.

د مارجې ولسوالۍ مېله د پنځنۍ ( پنج شنبې) په ورځ جوړېده، زموږ کور د مېلې د سیمي څخه شاوخوا دوه کیلو متره لري وؤ،موږ به هره مېله د سودا د خرڅولو او رانیولو لپاره دا مېلې ته راتلو.

یوه ورځ په مېله کي یو ځای ناست وم چي په زوره په زوره آوازونه مي ترغوږ  سوه که ګورم چي څو کسه طالبان دي او یوه غټه ګویا ( لوډ سپیکر) یې راخیستی دی او خبري پکښي کوي، زه یې په خبرو پوه نه سوم خو وروسته مي دخپل وروره څخه وپوښتل چي دا یې څه ویل؟

هغه راته وویل طالبانو یو غل نیولی دی او غواړي سبا پر10  بجې یې پر همدې ځای ووژني او موږ ټولو ته یې اوس خبر راکړئ چي سبابه راسئ، ماورته وویل چي سبا زه هم درسره راځم، ویل سمه ده.

په سبا زه هم ورسره ولاړم د مېلې په میدان کي هلته له دوئ سره کښېنستم نور خلک هم راروان وه، یو سټېج ( دریځ) ته یو ملا صاحب ولاړ وؤ د غلا پر مورد یې نصیحت کاوه، تر 10 بجو ډېر خلک راغله او د نصیحت لپاره هم څو ملایان سره بدل سوه، کله چي 10 بجې سوې د لښکرګاه څخه شاوخوا 15 دانې سره بایفورونه راغله، د طالبانو ځیني مشران هم وه او غل یې هم راویستی.

غله دیو چا څخه موټر اخیستی وؤ او وروسته یې په وهلی او وژلی وؤ خو دغه غل بیا د طالبانو لخوا نیول سوی وؤ، طالبانو دهغه وژل سوي کس خپلوان او دغله خپلوان یې ټول راغوښتي وه او دوئ هم ټول راغلي وه، طالبانو په هغه غله باندي اودس تازه کړئ او دوه رکعته نفل یې په وکړه او مخ پر قبله شریفه باندي یې کښېنوئ، وروسته یو مشر ملا صاحب  د وژل سوي کس وپلارته وویل دغه غل او دا هم ټوپک، سړي هم ټوپک راواخیستی او د شادخوا څخه یې دوه مرمۍ وویشتی، بیا یې ټوپک د غله پلار ته ورکړئ چي هغه پاته شاجور ټول پکښي خالي کړي، هغه هم بله خبره نده کړې بس زربه یې پر ووهل، دلته موږ څو هلکانو منډه کړه او دکور پر خوا ولاړو.

وروسته مي په کور کي د وروره څخه پوښتنه وکړه چي بیا څه وسوه هغه ویل بس کیسه خلاصه سوه، دغله خپلوانو د غله جسد موټر ته پورته کړئ او یو یې وړئ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button